گوند
From Wikipedia, the free encyclopedia
يو سياسي ګوند هغه سازمان دی چې نوماندان د يوه ځانګړي هېواد په ټولټاکنو کې د سيالۍ لپاره منظموي. د يوه ګوند د غړو لپاره دا عامه ده چې د سیاست په اړه يو شان اندونه ولري او شونې ده چې د ګوندونو موخې د ځانګړو اندونو يا تګلارو پر بنسټ وي.
په وروستيو څو پېړيو کې د نويو ګونديزو سازمانونو د ودې او خپرېدو له امله سياسي ګوندونه نږدې د هر هېواد د سياست ستره برخه ګرځېدلې ده. داسې څه ډېر کم دي، چې یو هېواد دي سياسي ګوندونه ونه لري. ځينې هېوادونه يوازې يو، خو ځينې بيا ډېر سياسي ګوندونه لري. د مطلق العنان او ديموکراتيکو هېوادونو په سياستونو کې سياسي ګوندونه مهم دی، که څه هم د مطلق العنانو په پرتله ديموکراتيک هېوادونه زيات سياسي ګوندونه لري. مطلق العنان هېوادونه عموماً يو ګوند لري، کوم چې هېواد پر مخ وړي، ځينې سياسي پوهان د دوه يا ډېرو ګوندونو تر منځ سيالۍ د ديموکراسۍ د مهمې برخې په توګه بولي.
شونې ده چې، ګوندونه په ټولنه کې له شته درزونو نه منځ ته راشي، لکه: د لوړې او ښکته طبقې تر منځ توپير او دوی د خپلو غړو تر منځ د همکاريو هڅولو له لارې د سياسي پریکړو پروسه ساده کوي. په سياسي ګوندونو کې عموماً يو د ګوند رهبر وي، څوک چې د ګوند د فعاليتونو لومړی مسئوليت په غاړه لري، د ګوند مديران چې شونې ده، دوی د ګوند رهبر وټاکي، اداري او تنظيمي موخې تر سره کړي، د ګوند غړي چې شونې ده په خپله خوښه او له امتياز پرته له ګوند سره مرسته کوي، دپيسو بسپنه ورکوي او نوماندانو ته رايه ورکوي. داسې ډېرې لارې چارې شته چې د سياسي ګوندونو جوړښت ترې منځ ته راځي او له رايه ورکولو سره تعامل کوي. هغه مرستې چې هېوادوال يې سياسي ګوندونو ته ورکوي، عموماً د قانون له لارې تنظيميږي او شونې ده چې ګوندونه کله ناکله په داسې طريقو اداره شي، تر څو د هغو خلکو مرسته وکړي، کوم چې دوی ته وخت او پیسې ورکوي.
د ډېريو سياسي ګوندونو توخه (انګېزه/محرک) نظرياتي موخې وي. په ديموکراتيکو ټاکنو کې دا عامه ځانګړنه ده چې د آزادو، محافظه کارو او ټولنيزو ګوندونو تر منځ سيالۍ وشي، د نورو ډېرو سترو سياسي ګوندونو په عامو ايډيالوژيانو کې کمونيزم، ولسپالنه، ملتپالنه او اسلام پالنه شاملې دي. په بېلا بېلو هېوادونو کې ډېر ځله سياسي ګوندونه د خپل ځان د ښکاره کولو لپاره د ځانګړې نظريې په لرلو سره يو ډول رنګونه او نښې کاروي، خو بیا هم ډېر سياسي ګوندونه له کومې نظريې سره تړاو نه لري او شونې ده چې د دې پر ځای په لومړي سر کې په ملاتړ، پيروپالنه يا يو خاص سياسي متشبث ته په وده ورکولو کې ښکېل وي.