کوردي ژبه د اريايي کورنۍ له څانګې يوه خپلواکه ژبه ده، چې په عراق، ايران، تورکيې او سوريې هېوادونو کې په لږکي او پاشلې توګه ويونکي لري، د دې ژبې ويونکي د يادو هېوادنو په مرزونو کې سره بېل شوې. دا ژبه په کيرمانجي، سوراني، او "سويلي کوردي" وېشل شوې ده.

چټک مالومات عمومي مالومات, ځانګړې وېشنيزه ...
کوردي ژبه
Zimanê Kurdî (کوردي)
زمانی کوردی (سوراني کوردي)
Kurdî (کوردي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Thumb
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۲۱٬۰۰۰٬۰۰۰ (۲۰۰۷) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
آيسو ۶۳۹-۱ کوډ
ku[4] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د ژبې کوډ
ku
ckb ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
نور اړين مالومات
برخې
تړل

وينګونه

کورمانجي وينګ: د کوردي يو وينګ دی چې په عراق،ترکیه او ایران کې ويل کيږي او په عربي لیکدود لیکل کیږي.

ګورماني وينګ: دکرمانشاه په ناحیه او د تورکیې په ځینو ناحیو کې ویل کېږي. اورماني وينګ : د کرمانشاه په شمالي ناحیه کې ويل کيږي، په ځانګړې توګه د سمناني او سیوندي وينګونو سره ډېر ورته والی لري. په کوردي کې داسې وينګونه شته چې څېړونکي يې ځانګړې ژبې ګڼي، لکه د کرمانشاه د غوراني کوردانو او زازا لهجې ، ډېر معتبر یې د کورمانجي وينګ دی، چې د تورکیې او عراق شمال، سوریې ، افغانستان د هرات او د روسيې سیمو ته نژدې کوردان خبرې کوي.د کورمانجي دیالکت دسیاسي جغرافیې د وېش په موجوده شرایطو کې بیا هم ګرامري خواص یو شان ساتلي دي، خو لغوي پانګه یې یو شان نه ده د ایران کوردي په پارسي لغاتو ، د ترکیې کوردي په ترکیي لغاتو ،د عربي کوردانو ژبه په عربي لغاتو او د نورو کوردانو ژیې د نورو ژبو د لغاتو په پانکه بډایه شوي دي . د کوردي ژبې دوېم مهم وينګ په سوېل ختيځو کوردانو پورې اړه لري چې د کوردستان په مرکزي سیمو ، د عراق په کوردستان ، کرمانشاه او نورو سیمو کې پرې خلک خبرې کوي په ژبپوهنه کې چې د کوردي ژبې نوم یادیږي مطلب ورنه د کورمانجي وينګ دی ځکه چې د علمي څېړنو لپاره د سوېل ختيځ وينګ په نسبت ډېر مساعد دی. دغه وينګ د پښتو په شان ګرامري لرغوني خواص ساتلي دي اما سوېل ختيځ وينګ د معاصرې پارسي په شان دغه خواص له لاسه ورکړي دي مثال د تذکیر او تانیث نښې په کې چندان نه لیدل کېږي. د اسم ذات د تصریف مراعت په کې نه کېږي ،د الزمي او متعدي فعل ترمینځ چندان توپیر نه لیدل کېږي او داسې نور...

سرچينې

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.