افریقايي امریکایان
From Wikipedia, the free encyclopedia
افریقايي امریکایان ( چې د تورو امریکایانو او افریقي امریکایانو په نوم هم یادېـږي ) یوه قومي ډله ده چې د امریکایانو څخه جوړه شوي ده چې د ځینو یا ټولو نیکونه د افریقا د سویلي صحرا څخه و. د ( افریقايي امریکايي ) اصطلاح عموما د افریقايي غلامانو اولادونه ته کارول کېـږي څوک چې د متحده ایالاتو څخه و. په داسې حال کې چې ځینې تور پوستی مهاجر د خپلو اولادنو سره د دې لپاره راغلل تر څو د افریقايي ــ امریکايي په توګه وپېـژندل شي، خو د لومړي نسل ډېری برخه مهاجر بیا داسې نه دي او خپل اصلي هویت ته ترجیح ورکوي.[1][2][3][4][5][6][7]
افریقايي امریکایان په متحده ایالاتو کې د سپین پوستو امریکایانو وروسته دوهمه لویه نژداي ډله ده. همدارنګه د هيپنیک او لیتینیو امریکایانو وروسته بیا درېیمه لویه قومي ډله ده. ډېری افریقايي امریکایان د اوسنۍ متحده ایالاتو د پولو دننه د غلامانو په توګه د نیول شویو وګړو اولادونه دي. په اوسط ډول، افریقايي امریکایان د لویدیځ یا مرکزي افریقایان دي چې ځینې اروپايي نسلونه هم پکې شته ، همدارنګه د ځینو نیکونه قبیلي امریکایان او نور و.[8][9][10][11]
د متحده ایالاتو د نفوسو احوالو د دفتر د معلوماتو په اساس، افریقايي مهاجرعموما ځان د افریقايي امریکايي په توګه نه پيژني. د افریقايي مهاجرو ډېره لویه برخه (۹۵ سلنه ) د خپل اړوند قومیت په نوم پېژندل کېـږي. د کارابین او لاتیني امریکا د ملتونو ځیني کډوال او د دوي اولاده ممکن ځان د همدې اصطلاح په توګه وپيژني او یا داسې ونکړي.[12][13]
د افریقايي امریکایانو تاریخ په شپاړلسمه پېړۍ کې هغه وخت پيل شو کله چې د لویدېځي افریقا، افریقایان په اروپايي سوداګرو باندې د غلامونو په توګه وپلورل شول، او بیا د اطلس سمندر له لارې ديارلسو مستعمرو ته ولېږدول شول. امریکا ته د رارسیدو وروسته په اروپايي مستعمرو باندې د غلامومو په توګه وپلورل شول او په کروندو کې په کار وګمارل شول په ځانګړۍ توګه په سویلي مستعمرو کې. یو څو شمېر افریقایان د تيښتې او پلان جوړولو له لارې خپلواکۍ ترلاسه کړه ، همداراز د امریکايي انقلاب په دوره کې یې خپلواکي ټولنې جوړې کړي. له هغه وروسته چې په ۱۷۸۳ م کال کې متحده ایالت جوړ شول ډېری تورپوستی وګړو خپلې غلامۍ ته دوام ورکړ او تر ډېره بریده په سویلي امریکا کې متمرکز شول، چې څلور میلیونه غلامان په ۱۸۶۵ م کال کې د کورنۍ جګړې په پای ازاد شول.[14]
د بیا رغونې په دوران کې، دوی تابعیت او د رایه ورکولو حق ترلاسه کړ. د سپین پوستو د ښه والي پراخه سیاست او ایدیالوژي د دې لامل شوه چې له دوی سره د دویمې درجې اتباعو په توګه چلند وشي او ډېر ژر یې په سویل کې ځانونه بي برخي وګڼل. دا شرایط هغه وخت بدل شول کله چې دوی د متحده ایالاتو په پوځي جګړې کې ګډون وکړ، له سویل څخه په لویه کچه کډوال شو، د قانوني نژادي تبعیض له منځه لاړ او د مدني حقوقو غورځنګ چې سیاسي او ټولنیزه ازادۍ یې غوښته جوړ شو. په ۲۰۰۸ م کال کې، بارک اوباما لومړني افریقايي امریکايي شو چې د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.[15]
د افریقايي امریکايي کلتور په نړیوال کلتور کې ارزښتناک نفوذ درلود، او په ادبیاتو، لیدونکي هنرونو، انګلیسې ژبي، فلسفې، سیاست، د خوړو پخولو هنرونو، سپورټ او موسیقۍ کې لویه ونډه درلوده. د افریقايي امریکایانو ونډه په نامتو موسیقۍ کې دومره ژوره ده چې په حقیقت کې هر ډول امریکايي موسیقۍ لکه، جاز، ګاسپل، بلوز، هیپ هاپ، ریتم او بلوز، سول او روک موسیقۍ لږ تر لږه یا په بشپړه توګه د افریقايي امریکایانو په منځ کې ریښې لري.[16][17]