![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/eb/Jamaica_%2528orthographic_projection%2529.svg/langps-640px-Jamaica_%2528orthographic_projection%2529.svg.png&w=640&q=50)
جمايکا
From Wikipedia, the free encyclopedia
جمیکا ( /dʒəˈmeɪkə/ (واورئ)؛ جمیکا پټویس: Jumieka) یو ټاپو هېواد دی چې د کارابیَن په سمندرګي کې پروت دی. د پراخوالي له پلوه 10,990 کیلومتره مربع (4,240 مربع میله) مساحت لري، دا هېواد د لوی انټیلیس او کارابین (له کیوبا او هسپانیولا وروسته) درېیم لوی ټاپو دی. جمیکا د کیوبا سویل شاوخوا 145 کیلومتره (90 میله) او د هسپانیولا (هغه ټاپو چې د هایټي او ډومینیکا جمهوریت په کې پراته دي) 191 کیلومتره (119 میله) لویدیځ ته موقعیت لري؛ د برییتانیا ماوراء بحري قلمرو د کیمن ټاپوګان يې شمال لویدیځ ته نژدې 215 کیلومتره (134 میله) لرې، موقعیت لري. .[26]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
![Map](http://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,18.18,-77.4,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%D8%AC%D9%85%D8%A7%D9%8A%DA%A9%D8%A7&revid=325839&groups=_7f7b8c03873e4483747377ac4e6dae13277be5a0)
دا ټاپو چې اساساً د یتایینو قومونو هستوګنځای ؤ، په 1494 کې د کریسټوف کلمب له راتګ وروسته د هسپانیې تر واک لاندې راغی. زیاتره ځایی خلک وروسته له هغه چې هسپانويانو لوی شمېر افریقایي غلامان د کارګرانو په توګه جمیکا ته راوړل، یا وژل شوي یا د ناروغیو له امله مړه شوي. د هسپانويانو له خوا د سانټیاګو په نوم نومول شوی، دا ټاپو تر 1655ز کال پورې د هسپانیا ملکیت پاتې شو، کله چې انګلسیتان (وروسته لویه برییتانیا) دا هېواد فتح کړ، د جمیکا په نوم یې ونوماوه. د بریتانیا تر استعماري واکمنۍ لاندې جمیکا په داسې حال کې چې د کښت کولو اقتصاد په افریقایي غلامانو او وروسته د دوی په بچیانو پورې تړلی ؤ، د بورې مخکښ صادرونکی شو. انګریزانو په 1838ز کال کې ټول غلامان په بشپړه توګه آزاد کړل او ډېری آزادشویو د کښت کولو پر ځای له اړتیا سره سم معیشتي فارمونه غوره کړل. د 1840مې ز لسیزې په پیل کې، انګریزانو د چینایي او هندي قراردادي کارګرانو څخه په کښت کې کار اخیستل پیل کړل. دې ټاپود 1962ز کال د اګست په 6 مه نېټه له انګلسیتان څخه خپلواکي ترلاسه کړه. [27]
جمیکا د 2.9 میلیون وګړو په درلودلو سره ، په امریکاګانو کې (له متحده ایالاتو او کاناډا وروسته) درېیم ډېر نفوس لرونکی انګلوفون(انګلیسي ژبی) هېواد دی او په کارابین کې څلورم ډېر نفوس لرونکی هېواد دی. کنگسټن د هېواد پلازمېنه او لوی ښار دی. د جمیکا اکثریت د فرعي سهارا افریقایي نژاد څخه دي، د پام وړ اروپایي، ختیځ- آسیایي (په عمده توګه چینایي)، هندي، لبناني او د مختلط نژاد اقلیتونه لري. د 1960 لسیزې راهیسې، د کار لپاره د کډوالۍ د لوړې کچې له امله، جمیکا لوی شمېر بې ځایه شوي درلودل، په ځانګړې توګه په کاناډا، انګلیستان او متحده ایالاتو کې. دا هېواد سره له دې چې د مساحت له پلوه کوچنی دی، خو یو نړیوال نفوذ لري، نوموړی هېواد د رسیتافاري مذهب، رګ موسیقۍ (او اړونده ژانرونو، لکه: ډوب، سکا او ډانس هال) د زیږدنې ځای ؤ او په نړیواله کچه په سپورتونو کې مخکښ دی، په ځانګړې توګه په کریکټ، د منډې لوبو او پهلوانۍ کې. جمیکا د خپل وزن څخه ډېر لوړ الوتلو سره، زیاتره وختونه د نړۍ ترټولو لږ نفوس لرونکی کلتوري ځواک ګڼل کیږي. [28][29][30][31][32][33]
جمیکا د یو لوړ منځنۍ کچې عاید لرونکی هېواد دی چې اقتصاد یې په ژوره توګه په سیاحت پورې تړلی دی. دا هېواد په منځني ډول په کال کې 4.3 میلیونه سیلانیان لري. جمیکا د رسنیو د آزادۍ او ډیموکراتیکې حکومتولۍ په اندازه کولو کې په ښه بڼه ځلېدلی دی. دا هېواد د 2021 لپاره د نړۍ د خوښۍ راپور کې په کارابین کې لومړی ځای لري. په سیاسي لحاظ دا هېواد یوه مشترک المنافع ټولواکي ده، چې الیزابیت II یې ملکه ده. په هېواد کې د هغې ټاکل شوی اسیتازې د جمیکا والي-جنرال (Governor-General) هغه دفتر دی، چې له 2009 ز کال راهیسې د پیټریک الن له لوري اداره کېږي. اندریو هولنس د 2016 ز کال له مارچ راهیسې د جمیکا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. جمیکا د پارلماني اساسي قانون یوه ټولواکي ده چې مقننه واک د جمیکا دوه اړخیزه پارلمان په واک کې لري، چې د ټاکل شویو مشرانو جرګې او د اسیتازو د مستقیم ټاکل شوي مجلس څخه جوړ دی. [34][35][36][37]