سینه بغل
From Wikipedia, the free encyclopedia
سینه بغل یا نېمونيا انګلیسي: Pneumonia په ماشومانوکی یوه خطرناکه ناروغی ده چی ډیر ځله موراو پلاریی له دی چی د ناروغی نښوته متوجه شی ناروغی یوه خطرناکه پړاو ته ننوځی چی بیا یی درملنه ډیره سختیږی او خدای ناخواسته د ماشومانو د مړینی لامل هم ګرځی . په سینه او بغل ناروغۍ چی اصطلاح یی نومونیا pneumonia ده بیلا بیل عوامل.
نېمونيا د سږو يو تسپودي حالت دی چې په ځانگړې توگه د سږو د پړپوکونو چې د تبې، او د ټټر په راډيوگراف کې د يو لړ موندونو له مخې پېژندل کېږي.[1][2] د سږو د پړپوکونو دغه ډول تسپود يا التهاب د يو ډول انفېکشن په سبب رامېنځ ته کېږي خو د انفېکشن نا اړونده هم يو شمېر لاملونه دي چې د نېمونيا ناروغي راپېښوي.[1] داسې انفېکشن رامېنځ ته کوونکو کې باکټېريا, ويروسونه، چڼاس, او پرازيتونه راځي.[3] د انفکشن نا اړونده نېمونيا بلونکو کې کيميايي توکي، فيزيکي ټپونه، درملي اغېزښندنې او د رگونو د ناروغيو پېچلتياوې شاملې دي.[4][5]
د نېمونيا د ناروغۍ د پېژندلو په نښو نښانو کې ټوخی، ټټرخوږی، تبه او په سختۍ سره سااخيستنه شامل دي.[6] د دغې ناروغۍ په پېژندلو کې د ټټر د X-وړانگې انځور او په آزمېښتون کې د ناروغ د بلغم کتنې اغېزمنې دي.[7] د نېمونيا د ځينې ډولونو د مخنيوي لپاره واکسينونه هم جوړ شوي. د نېمونيا درملنه د ورپېښو سببونو تر پېژندلو وروسته پېل کېږي چې په دغو کې باکټېريايي نېمونيا د انټيوبيوټيکو په درملو دملنه کېږي.
د دغې ناروغۍ د ښه کېدنې اټکل د نېمونيا د ډول، درملنې، نورو روغتيايي پېچلتياؤ او د ناروغ د روغتيايي حالت پورې اړونده دی. نېمونيا يوه عامه ناروغۍ ده او د هر عمر د ډلې خاوندانو کې پېښېږي. دا ناروي په ځوانانو کې، په بوډاگانو کې او په اوندن رنځ اخته ناروغانو کې د مړينې يو تر ټولو لوی سبب دی.[8]