عربي ژبه
سامي ژبه او د عربي نړۍ (عربي ژبو) بنسټ / From Wikipedia, the free encyclopedia
عربي (اَلْعَرَبِيَّةُ) يوه سامي ژبه ده چې په لومړي ځل له لومړۍ څخه تر څلورمې زېږديزې پېړۍ پورې راڅرګنده شوه. دا ژبه اوس د عربي نړۍ ژبه ده. نوم يې له عربو څخه اخیستی، دا اصطلاح په لومړيو کې د هغو خلکو د پېژندګلوۍ لپاره کارېده چې په عربي ټاپووزمه کې اوسېدل. د لرغونو يوناني جغرافيه پوهانو د پوهې له مخې د دې ټاپووزمې لویديځ ته ختيځ مصر، ختيځ ته يې بين النهرين شمال ته يې شمالي سوريه او د لبنان غرونو مقابل لوری موقعيت درلود. د نړيوالې معيار جوړونې سازمان د عربي ژبې لپاره دوه دېرش ډوله شفرونه ځانګړي کړي دي، چې معياري بڼه، عصري معياري عربي، چې ادبي عربي هم ورته ويل کېږي هغه فصيحه نوې عربي ژبه ده. دا توپير په لومړي سر کې د لویديځو ژبپوهانو په منځ کې هم لېدل کېږي؛ په عموم کې په عربي ژبه خبرې کوونکي د نوې معياري عربي او کلاسيکي عربي تر منخ توپير نه کوي، بلکې دواړو ته «العربية الفصحی» يعنې فصيحه عربي، يا په ډېر ساده ډول (الفصحی) ورته وايي.[39][40][41][42][43]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه | |
ليکدود | |
ويونکو شمېر | |
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ |
ar[9] |
د ژبې کوډ | |
هېواد |
مصر[10] الجېريا[11] سوډان[12] عراق[13] مراکش[14] سعودي عربستان[15] يمن[16] سوريه[17] تونس[18] سوماليا[19] چاډ[20] متحده عرب امارات[21] اردن[22] اېريتريا[23] لېبيا[24] لېبنان[25] فلسطين[26] عمان[27] موريتانيا[28] کوېټ[29] قطر[30] بحرین[31] جيبوتي[32] کوموروس[33] اسرائيل[34] سوېلي سوډان[35] مالي[36] نایجېر[37] ايران[38] لوېديځه سحارا فلسطين ملي اداره اسپانیا کېنيا سېنېګال تانزانيا تورکيه آزربایجان رومانیا پرتګال ماليزيا |
عربي ژبه اللغة العربية | |
---|---|
| |
د ویلونکی شمیر | ۲۵۰ میلیونه |
د ژبې کورنۍ | افریقایی-آسیایی ژبې
|
د ليکلو بڼه | عربي توری |
وييل کېږي په | الجزایر بحرين چاډ جېبوتي مصر اېرېتريا عراق یمن عمان قطر کوېټ کامروس لېبنان لېبيا مالي ماروکو مورېتانيا فلسطين سعودي عربستان سوماليا متحده عرب امارات سوډان سوريه تونس ملګري ملتونه |
په نړۍ کې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د عربي ژبې تدريس کېږي او په کاري چاپيريال، دولتونو او رسنيو کې په بېلا بېلو کچو کار ځينې اخیستل کېږي. عربي ژبه په نوي عربي معياري بڼې سره د شيږويشتو هېوادونو او يوې لانجمنې سيمې رسمي ژبه ده، له فرانسوي او انګليسي څخه وروسته څلورمه ژبه ده چې ډېرې خبرې پرې کېږي، له دې امله چې قرآن شریف او مبارک حديثونه په فصيحه عربي ژبه لیکل شوي، دا ژبه د اسلام دين ديني ژبه هم ده.[44][45][46]
د منځنيو پېړيو پر مهال، عربي د مديترانې په سيمه کې د کلتور اصلي لېږدوونکې ژبه وه، په ځانګړي ډول په علم، رياضياتو او فلسفه کې. له همدې کبله ډېرو اروپايي ژبو له عربي څخه ځينې ټکي پور کړي دي. تر ډېره بريده د عربي ژبې اغېر د اروپايي ژبو په لغاتو کې لېدل شوی دی – تر ډېره بريده په هسپانوي ژبه او تر کم بريده په پرتګالي، کاتالاني او سيسلي ژبو کې – لامل دا و چې عربي شوي اروپايي مسيحي او مسلمان تمدنونه سره نږدې و او هلته مسلمانانو او عربي ژبې د اوږدې مودې لپاره شتون درلود، په ځانګړې توګه په سویلي ابیریا کې د اندلس د پير پر مهال. مالټي يوه سامي ژبه ده چې له عربي لهجې څخه يې وده کړې او په لاتيني الفبا لیکل کېږي. د بالکان ژبې چې په هغې کې يوناني او بلغاريايي شاملې دي، هم له عربي اصليت څخه د ترکي عثماني سره د اړيکو له امله ډېری عربي ټکي تر لاسه کړي دي. [47]
د خپل تاريخ په اوږدو کې عربي ژبې په نړيواله کچه په نورو ژبو خورا ستر اغېز پرېیښی دی، په ځانګړي ډول د اسلامي کلتورونو او هېوادونو پر ژبو کوم چې مسلمانانو فتح کړې وو. يو شمېر هغه ژبې چې تر ډېره بريده له عربۍ اغېزمنې شوې هغه پارسي، ترکي، هندوستاني (هندي او اردو)، کشميري، کردي، بوسنيايي، قزاقي، بنګالي، مالايي (د اندونيزيا اوماليزيا)، مالديفي، پښتو، پنجابي، البانيايي، ارمينيايي، اذربايجاني، سيسلي، اسپانيايي، يوناني، بلغاريايي، تاګالوګ، سندي، اودي، عبري او هاوسا ژبې دي او د افريقا په ځينو سيمو کې ځينې نورې ژبې. له بله اړخه، عربي هم له ځينو ژبو يو شمېر ټکي اخیستي چې ارامي، عبري، لاتيني، يوناني، پارسي پکې شاملې دي، همدا راز تر کمې اندازې يې له ترکي (د عثماني سترواکۍ له امله)، انګليسي او فرانسوي (د شام د نېواک پر بنسټ) او همدا راز ځينې نورې سامي ژبې لکه حبشي ژبه.[48][49]
عربي د يو اعشاريه نهه ميليارده مسلمانانو ديني ژبه ده، همدا راز عربي د ملګرو ملتونو د شپږو رسمي ژبو څخه يوه ده. په ټوليز ډول د عربي ژبې په ټولو بڼو په عربي نړۍ کې شا اوخوا څلور سوه او دوه ويشت ميليونه خلک خبرې کوي (چې اصلي او نااصلي ويونکي پکې شامل دي)، په دې ډول دا ژبه په ټوله نړۍ کې پنځمه هغه ژبه ده چې زيات ويونکي لري، د انټرنيټ د کاروونکو په نظر کې نیولو سره څلورمه هغه ژبه ده چې په انټرنيټ کې زياته کاريږي. عربي په عربي الفبا لیکل کېږي چې ابجدي خط دی او له ښي اړخ څخه چپ لور ته لیکل کېږي، که څه هم کله نا کله لیلل شوې ژبه په ASCII لاتيني بڼه له چپ څخه ښي لور ته لیکل کېږي چې دا يې معياري املاء نه ده. [50][51][52][53][54][55][56][57][58]