ليبنان
From Wikipedia, the free encyclopedia
لبنان، چې په رسمي ډول د لبنان جمهوریت په توګه پېژندل کېږي، د لویدیځې آسیا هېواد دی. د دغه هېواد شمال او ختیځ لوري ته سوریه او سویل ته یې اسرائیل موقعیت لري، په داسې حال کې چې قبرس یې په مدیترانې سمندرګي کې لویدیځ لوري ته پروت دی، د مدیترانې د حوضې او عربستان د داخلي نقاطو په تقاطع کې د دغه هېواد موقعیت د هغه له بډایه تاریخ سره مرسته کړې او د بېلابېلو مذهبونو نه جوړ کلتوري هویت یې وربخښلی. لبنان د نږدې شپږ میلیونه وګړو کور دی چې۰۰۰ ۱۰ ۴۵۲ کیلومتر مربع (۴ زره ۳۶ مایل مربع) مساحت لري او د نړۍ یو له کوچنیو هېوادونو نه دی. د دولت رسمي ژبه یې عربي ده، په داسې حال کې چې فرانسوي هم په کې په رسمیت پېژندل شوې ده. لبناني عربي لهجه د معاصرې معیاري عربي په خوا کې په ټول هېواد کې کارول کېږي.[1]
په لبنان کې د تمدن ثبت شوي شواهد له ثبت شوي تاریخ نه ۷۰۰۰ کلونو وړاندې ته اړوندېږي. د نن ورځې لبنان د فینکیانو کور و، سمندریز کلتور په کې ۳۰۰۰ کاله وړاندې (نږدې ۳۲۰۰ – ۵۳۹ کاله له میلاد وړاندې) وغوړېد. له میلاد ۶۴ کاله وړاندې د رومیانو سترواکي دغه سیمه ونیوله، چې په پایله کې د دغې سترواکۍ د عیسویت په مخکښ مرکز واوښت. د لبنان د غرونو لړۍ د یو رهباني کلتور د ظهور شاهدې وې چې د ماروني کلیسا په نوم یادېږي. د لومړنیو عرب مسلمانانو له خوا د دغې سیمې له فتح کولو وروسته، مارونیان په خپل هویت او مذهب کلک پاتې شول. په ورته مهال نوې مذهبي ډله چې د دروزي په نوم پېژندل کېده، د لبنان په غرونو کې یې ځای ونیو چې تر څو پېړیو پورې یې مذهبي واټن رامنځته کړ. د صلیبي جګړو پر مهال، مارونیانو یو ځل بیا له رومن کاتولیک کلیسا سره اړیکه ټینګه کړه او له روم سره یې خپله اړیکه څرګنده کړه.[2][3]
په شپاړسمه پېړۍ کې عثماني سترواکۍ لبنان ونیو او تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو لپاره یې په دغه سیمه واکمني وکړه. له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته د دغې سترواکۍ له شیندل کېدو سره هغه پنځه عثماني ولایتونه چې د معاصر لبنان بنسټ جوړوي، د سوریې او لبنان لپاره د فرانسوي سرپرستي تر ولکې لاندې راغلل، چې د فرانسې تر واکمنۍ لاندې د لوی لبنان دولت رامنځته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي المان له خوا د فرانسې په درېيم جمهوریت له برید او اشغال وروسته په سیمه باندې د فرانسې واکمني کمزورې شوه، په ۱۹۴۳ ز کال کې له آزادې فرانسې نه په خپلواکۍ اخیستو سره لبنان یو ځانګړی مذهبي سیاسي ډول دولت جوړ کړ، چې له مخې یې د دولت مذهبي ډلو ځانګړی سیاسي ځواک درلود. لبنان له پیل نه یو څه با ثباته هېواد و، خو دغه ثبات لنډ مهالی و چې د یو شمېر سیاسي او ګوندي ډلو ترمنځ د لبناني کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۵-۱۹۹۰ ز کال) له منځه ولاړ. په دغه دوره کې لبنان همدارنګه ۱۹۷۶-۲۰۰۵ ز کال پورې د سوریې او له ۱۹۸۵-۲۰۰۰ ز کال پورې د اسرائیلو د نظامي اشغال شاهد و. له جګړې وروسته د دغه هېواد د اقتصاد او ملي بنسټونو د بیارغولو په موخه ګڼ شمېر هڅې شوې دي.[4][5]
لبنان له مخ پر ودې هېوادونو نه دی چې د انساني ودې د شاخص له مخې نوملړ کې ۹۲ ځای لري، چې د عربي نړۍ په منځ کې د فارس خلیج د نفتي اقتصادونو وروسته لوړ ځای یې خپل کړی دی. دغه هېواد د لوړ منځني عاید لرونکي هېواد په توګه پېژندل کېږي. په داسې حال کې چې لبناني مالي بحران او فساد د دغه هېواد د پیسو د ارزښت د له منځه تلو، سیاسي بې ثباتي، قحطۍ، لوړې بیکارۍ او بې وزلۍ لامل شوي. د دغه هېواد په کوچنۍ اندازې سربېره لبناني کلتور هم په منځني ختیځ کې او هم په نړیواله کچه شهرت لري، چې تر ډېره دغه هېواد ته په لرغوني مهال کې د پراخ مهاجرت له امله رامنځته شوی. لبنان د ملګرو ملتونو بنسټ اېښودونکی غړی او د عرب ټولنې، ناپېیلي غورځنګ، اسلامي همکاریو سازمان او فرانسوي ژب ویونکو هېوادونو نړیوال سازمان غړیتوب لري.[6][7][8][9]