د همګټو هېوادونو قلمرو
From Wikipedia, the free encyclopedia
د همګټو هېوادونو قلمرو یا د مشترک المنافع هېوادونو قلمرو هغه خپلواک دولتي جوړښت دی چې اوس مهال یې دریم چارلز، پاچا او دولت مشر دی. چارلز د ۲۰۲۲ زکال د سپټمبر په ۸ مه د خپلې مور، دویمې الیزابت له مړینې وروسته د هغې ځای ناستی او د همګټو هېوادونو د قلمرو پاچا وګرځېد. دغه قلمرو ته اړوند ټول هېوادونه له یو بل سره برابر او له یو بل خپلواک دي، په داسې حال کې چې یو کس د ټولو د پاچا په توګه عمل کوي. [1][2]
په ۲۰۲۳ زکال کې دغه قلمرو ته اړوند ۱۵ همګټي قلمروونه شتون لري: انتیګوا او باربودا، اسټرالیا، باهاما، بلیز، کاناډا، ګرانادا، جامایکا، نیوزلنډ، نوې پاپوا ګینه، سنټ کیټس، سنټ لوسیا، سنټ وینسنټ او ګرانادین، سولمن ټاپوګان، تووالو او بریتانیا. د دغه همګټي قلمرو غړي د همګټو دولتونو د بین الدولتي سازمان غړي دي چې ۵۶ خپلواک هېوادونه په کې شامل دي او له دغو ۵۲ یې د پخوانۍ بریتانوي سترواکۍ برخه و. ورته مهال دریم چارلز د دغو ټولو ۵۶ غړو هېوادونو مشر بلل کېږي چې په یو شمېر دغو هېوادونو کې د اساسي قانون له مخې کوم رول نه لري.
دغه انګېرنه چې غړي دولتونه د خپل پاچا پر وړاندې یو ډول شخصیت لري؛ ۱۸۶۷ زکال ته اړوندېږي هغه مهال چې کاناډا د بریتانیا د سترواکۍ په لومړي خودمختاره قلمرو واوښت. د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال د اړوندو قلمروونو مخ پر زیاتوالي خپلواکۍ غوښتنې لامل وګرځېدې چې په ۱۹۲۶ زکال کې د بالفور د اعلامیې پر بنسټ د همګټو دولتونو مشترک اصل رامنځته شي چې له مخې یې اړوند هېوادونه «د برابر موقعیت په لرلو ... ولیعهد ته د مشترکې ژمنتیا پر بنسټ متحد وبلل شول». په ۱۹۳۱ زکال د ویسټ مینسټر د اساسنامې پر بنسټ د تاج او قلمروونو ترمنځ اړیکه له بل هر مهال زیاته روښانه شوه چې د ځای ناستوب په لړۍ کې هر ډول بدلون ته اړوند دغه میثاق په کې شامل و چې باید په داوطلبانه توګه د ټولو له خوا تائید شي. له دې وروسته د همګټو هېوادونو معاصر رسمي جوړښت وروسته له هغه په ۱۹۴۹ زکال کې د لندن د اعلامیې له مخې رامنځته شو چې هند غوښتل د همګټو دولتونو له اتحادیې څخه له وتلو پرته په یو جمهوري هېواد واوړي. له دې سره هم اووه نور خپلواک هېوادونه په تاج کې شریک پاتې شول: بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزلنډ، سویلي افریقا، پاکستان او سیلون (اوسنۍ سریلانکا). له دې وروسته د پخوانیو مستعمراتو او اړوندو برخو په خپلواکیو سره نوي قلمروونه رامنځته شول او آن یو شمېر یې په جمهوریتونو واوښتل. باربادوس یې تر ټولو وروستی قلمرو دی چې د ۲۰۲۱ زکال د نومبر په ۳۰مه جمهوریت ته واوښت. [3][4]