From Wikipedia, the free encyclopedia
ملګري ملتونه (َ UN)، د حکومتونو ترمنځ یو سازمان دی، چې موخې یې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د ملتونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراختیا، د نړیوالې همکارۍ رامنځته کول او د ملتونو د چارو همغږي کول دي. دا د نړۍ تر ټولو لوی او نامتو نړیوال سازمان دی. د ملګرو ملتونو عمومي دفتر په نیویارک ښار کې د نړیوال مالکیت په قلمرو(international territory) کې دی، په جینوا، نایروبي، ویانا او هاګ کې نور اصلي دفترونه لري.[5][6]
ملګري ملتونه | |
---|---|
بیرغ | نښان |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
رسمي ژبې | روسي [4]، عربي ژبه [4]، معياري چينايي ژبه [4]، انګرېزي ژبه [4]، فرانسوي ژبه [4]، اسپانيايي ژبه [4]، چينايي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | |
د عمر محدودیتونه | |
نور مالومات | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
ملګري ملتونه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د راتلونکو جګړو له پېښېدو څخه د مخنیوي په موخه د ملتونو د نااغېزمنې ټولنې (League of Nations) پرځای جوړ شو. د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په ۲۵ مه، ۵۰ هېوادونه په سانفرانسېسکو کې د یوې ناستې په ترڅ کې راغونډ شول او د ملګرو ملتونو لپاره د منشورد مسودې په جوړولو یې پیل وکړ، چې د ۱۹۴۵ ز کال د جون په ۲۵ مه تصویب او له مخې یې د همدغه کال د اکتوبر په ۲۴ مه د ملګرو ملتونو سازمان په کار پیل وکړ. د منشور له مخې د دغه سازمان په موخو کې د نړیوالې سولې او امنیت ټینګښت، د بشري حقونو ملاتړ، بشردوستانه مرستې کول، [7][8][9]
د تلپاتې پراختیا ترویج او له نړیوالو قوانینو ملاتړ شاملېږي. په پیل کې ملګرو ملتونو ۵۱ غړي هېوادونه لرل، چې په ۲۰۱۱ ز کال کې د سویلي سوډان په ورګډېدو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو شمېر ۱۹۳ ته ورسېد، چې د نړۍ نږدې ټولو خپلواکو هېوادونو استازولي کوي.
د امریکا د متحده ایالاتو، شوروي اتحاد او نورو متحدینو ترمنځ د سړې جګړې پر مهال په لومړیو لسیزو کې د نړیوالې سولې ساتلو په موخه د دغه سازمان ماموریت له یو لړ ګواښونو سره مخامخ و، چې هغه مهال یې ماموریت د غیر وسله والو پوځي څارونکو او د ابتدایي څار په موخه په سپکو وسلو سمبال ځواکونو لېږل، راپور ورکول او د باور فضا رامنځته کول و. په ۱۹۶۰ مه ز لسیزه کې د استعمار له شیندل کېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ترلاسه کولو په پراخه کچه زیاتوالی وموند. وروسته له هغې تر نیواک لاندې د ۱۱ ټرسټ قلمرونو (trust territories) په ګډون تر نیواک لاندې ۸۰ مستعمرو چې د سرپرستې د شورا له خوا (Trusteeship Council) څارل کېدلې ، خپلواکي ترلاسه کړه . په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د اقتصادي او ټولنیزې ودې لپاره د ملګرو ملتونو بودیجه د سولې ساتلو له برخې زیاته شوه. د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته ،ملګرو ملتونو د ساحوي عملیاتو پر ځای د یو لړ پراخو ټولیزو دندو مسئولیت پر غاړه واخیست. [10][11][12]
ملګري ملتونه شپږ اصلي برخې (ارګانونه یا ادارې) لري: عمومي مجمع (General Assembly)، د امنیت شورا (Security Council)، اقتصادي او ټولنیزه شورا (ECOSOC)، د قیمومیت شورا (Trusteeship Council)، د عدالت نړیواله محکمه (International Court of Justice) او د ملګرو ملتونو سکرتریت. ملګري ملتونه یو شمېر ټولیزې ځانګړې ادارې، صندوقونه او پروژې لري، لکه: د نړیوال بانک ګروپ (World Bank Group)، د نړیوالې روغتیا سازمان (World Health Organization)، نړیوال خوراکي سازمان (World Food Programme)، یونسکو (UNESCO) او یونسېف (UNICEF). نا دولتي سازمانونه له (ECOSOC) او نورو ادارو سره له خبرو اترو او اجازې وروسته کولای شي، د ملګرو ملتونو په چارو کې ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو د لوړپوړی اداري مدیر د همدغه سازمان عمومي منشي یا Secretary-General دی، اوسمهال پرتګالي سیاستوال او دیپلومات انتونیو ګوتریش (António Guterres) د دغه سازمان عمومی منشي دی، چې خپله پنځه کلنه لومړۍ کاري دوره یې د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په لومړۍ نېټه پیل کړه او د ۲۰۲۱ ز کال د جون په اتمه د یوې بلې کاري دورې لپاره وټاکل شو. د دغه سازمان بودیجه د غړو هېوادونو له خوا د ارزول شوو او داوطلبانه مرستو له مخې برابرېږي.
ملګرو ملتونو، د دغه سازمان کارکوونکو او ادارو، د سولې د نوبل ګڼ شمېر جایزې ترلاسه کړې دي، سره له دې چې، د دغه سازمان د اغېزو په اړه نظر پوښتنې بېلابېل لیدلوري لري. یو شمېر مفسرین یې د سولې او انساني پراختیا په برخه کې مهم سازمان بولي، خو یو شمېر نور یې ناکاره، مغرضانه او فاسد بولي.
د ملګرو ملتونو سازمان، د ملګرو ملتونو د سیستم برخه ده چې د ګڼ شمېر بنسټونو او ادارو له شبکې جوړېږي. مرکزي سازمان یې پنځه مدیریتي ادارې لري، چې د دغه سازمان د منشور له مخې، عمومي اسمبلۍ، امنیت شورا، اقتصادي او ټولنیزه شورا، د نړیوال عدالت محکمه او د ملګرو ملتونو سکرتریت په کې شاملېږي. د دغه سازمان شپږمه مدیریتي اداره د قیمومیت شورا (Trusteeship Council) ده، چې د ۱۹۹۴ ز کال د نومبر په لومړۍ یې، وروسته له هغه چارې وځنډېدې، چې د دغې شورا ترسرپرستي لاندې د پاولو (Palau) قلمرو خپله آزادي واخیسته.[13][14]
له دغو پنځو مدیریتي ادارو څخه څلور یې په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي دفتر کې دي، په داسې حال کې چې د عدالت نړیواله محکمه په هاګ کې ده. نورې مشهورې ادارې یې په جینوا، ویانا او نایروبي کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې دي. د ملګرو ملتونو نور اضافي بنسټونه، په ګڼ شمېر هېوادونو کې موقعیت لري. ملګري ملتونه شپږ رسمي ژبې لري، چې د دولتونو ترمنځ ناستو اوسندونو کې کارول کېږي، دغه ژبې عربي، چینايي، انګلیسي، فرانسوي، روسي او هسپانوي دي. د ملګرو ملتونو د خوندیتوب او امتیازاتو د کنوانسیون (Convention on the Privileges and Immunities of the United Nations) له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان او د هغو اړوند بنسټونه، د هغو هېوادونو له قوانینو چې په کې فعالیت کوي، آزاد دي او په کوربه او غړو هېوادونو کې د ملګرو ملتونو له بې طرفي ساتنه کوي.[15][16][17][18][19]
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هېوادونو ترمنځ د سولې او امنیت د خونديتوب مسئولیت پر غاړه لري. په داسې حال کې چې د دغه سازمان نورې ادارې، یوازې غړو هېوادونو ته "سلا مشورې" ورکوي. امنیت شورا دا ځواک لري چې د غړو هېوادونو په هوکړه الزامي پریکړې وکړي او غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور د ۲۵ مې مادې پر بنسټ، باید هغه پلې کړي. د دغې شورا پریکړې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیکونو (United Nations Security Council resolutions) په نوم یادېږي.[20][21]
امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه لري، چې پنځه یې دایمي دي – چین، فرانسه، روسیه، بریتانیا او د امریکا متحده ایالات – لس پاتې نور غړي هېوادونه د دوه کلنې دورې لپاره د عمومي اسمبلۍ له خوا ټاکل کېږي: استونیا (دوره یې په ۲۰۲۱ کې خلاصېږي)، هند ( ۲۰۲۲ ز کال)، اندونیزیا (۲۰۲۲ ز کال)، نایجریا (۲۰۲۱ ز کال)، مکسیکو (۲۰۲۲ ز کال)، ناروې (۲۰۲۲ ز کال)، سنت وېنسنت او ګرېنادینز (۲۰۲۱ ز کال)، تونیسیا (۲۰۲۱ ز کال) او ویتنام (۲۰۲۱ ز کال). پنځه دایمي غړي هېوادونه د ملګرو ملتونو د پریکړو د ویټو کولو حق لري، چې کولای شي له دلیل وړاندې کولو پرته د پریکړه لیکونو د تصویب مخه ونیسي. پاتې لس لنډ مهالې چوکۍ، د دوه کلنو دورو لپاره ټاکل کېږي، چې هر کال پنځه چوکیو ته په سیمه ییز بنسټ (regional basis) رایه ورکول کېږي. د امنیت شورا مشر، هره میاشت له غړو هېوادونو څخه د الفبا پر بنسټ ټاکل کېږي. [22][23][24]
د عدالت نړیواله محکمه (ICJ) چې د نړیوالې محکمې په نوم هم پېژندل کېږي، د ملګرو ملتونو اصلي قضایي ارګان دی، چې د ملتونو د ټولنې د عدالت د دایمي نړیوالې محکمې پر ځای د هالنډ په هاګ کې د سولې په ماڼۍ کې یې د یادې محکمې پخوانی ځای نیولی. د( ICJ) اصلي دنده د هېوادونو ترمنځ د ستونزو حل کول دي. د جنګي جرمونو، د هېوادونو له ملي واکمنۍ، د سرغړونو، قومي جنجالونو او نورو مواردو اړوند قضیې هم څېړي. د ملګرو ملتونو نورې ادارې کولای شي، د نړیوالو قوانینو اړوند موضوعاتو په اړه سلا مشورې وغواړي. د ملګرو ملتونو ټول غړي هېوادونه د دغه سازمان د منشور پر بنسټ د ( ICJ)د اساسنامې غړیتوب لري، هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري، هم کولای شي د دغې محکمې غړیتوب ترلاسه کړي. د (ICJ) د پریکړو پلي کول الزامي دي او نظریات او پریکړې یې د نړیوالو قوانینو د سرچینې په توګه کارول کېږي. دغه محکمه ۱۵ قاضیان لري، چې د عمومي اسمبلۍ له خوا، د ۹ کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي. هر قاضي باید له بېلابېلو هېوادونو څخه وي.[25][26][25][27][28][29]
د ملگري ملتونو په لومړني شق کې ليکل شوي دي چې د ملگرو ملتونو مقصد دا دی:
د ملگري ملتونو د 2 شق له مخې ددې تنظيم ټول غړي هېوادونه يو شان مهمتيا لري
هر هغه امن خوښی هېواد کوم چې د ملگري ملتنونو چارټر کې ليکلی شوي شرطونه باندې برابر وي او هغه هېواد د ملگري ملتونو لخوا ورکړی شوي ذمه واريانې ترسره کولای شي هغه د ملگري ملتونو غړی جوړېدی شي. کله چې دا تنظيم جوړ شو په هغه وخت کې ددې غړي 51 هېوادونه و بيا ورو ورو زياتېدل نن تقريبا د نړۍ 193 هېوادونه ددې غړي دي. که يو هېواد د ملگري ملتونو د چارټر خلاف کار کوي نو هغه هېواد لري کېدای شي، د ملگري ملتونو د ټولو غړي هېوادونو لړليک دې ليکنه کې ولولئ:د ملگري ملتونو غړي هېوادونه
ملگري ملتونه تنظيم دې برخو کې ويشل شوی دی:
په جنرل اسمبلۍ کې د ټولو غړو هېوادونو غړي موجود وي هر هېواد خپل استازيان د پنځ کالو لپاره ټاکل شي، هر هېواد خپل غړي پخپله ټاکي او هر هېواد صرف يو ووټ استعمالولی شي، په عامه توگه د جنرل اسمبلۍ غونده په کال کې يو ځل د سېپټمبر په مياشت کې ترسره کېږي خو که سلامتي کونسل وغواړي يا غړي هېوادونو کې زيات هېوادونه غوښتنه وکړي نو د جنرل اسمبلۍ غونډه په بل وخت هم راغوښتلی شي.
د جنرل اسمبلۍ کارونه ترسره کولو لپاره شپږ کمېټيانې جوړې شوي دي او په دې کمېټيناو کې هر هېواد نمايندگي وي
ددې شپږو کميټيانو څخه علاوه نورې هم کميټيانې شته او که ضرورت شي نو ملگري ملتونه نورې کميټياني هم جوړوي
د جنرل اسمنلۍ اختيارات او زمه وارياني گڼ شمېر دي لکه مثال په توگه:
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.