نايجېر
From Wikipedia, the free encyclopedia
نایجیر چې په رسمي توګه د نایجېر ولسمشریزه ده د افریقا په ختیځ کې پروت یو هیواد دی. د نایجیر رسمی ژبه فرانسوي او پلازمینه یې د نیامی ښار، یاد هیواد ۰۰۰'۲۶۷'۱ کیلومتره مربع مساحت او کابو ۲۲ میلیونه وګړي لري، د پیسو واحد یې د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک (CFA) او خپلواکی یې په ۳ د اګست ۱۹۶۰م کال له فرانسه نه ترلاسه کړی. {{Infobox country | conventional_long_name = د نیجر هیواد ولسمشریزه | native_name = {{|Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي)}} | common_name = نیجر | image_flag = Flag of Niger.svg | image_coat = Coat of Arms of Niger.svg | symbol_width = 125px | image_map = Niger_(orthographic_projection).svg
| map_caption =
| image_map2 = | national_motto = {{|Script error: The function "lang" does not exist. (فرانسوي) |"ورورولي، کار، پرمختګ"}}
| national_anthem = لا نیژرین
| official_languages = فرانسوي | languages_type = ملي ژبهs[1]
| languages =
- عربي ژبه
- بودوما ژبه
- ګورما ژبه
- هوسه ژبه
- کنوري ژبه
- سنغایي ژبې
- طوارقي ژبه
- تسواک ژبه
- تبو ژبه
| religion = | demonym = Nigerien ( /niːˈʒɛəriən/ [2] or /naɪˌdʒɪəriˈɛn/ [3]) | capital = نیامی | coordinates = ۱۳°۳۲′ شمال ۲°۰۵′ ختیځ | largest_city = نیامې | government_type = حاکم دولت, نیمه ولسمشریزه ولسمشریزه | leader_title1 = ولسمشر | leader_name1 = محمدو ایسوفو | leader_title2 = لومړی وزیر | leader_name2 = بریګي رافینی | legislature = ولسي جرګه | area_rank = 21st | area_km2 = ۱٬۲۶۷٬۰۰۰ | area_sq_mi = ۴۸۹٬۶۷۸ | percent_water = ۰٫۰۲ | population_estimate = ۲۰٬۶۷۲٬۹۸۷ | population_estimate_rank = ۵۷th | population_estimate_year = ۲۰۱۶ | population_census = ۱۷٬۱۳۸٬۷۰۷ | population_census_year = ۲۰۱۲ | population_density_km2 = ۱۲٫۱ | population_density_sq_mi = ۳۱٫۲ | population_density_rank = | GDP_PPP = $۲۳.۴۷۵ بیلیونه[4] | GDP_PPP_rank = ۱۴۰th | GDP_PPP_year = ۲۰۱۸ | GDP_PPP_per_capita = $۱,۲۱۳[5] | GDP_PPP_per_capita_rank = ۱۸۳rd | GDP_nominal = $۹.۵۶۹ بیلیونه[6] | GDP_nominal_rank = ۱۳۶th | GDP_nominal_year = ۲۰۱۸ | GDP_nominal_per_capita = $۵۱۰[7] | GDP_nominal_per_capita_rank = ۱۷۹th | sovereignty_type = خپلواکي | sovereignty_note = له فرانسې | established_event1 = اعلان شوې | established_date1 = ۳ اکتوبر ۱۹۶۰ | Gini_year = ۲۰۱۴ | Gini_change = increase | Gini = ۳۴٫۰ | Gini_ref =[8] | Gini_rank = ۷۰th | HDI_year = ۲۰۱۸ | HDI_change = increase | HDI = ۰٫۳۷۷ | HDI_ref =[9] | HDI_rank = ۱۸۹th | currency = د لویدیځې افریقا سی اف ای فرانک | currency_code = XOF | time_zone = وخت | utc_offset = +۱ | time_zone_DST = | utc_offset_DST = | drives_on = ښوی[10] | calling_code = +۲۲۷ | cctld = .ne | footnote_a = Lowest rahmen nked. }}
نايجير (Niger) (/niːˈʒɛər/ or /ˈnaɪdʒər/؛ فرانسوي: [niʒɛʁ]) په رسمي ډول د نايجير جمهوريت، (هاوسا ژبه: Jamhuriyar Hijar، زرما/سونغای ژبه: Niger Laabo، Tamajaq: ⵜⴰⴶⴷⵓⴷⴰ ⵏ ⵏⵉⵌⵢⵔ، عربي: جمهورية النيجر) په لويديځه افريقا کې په وچه کې راایسار هېواد دی، چې نوم يې له نايجير سيند څخه وروسته پرې ايښودل شوی دی. نايجير يو ناوېشلی دولت دی، چې شمال ختيځ ته له ليبيا، ختيځ ته له چاد، سوېل ته له نايجيريا، سويل لويديځ له بينين او بورکينا، لويديځ ته له مالي او شمال لويديځ ته له الجيريا سره پوله لري. نايجير د نږدې ۱۲۷۰۰۰۰ کېلو متر مربع (۴۹۰۰۰۰ ميل مربع) وچې سيمې په پوښلو سره له چاد څخه وروسته، د لويديځې افريقا دويم په وچه کې حصار ستر هېواد دی. د هېواد له ٪۸۰ څخه زياته سيمه د افريقا په ستره دښته (Sahahra) کې پرته ده. د ياد هېواد نږدې ۲۲ ميليونه مسلمان وګړي د هېواد په لرې سوېل او لويديځ کې زياتره په ډلو [ټولنو] کې ژوند کوي. پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار يې نيامي “Niamey” دی، چې د هېواد په سويل ختيځه څنډه کې پروت دی.[11][12][13][14]
نايجير د نړۍ يو له خورا وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو د انساني پرمختګ په لړ کې په ثابت ډول بېخ يا تل ته نږدې ځای لري، چې د ۲۰۱۵ ز کال لپاره د ۱۸۸ هېوادونو ۱۸۷ او د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کال راپور کې د ۱۸۹ هېوادونو له ډلې ۱۸۹ هېواد و. د ياد هېواد له دښتې څخه پرته زياتې برخې د دوره يي وچکالۍ او پر دښته باندې د بدلېدنې په واسطه ګواښل کېږی. اقتصاد يې نږدې پر پايښت کرنه باندې متمرکز دی. د لېږد ځينې توکي يې له يو څه حاصلخېزې سويلي برخې کرنيز توکي او اومه مواد په ځانګړي ډول د يورانيم کاڼي دي. نايجير د پرمختګ په برخه کې له سختو ننګونو سره مخامخ کېږي، چې د پام وړ لاملونه يې دا دي: په وچه کې را ایساردرک، وچو او شاړو دښتو، ناکافي کرنې، د زېږون له اداره کولو پرته د ښېرازۍ لوړې اندازې چې د نفوس د زياتوالي لامل کېږي، د هېواد د اوسېدونکو د زده کړو کچې ټيټوالی او بې وسي يا غريبي، د جوړښت يا زېربنا کمښت، کمزورې روغتيايي پاملرنه او چاپېريالي ګډوډي دي. [15][16]
نايجيري ټولنه، د وګړو بېلابېل ډولونه منعکس کوي، چې د خپلو بېلابېلو توکميزو ډلو او مذهبونو له اوږدمهاله خپلواکو تاريخونو او په يو هېواد کې د هغوی اړوند له لنډمهاله ژوند څخه يې ترلاسه کړي دي. په تاريخي ډول نننۍ نايجيریا د ځينو سترو دولتونو پر څنډو يا حاشيو باندې دی. له خپلواکۍ څخه راپدېخوا نايجيريانو تر پينځو اساسي قوانينو او د پوځي واکمنۍ تر درې دورو لاندې ژوند کړی دی. په ۲۰۱۰ ز کال کې له پوځي کودتا څخه وروسته نايجير يو ديموکراتيک څو ګوندي دولت شو. د وګړو ډېره برخه يې په کليوالي سيمو کې ژوند کوي او پرمختللو زده کړو ته لږ لاسرسی لري.