اردن
From Wikipedia, the free encyclopedia
اردن (الأردن)، رسمي نوم يې د اردن هاشمي سلطنت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. د شام په سيمه د اردن د سمندر په ختيځه څنډه کې د اسيا، افريقا او اروپا په درې لارې کې پروت دی. اردن له سعودي عربستان، عراق، سوريې، اسرائيلو او فلسطين له لويديځې تړانګې سره پوله لري. مړ سيند يې په لويديځو پولو پروت دی، داهېواد په خپل لرې سويل لويديځ کې د سور سمندر سره شپږ ويشت کيلو متره (۱۶ ميله) ساحل لري. عمان يې پلازمېنه، ستر ښار او اقصادي، سياسي او کلتوري مرکز دی. [5][6][7]
اردن | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 31.2°شمال 36.5°ختيځ / 31.2; 36.5 [1] |
ټيټه سيمه | مړ سمندر (-428 متر ) |
پراخوالی | 89341 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | Amman1 |
رسمي ژبې | عربي ژبه [2] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۱۹۴۶ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
بې کارۍ کچه | 11 سلنه (۲۰۱۴)[3] |
نور مالومات | |
تګلوری | ښي لورۍ [4] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | JO |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +962 |
په اوسني اردن کې د لرغوني ډبرين پير انسانانو ژوند کړی. د ژېړو (برونزو) پړاو په پای کې په دې سيمه کې درې د اوږدې مودې پاچهۍ څرګندې شوې دي چې هغه دا دي: عمون، مواب او ادوم. په وروستيو واکمنيو کې يې د النبطية پاچهي، پارسي سترواکي، رومي سترواکي، راشده واکمني، امويان، عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ شاملې دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ز کال کې د عثمانيانو پر ضد له ستر عربي پاڅون نه وروسته، بریتانيې او فرانسې عثماني سترواکي سره ووېشله. د الهاشمي له خوا په ۱۹۲۱ز کال کې او بيا د امير لومړي عبدالله له خوا د ختيځ اردن امارت تاسيس شو او دا امارت د بریتانيې تر تحت الحمايت لاندې راغی. په ۱۹۴۶ز کال کې، اردن په يوه خپلواک هېواد واوښت چې په رسمي ډول د ختيځ اردن د هاشمي پاچهۍ په توګه وپېژندل شو، خو کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې اردن په اسرائيلي جګړه کې لويديځه تړانګه ونيوله، په ۱۹۴۹ز کال کې د دې هېواد نوم د اردن هاشمي پاچهۍ ته واوښت، دا سيمه له اردن سره نښتې پاتې شوه، تر څو په ۱۹۶۷ز کال کې يې اسرائيلو ته وبايلله. اردن په ۱۹۸۸ز کال کې د دې سيمې د ملکيت له خپلې ادعا نه تېر شو او دويم عربي هېواد وګرځېد چې له اسرائيلو سره يې په ۱۹۹۴ز کال کې د سولې تړون لاسليک کړ. اردن د عرب اتحاديې او اسلامي همکاريو سازمان بنسټ اېښودونکی غړی دی. د دې خپلواک هېواد نظام مشروطه پاچهي ده، خو پاچا پراخه اجرائيوي او قانون جوړوونکي واکونه له ځانه سره لري.[8]
اردن نيمه وچ او شاړ هېواد دی، ټوله سيمه يې ۸۹۳۴۲ کيلو متر مربع (۳۴،۴۹۵ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نهه ميلیونه دی، په عربي هېوادونو په يوولسم شمېره زيات نفوس لري. غوڅ اکثريت يا پنځه نوي سلنه وګړي يې سني مسلمانان دي، اصلي لږه کي مسيحيان هم لري. اردن په بيا بیا ناکراره منځني ختيځ کې «ارامه سيمه» بلل کېږي. اردن له عرب پسرلي وروسته چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې دا سیمه ونيوله، کوم زیان ونه لېده. له ۱۹۴۸ز کال راهيسې، اردن له ډېرو جګړه کې ښکېلو ګاونډيو هېوادونو نه کډوال منلي دي. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرنې تر مخې په اردن کې د اټکل تر مخې دوه اعشاریه یو ميليون فلسطينيان او يو اعشاريه څلور ميلیونه سوريايي کډوال مېشت دي. اردن د هغو زرګونو عراقي مسيحيانو پناه ځای دی، کوم چې د داعش له تعقيب تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې اردن کډوال مني، له سوريې نه د کډوالو وروستي بهير د دې هېواد په سرچينو او پر ملي زیربناوو د پام وړ فشار راوستی. [9][10][11]
اردن د انساني ودې د شاخص له پلوه يو سل او دويم هېواد دی او د عايد له منځنۍ کچې پورته اقتصاد لري. د اردن اقتصاد په سيمه کې يو له کوچني اقتصاد نه دی چې د ماهر کار ځواک پر بنسټ د بهرنۍ پانګونې د لېوالتيا وړ دی. دا هېواد د سيلانيانو د لېوالتيا مرکز هم دی او د ښه پرمختللي روغتيايي برخې له امله د روغتیايي سيال بينۍ لپاره هم جذاب دی. سره له دې، د طبيعي سرچينو کمښت، د کډوالو زيات ورتګ او د سيمې نا ارامۍ د دې هېواد اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده. [12][13][14]