بحرین
From Wikipedia, the free encyclopedia
بحرين (البحرين)، رسمي نوم يې د بحرين سلطنت (مملکة البحرين) دی، دا هېواد د فارس په خليج کې پروت دی. دا د ټاپوګانو هېواد دی چې له پنځوسو طبيعي ټاپوګانو او درې دېرشو جوړو شوو (مصنوعي) ټاپوګانو نه جوړ له يو کوچني مجمع الجزاير نه تشکيل شوی، مرکز يې د بحيرين ټاپو دی چې دې ټاپوګانو د بحرين دري اتيا سلنه ځمکه نېولې ده. بحرين د قطري ټاپووزمې او شمال ختيځ ساحل ته د سعودي عربستان تر منځ پروت دی، د پنځه ويشت کيلومتره اوږدې (۱۶ميله) ملک فهد لارې په مټ له سعودي عربستان سره وصل شوی. د ۲۰۲۰ز کال د شمېرې تر مخې د بحرين د وګړو شمېر ۱،۵۰۱،۶۳۵ دی چې ۷۱۲،۳۶۲ يې د بحرين اصلي اوسېدونکی دي. د ۷۶۰ کيلو مترمربع (۲۹۰ميل مربع) مساحت په لرلو سره له مالديف او سينګاپور وروسته په اسيا کې درېيم کوچنی هيواد دی. پلازمېنه اوستر ښار يې عمان دی.[1][2][3]
بحرين د لرغوني ديلمون تمدن سيمه ده. دا هېواد له لرغونې زمانې نه په بحر کې د ملغلرو د موندلو له امله شهرت لري چې دا ملغلرې تر نولسمې پېړۍ پورې په ټوله نړۍ کې تر ټولو غوره وې. بحرين يو له لومړيو هغو سيمو نه دی چې د حضرت محمد(ص) د ژوند پر مهال په ۶۲۸ز کال کې له اسلام نه اغېزمن شوی دی. د عربانو له واکمنۍ وروسته له ۱۵۲۱ نه تر ۱۶۰۲ز کال پورې تر هغه مهاله پرتګالي سترواکۍ پر بحرين واکمني وکړه، کله چې د صفوي واکمنې کورنۍ شاه لومړي عبدالله پرتګاليان له بحرين وايستل. په ۱۷۸۳ز کال کې، د بني عتبه قبيلې بحرين له نصر المذکور نه ونيو او له هغه وخته تر اوسه پورې د ال خليفه سلطنتي کورنۍ له خوا اداره کېږي، احمد ال فاتح د بحرين لومړی حکيم و. [4]کينډۍ:Sfnp
د ۱۸۰۰ز کلونو په وروستيو کې، له بریتانويانو سره تر برياليو تړونونو وروسته، بحرين د بریتانيې تحت الحماية هېواد شو. په ۱۹۷۱ز کال کې يې خپلواکي اعلان کړه. پخوا يې نظام امارت و، خو په ۲۰۰۲ز کال کې بحرين يو اسلامي مشروطه شاهي نظام اعلان شو. په ۲۰۱۱ز کال کې، د سيمه یيز عرب پسرلي نه په الهام اخیستلو سره په دې هېواد کې لاريونونه وشول. د بحرين واکمنه الخليفه شاهي کورنۍ د مخالفينو، سياسي مخالفو څېرو او اکثريت شيعه مسلمانانو له حقوقو نه د سرغړونو له امله تر نیوکو لاندې ده.[5][6][7]
بحرين په پارس خليج کې د تیلو له کشف وروسته لومړي اقتصاد ته وده ورکړه، د بانکدارۍ او ګرځندوی په برخو کې د لسيزو پانګونې د پايلې په توګه د نړۍ ګڼې مالي پانګونکې ادارې د دې هېواد په پلازمېنه کې شته. بحرين د ودې لوړ بشري شاخص لري او د نړيوال بانک له خوا د لوړ عايد اقتصاد په توګه پېژندل شوی دی. بحرین د ملګرو ملتونو، بې پری خوځښت، عرب اتحاديې، اسلامي همکاريو سازمان او خليج د همکاريو شورا غړی دی. [8][9][10]