سوېلي سوډان
ختيځې افريقا هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
سوېلي سوډان د سوډان نه رابېل شوی نوی هېواد دی چې په رسمي توګه په ۹ د جون، ۲۰۱۱م کال د ګڼ شمېر هېوادونو لخوا د يوه خپلواک هېواد په توګه وپېژندل شو. سویلي سوډان د کینیا، ایتوپیا، سوډان، او اریتره سره ګډې پولې لري. د سویلي سوډان پلازمینه د جوبا ښار دی او رسمی ژبه انګلیسي ده، یاد هیواد ۷۴۵'۶۱۹ کیلومتره مربع مساحت او ۴۹۰'۲۶۰'۸ میلیونه وګړي لري.
سوېلي سوډان | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 7°شمال 30°ختيځ / 7; 30 [1] |
پراخوالی | 644329 کیلومتره مربع [2] |
پلازمېنه | جوبا |
رسمي ژبې | انګليسي ژبه [3]، عربي ژبه [3] |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۹ جولای ۲۰۱۱ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
نور مالومات | |
پیسې | د سویلي سوډان پونډ [4] |
ترافيکي لوری | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | |
هېواد کوډ | SS |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +211[5] |
سويلي سوډان (/suːˈdɑːn, -ˈdæn/) چې په رسمي ډول د سویلي سوډان جمهوريت ګڼل کېږي، د شمال ختيځې او مرکزي افريقا پر څلورلارې باندې په وچه کې رانغاړل شوی هېواد دی. له ايتوپيا، سوډان، مرکزي افريقايي جمهوريت، د کانګو ديموکراتيک جمهوريت يوګندا او کينيا سره ګډه پوله لري. نفوس يې په ۲۰۱۹ کې ۱۲۷۷۸۲۵۰ تنه اټکل شوی دی. د هېواد پلازمېنه او لوی ښار جیوبا (Juba) دی. دې هېواد ته ځيني وختونه په نارسمي ډول نايلوتيک جمهوريت “Nilothic Republic” ويل کېږي، چې د نيلوتيک وګړو د اصل انګېرل شوی ځای دی. [6][7][8][9][10][11][12][13][14]
په ۲۰۱۱ کې يې له سوډان څخه خپلواکي تر لاسه کړه او تر ۲۰۲۲ پورې د نړيوال رسميت پېژندنې په درلودلو سره تر ټولو وروستی خپلواک دولت يا هيواد شو. دا هېواد د “Sudd” پراخه جبه زاره سيمه لري، چې د سپين نيل (White Nile) په واسطه جوړه شوې ده او په سيمه ايز ډول ورته بحر الجبال وايي، چې «د غر سيند» معنا لري. سوډان د محمد علي کورنۍ تر مشرۍ لاندې د مصر له لورې ونيول شو او په ۱۹۵۶ کې تر خپلې خپلواکۍ پورې د انګليسي او مصري مستعمرې په توګه اداره شو. د سوډان له لومړنۍ کورنۍ جګړې څخه وروسته په ۱۹۷۲ کې د سويلي سوډان خپلواکه سيمه رامنځته او تر ۱۹۸۳ پورې يې دوام وکړ. د سوډان دويمه کورنۍ جګړه په ۱۹۸۳ کې پيل شوه او په ۲۰۰۵ کې د سولې په پراخه تړون (Comprehensive Peace Agreement) سره پای ته ورسېده. د همدې کال په وروستيو کې سويلي خپلواکي هغه مهال بېرته ورغول شوه، چې د سويلي سوډان خپلواک حکومت (Autonomous Government of Southern Sudan) جوړ شو. سويلي سوډان د ۲۰۱۱ کال د جولای پر ۹ د ۲۰۱۱ کال د جنوري په نظرپوښتنه کې خپلواکۍ لپاره له ٪۹۸،۸۳ ملاتړ څخه وروسته خپلواک دولت شو. دې هېواد د ۲۰۱۳ له ډسمبر څخه د ۲۰۲۰ تر فبروري پورې توکميز تاوتريخوالی ګاللی او يوه کورنۍ جګړه زغملې ده، چې د بېلابېلو توکميزو عام وژنو او د بېلابېلو ډلو له لورې د ژورنالېستانو د وژنې په ګډون د انساني حقونو څخه د نه اداره کېدونکې ناسمې ګټې اخيستنې له مخې مشخص کېږي. دا هغه مهال و چې سيالو مشرانو “Salva Kiir Mayardit” او “Riek Machar” د يووالي د يوې راکړې ورکړې ښکار شول او يو ائتلافي حکومت يې جوړ کړ، چې هېواد ته د کډوالو بېرته راستنېدلو ته يې لاره هواره کړه. [15][16][17][18][19][20]
د سويلي سوډان نفوس زياتره د “Nilotic” توکم له وګړو څخه جوړ شوی دی او د سرشمېرنې له مخې د نړۍ له ځوانو ملتونو څخه دی، چې نږدې نيمايي سلنه يې تر ۱۸ کالونو لږ عمر لري. ډيره کي اوسېدونکي يې د عيسويت یا بېلابېلو بومي يا ذاتي عقيدو پيروي کوي. ياد هېواد د ختيځې افريقايي ټولنې، ملګرو ملتونو، افريقايي ټولنې او د پرمختګ په اړه د حکومتونو تر منځ واک (Intergovernmental Authority on Development) غړی او د جينوا تړونونو غړی هېواد دی. تر ۲۰۱۹ پورې سويلي سوډان د ملګرو ملتونو د خوښۍ په وروستني راپور کې او د نړيوالې سولې لړيال کې درېيم درېيم تر ټولو ښکته ځای او د سولې د نازکه دولتونو لړيال لپاره د امريکا مالي سرچينې (وجې) په اړه څلورم تر ټولو لوړ امتياز لري. [21][22][23][24][25][26]