امریکا متحده ايالات
فدرالي جمهوریت په شمالي امریکا کي / From Wikipedia, the free encyclopedia
د امریکا متحده آیالاتونه (U.S.A يا USA) په عمومي توګه د متحده ايالاتو يا امريکا په نوم پېژندل کېږي، يو هېواد دی چې په شمالي امريکا کې پروت دی. له پنځوسو ايالتونو، يوې فدرالي سيمې، پنځو لويو غیر ثبت شوو سيمو، ۳۲۶هغو سيمو چې د اصلي اوسېدونکو له خوا ادره کېږي او له ځينو نورو کوچنيو سيمو څخه جوړ دی. مساحت يې درې اعشاريه اته ميلیونه مربع ميله دی (نهه اعشاريه اته ميليونه مربع کيلومتر)، د مساحت له مخې د نړۍ درېيم يا څلورم ستر هېواد دی. متحده ايالات په شمال کې له کاناډا سره پراخ سرحد لري، په سويل کې له مکسيکو سره او له باهاما، کيوبا او روسيې سره محدوده سمندري پوله لري. له ۳۳۱ ميليونه څخه د زيان نفوس له لرلو سره، د نفوسو له اړخه په نړۍ کې درېيم ستر هېواد دی. پلازمېنه يې واشنګټن ډی.سي دی او تر ټولو ګڼ مېشته ښار يې نيويارک دی.[67]
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه |
واشنگټن ډي سي |
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
۹٬۸۲۶٬۶۷۵ كيلومتر مربع[65] |
---|
برخه د |
---|
تاسیسات | |
---|---|
وېبپاڼه |
usa.gov (انګليسي ژبه) |
کورډينېشن |
سور پوستو هنديانو نږدې ۱۲۰۰ کاله مخکې له سايبيريا څخه د شمالي امريکا اصلي سيمو ته کوچ وکړاو په شپاړسمه پېړۍ کې د اروپايانو له خوا د امريکا نېواک پيل شو. متحده ايالات په ختيځه څنډه کې له ديارلسو بریتانوي مستعمرو څخه جوړ شول. له لويې بریتانيې سره د مالياتو او سياسي استازولۍ پر سر اختلافات، د امريکايي انقلابي جګړې لامل وګرځېد (۱۷۷۵-۱۷۸۳ ز) کوم چې د هېواد خپلواکي رامنځ ته کړه. د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې، متحده ايالاتو په شمالي امريکا کې پراختيا پيل کړه، کرار کرار يې نوې ځمکې ونيولې، د نوو ځمکو نيول، کله د جګړې له لارې و، ډېر ځله د اصلي امريکايانو د بې ځايه کولو او نوو ايالتونو د منلو له لارې؛ په ۱۸۴۸ز کال کې، متحده ايالاتو ټوله لويه وچه ونيوله. د نولسمې پېړۍ تر دويمې نيمايي پورې په متحده ايالاتو کې مریيتوب قانونی و، تر هغه وخته چې امريکايي کورنۍ جګړې مریيتوب ختم کړ. هسپانوي-امريکايي جګړې او لومړۍ نړيوالې جګړې، متحده ايالات د يوه نړيوال ځواک په توګه راپورته کړ او همدا حيثيت يې په دويمه نړيواله جګړه کې ثابت شو. د سړې جګړې په اوږدو کې، متحده ايالاتو د کوريا او ويتنام په جګړو کې برخه واخېسته، خو له شوروي اتحاد سره يې له نېغ په نېغه جګړې څخه ډډه وکړه. دواړو نړيوالو زبرځواکونو په فضايي سيالۍ کې هم سيالي وکړه او هغه مهال دا سيالي خپل اوج ته ورسېده چې، لومړی انسان د سپوږمۍ پر مخ ښکته شو. په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد په شیندل کېدو(تجزیې سره) سړه جګړه پای ته ورسېده او متحده ايالات د نړۍ د يوازيني زبرځواک په توګه پاتې شو.
متحده ايالتونه، يو فدرالي جمهوريت او استازی ديموکراتيک دولت دی چې حکومت يې درې بېلا بېلې څانګې لري، د دوو مجلسونو لرونکې مقننه قوه د دې درې څانګو يوه برخه ده. متحده ايالات د ملګرو ملتونو، نړيوال بانک، د پيسو نړيوال صندوق، د امريکايي ايالتونو سازمان، ناټو او نورو نړيوالو سازمانونو بنسټګر غړی دی. متحده ايالات د ملګرو ملتونو د امنيت شوری دايمي غړی دی. په داسې حال کې چې د دې هېواد نفوس، د کلتورونو او قومونو يوه ګډوله ده دا نفوس د پېړيو کډوالۍ څخه رامنځ ته شوی دی. متحده ايالات د اقتصادي آزادۍ، د ژوند څرنګوالي، زده کړې او بشري حقوقو په برخه کې د نړيوالو معيارونو په لوړه درجه کې ځای لري. د فساد کچه په کې ډېره کمه لیدل شوې ده. په هر حال، په دې هېواد کې د توکم، شتمنۍ او عايد، د اعدام سزاوې، د بنديانو د کچې د زياتوالي او نړيوالې روغتيايي پاملرنې د کمښت له اړخه نيوکې شوې دي.
متحده ايالات يو زيات پرمختللی هېواد دی، دا هېواد د ټولې نړۍ د ناخالص کورني توليد يو پر څلورمه برخه جوړوي او د اسعارو د تبادلې بیو(نرخونو) پر بنسټ د ناخالص کورني توليد له نظره، د نړۍ يو ستر اقتصاد دی. د ارزښت له پلوه، متحده ايالات د نړۍ تر ټولو ستر د توکو واردوونکی او دویم ستر صادرونکی هېواد دی. که څه هم، د دې هېواد ټول نفوس د نړۍ څلوراعشاريه دوه سلنه نفوس جوړوي، دا هېواد د نړۍ د ټولې شتمنۍ نهه وېشت اعشاريه څلور سلنه شتمني په واک کې لري، دا تر ټولو زيات سهم دی چې يو هېواد يې په اختيار کې لري. متحده ايالات د نړۍ د نظامي لګښتونو يو په درېيمه برخه جوړوي، د نړۍ په کچه پياوړی پوځي ځواک او په نړيواله کچه يو مخکښ سياسي، کلتوري او علمي ځواک دی. [68]