تونس
From Wikipedia, the free encyclopedia
د تونس جمهوري هېواد د افریقا په شمالي کې پروت دی. دغه هېواد په شمالي افریقا کې د مغرب سیمې برخه ده، په لویدیځ او سویل لویدیځ کې یې الجیریا، په سویل ختیځ کې یې لیبیا ، شمال او ختیځ کې یې مدیترانې سمندرګۍ موقعیت لري، چې د ۱۱ میلیونه وګړو نفوس په لرلو سره ۱۶۳ زره ۶۱۰ کیلومتر مربع (۶۳ زره ۱۷۰ مایل مربع) مساحت لري. په دغه هېواد کې د اطلس غرونو ختیځ پای شاملېږي او شمال یې بیا د افریقا تر لویې صحرا رسېږي، چې پاتې نور ډېر قلمرونه یې کرنیزې ځمکې دي. په ۱۳۰۰ کیلومتره (۸۱۰ مایله) ساحلي کرښو کې یې د مدیترانې حوزې ختیځ او لویدیځ افریقايي پیوند شاملېږي. تونس د افریقا د تر ټولې لرې شمالي څوکې کپ انجلا کور دی؛ پلازمېنه یې تونس، د دغه هېواد تر ټولو لوی ښار دی، چې په شمالي ختیځو سواحلو کې موقعیت لري او د خپل هېواد (تونس) نوم یې خپل کړی دی.[12]
الجمهورية التونسية République Tunisienne | |
---|---|
[[بیرغ کينډۍ:اسم الصفحة|بیرغ]] | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 34°شمال 10°ختيځ / 34; 10 [1] |
کچه | 163610 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | تونس ښار [3] |
رسمي ژبې | عربي ژبه [4] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۲۰ مارچ ۱۹۵۶ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر لږ تر لږه | 18 کلن [5] |
د بې کارۍ کچه | 13 سلنه (۲۰۱۴)[6] |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ [7] |
رسمي وېبپاڼه | |
د هيواد کوډ | TN[8] |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +216[9][10][11] |
د لرغوني پېر له لومړیو نه په تونس کې بربر بومي وګړي استوګن و. له میلاد نه په مخکنۍ دولسمه پېړۍ کې فینیقیان دغه سیمې ته راورسېدل او څو ښارګوټي یې آباد کړل، چې کارتاژ ښار یې له میلاد نه په مخکنۍ اوومه پېړۍ کې ډېر پیاوړی راڅرګند شو. کارتاژ چې یوه لویه سوداګریزه سترواکي او د روم جمهوریت نظامي سیال و، له میلاد نه ۱۴۶ کاله وړاندې د رومیانو له خوا ماته وخوړه او د راتلونکو ۸۰۰ کلونو لپاره تونس د روم تر نیواک لاندې راغی. هغوی هلته عیسویت دود کړ او د آمفي تیاتر الجیم (amphitheatre of El Jem) په څېر د معمارۍ آثار یې هلته پرېښودل. له ۶۴۷ ز کال راهیسې، له څو هڅو وروسته، مسلمانانو تر ۶۹۷ ز کال پورې ټول تونس ونیو او د هغه ځای سیمه ییزو خلکو ته یې اسلام او عربي کلتور وروړ. عثماني سترواکي په ۱۵۴۷ ز کال کې په دغه ځای کنترول ترلاسه کړ او تر هغه مهاله چې فرانسویانو په ۱۸۸۱ ز کال کې تونس ونیو، له ۳۰۰ نه د زیاتو کلونو لپاره یې دلته واکمني وکړه. تونس د حبیب بورقیبه تر مشرۍ لاندې خپلواکي ترلاسه کړه، هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې د تونس جمهوریت رامنځته کړ. تونس په شمالي افریقا کې کوچنی هېواد دی، فرهنګ او هویت یې د پېړیو په ترڅ کې په مختلفو کلتورنو او قومیتونو کې رېښه لري.[13][14][15][16]
په ۲۰۱۱ ز کال کې د تونس انقلاب، چې د زین العابدین بن علي تر مشرۍ لاندې ۲۴ کلنې ولسمشرۍ دوره کې د دیموکراسۍ او آزادۍ له نشتوالي یې سرچینه اخیستې وه، د هغه رژیم یې چپه کړ او په ټوله سیمه کې یې پراخ عرب پسرلی وهڅاوه. آزادې څو ګوندي پارلماني ټاکنې ډېر ژر ترسره شوې؛ دغه هېواد د ۲۰۱۴ ز کال د اکتوبر په ۲۶ مه یوځل بیا پارلمان او د همدغه کال د نومبر په ۲۳ مه یې ولسمشر ته رایه ورکړه. تونس یو موټی په استازولۍ نیمه ریاستي دیموکراتیک جمهوریت پاتې شو، چې د شمالي افریقا یوازنی هېواد دی چې د آزدۍ کور بنسټ له خوا د «آزاد» هېواد په توګه طبقه بندي شوی او ایکونومېسټ انټېلجنس واحد د دیموکراسۍ د شاخص له مخې یوازنی عرب دیموکراتیک هېواد بللی. دغه هېواد په افریقا کې د انساني ودې د شاخص له مخې د لوړ ځای لرونکو محدودو هېوادونو نه یو دی، چې په ټوله لویه وچه کې لوړ سړي سر عاید لري .
تونس په ډېره ښه توګه له نړیوالې ټولنې سره یوځای شوی. دغه هېواد د ملګرو ملتونو سازمان، فرانکفوني سازمان (د فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان دی)، عربي ټولنې، اسلامي همکاریو سازمان، افریقايي اتحادیې، ناپېیلي غورځنګ، نړیوالې جنایي محکمې، ۷۷ ډلې او نورو غړیتوب لري. دغه هېواد له ګڼ شمېر اروپايي هېوادونو سره نږدې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري، په ځانګړې توګه له فرانسې او ایټالیا سره چې له جغرافیايي پلوه سره نږدې دي. تونس له اروپايي اتحادیې سره د همکارۍ هوکړه لري او له متحده ایالاتو سره د ناټو غړو هېوادونو له ډلې پرته د پیاوړي متحد ځای ته لاسرسی موندلی دی.[17][18][19]