هریټ ټابمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
هریټ ټابمن (د ۱۸۲۲ ز کال مارچ – د ۱۹۱۳ ز کال د مارچ ۱۰مه) د تور پوستو د غلامۍ د اصولو له منځه وړلو پلوۍ او سیاسي فعاله وه. ټابمن د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، بیا وتښتېده او ورپسې یې د غلامۍ ضد فعالانو د شبکې او «تر ځمکېلاندې رېل لارې» په نامه د امن کورونو په کارولو سره د خپلې کورنۍ او ملګرو په ګډون د شاوخوا ۷۰ غلامانو د ژغورنې لپاره ۱۳ ماموریتونه تر سره ذکړل. د امریکا د کورنۍ جګړې په جریان کې يې د وسلهوالې څارونکې او جاسوسې په توګه د پوځ اتحادیې ته کار وکړ. ټابمن د ژوند په وروستیو کلونو کې د ښځو د رایې د حق غوښتلو غورځنګ له فعالانو نه وه.[18][19]
هریټ ټابمن | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۶ مارچ ۱۸۲۲[1] |
مړینه | 10 مارچ 1913 (91 کاله)[2][3][4][5] |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [6][7][8] |
نسل | امریکی افریقی [9][10][11] |
مذهب | عيسويت [12] |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ليکوال [13][14][15]، رنځورپاله ، د بشري حقونو فعال |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [16] |
د کړنې څانګه | د غلامۍ پای [17]، د ښځو حقونه [17]، د رای حق [17] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
ټابمن د «مریلنډ» ایالت په «ډورچسټر» ښار کې د غلامۍ په حالت کې وزېږېده، په ماشومتوب کې د خپلو بادارانو لهخوا وهل او ټکول کېده. د ژوند په لومړیو کې یې یوه غوصهناک سړي پر بل غلام د درندې اوسپنیزې ټوټې وار وکړ، خو هغه ټوټه د دې پر سر ولګېده او ټپي شوه. دغه ټپ یې په وروستي ژوند کې د سر ګرځېدو، درد او خوب د ګډوډۍ لامل شو.
ټابمن په ۱۸۴۹ز کال کې «فیلاډلفیا» ښار ته وتښتېده، خو تر لنډې مودې وروسته بېرته د کورنۍ د ژغورلو لپاره مریلنډ ته را وګرځېده. ورو ورو یې یوه ډله خپلوان له ځان سره له ایالته بهر بوتلل او په پای کې یې لسګونو غلامانو ته د آزادۍ اړوندې لارښوونې وکړې. په ۱۸۵۰ ز کال کې یې د تښتېدلي غلام د قانون تر تصویب وروسته شمال ته له تښتېدلیو غلامانو سره مرسته وکړه چې د بریتانیا شمالي امریکا (کاناډا) ته لاړ شي او له تازه ازادو شویو غلامانو سره یې د کار په موندلو کې مرسته وکړه. ټابمن به ۱۸۵۸ ز کال کې له «جان براون» سره وکتل، له هغه سره یې مرسته وکړه چې په ۱۸۵۹ ز کال کې پر «هارپرز فري» د برید لپاره پلان جوړ کړي او ملاتړي را جذب کړي. [20][21][22][23]
ټابمن د کورنۍ جګړې د پیل پر مهال د اتحادیې د پوځ لپاره لومړی د آشپزې او نرسې په توګه او وروسته بیا د وسلهوالې څارونکې او جاسوسې په توګه کار کاوه. دا لومړۍ ښځه وه چې په جګړه کې یې د وسله والې مبارزې مشري کوله، اغلې ټابمن د «کامباهي فري» د برید مشري وکړه چې تر ۷۰۰ ډېر غلامان یې ازاد کړل. تر جګړې وروسته په ۱۸۵۹ ز کال کې تقاعد شوه، د نیویارک ښار په ابرین سیمه کې یې په خپل کور کې ژوند پیل کړ او د خپلې زړې مور او زاړه پلار پالنه یې کوله. ټابمن د ښځو د رایې د حق ترلاسه کولو په غورځنګ کې تر هغه وخته فعاله وه چې ناروغي یې جدي شوه او د افریقاييالاصله زړو امریکایانو لپاره په هغه کور کې بستري کېدو ته مجبوره شوه چې کلونه وړاندې یې په جوړولو کې مرسته کړې وه. اغلې ټابمن د زړورتیا او ازادۍ پر سمبول بدله شوه. [24][25][26][27][28]