يونيسکو
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ملګرو ملتونو ښوونيزه، علمي او کلتوري اداره (UNSCO) د ملګرو ملتونو يوه ځانګړې اداره ده چې د زده کړې، هنر، ساينس او کلتور په برخو کې د نړيوالې همکارۍ له لارې نړيوالې سولې او امنيت ته وده ورکوي. دغه اداره ۱۹۳ غړي هيوادونه او ۱۱ شريک غړي لري او همدا رنګه له غير دولتي، بين الدولتي او شخصي برخو شريکان لري. مرکزي دفتر يې د فرانسې په پاريس ښار کې د نړيوال ميراث په مرکز کې دی په نړيواله کچه د يونسکو د ماموريتونو لپاره د اسانتيا برابرولو لپاره دغه اداره دري پینځوس سيمه یيز دفترونه او يو سل او نهه نوي ملي کمېسيونونه لري چې خپل نړیوال ماموریتونه اسانه کوي.[1][2][3][4][5][6][7]
يونسکو په ۱۹۴۵ ز کال کې د ملتونو د تړون د نړيوالې همکارۍ د فکري کميټې د ځای ناستي په توګه جوړه شوې وه. د يونسکو اساسنامه کې د دې ادارې موخې، اداري جوړښت او د کار چوکاټ بيان شوی. د يونسکو ماموريت چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته جوړ شو چې د سولې پرمختګ، تلپاتې پراختيا او بشري حقونه دي. دغه ماموريت د هيوادونو تر منځ همکارۍ او مذاکراتو کې مرسته کولو له لارې ترسره کوي. خپلې موخې د پینځو سترو اصلي حوزو له لارې څاري: زده کړه، طبيعي علوم، ټولنيز/انساني علوم، کلتور او اړيکې/ معلومات. يونسکو هغه پروژې تمويلوي چې تعليم ته وده ورکوي، تخنيکي روزنې او زده کړې وړاندې کوي، زده کړه پر مخ وړي، د ازادو رسنيو او مطبوعاتو ساتنه کوي، سيمه یيز تاريخ او کلتور خوندي کوي او کلتوري تنوع ترویجوي. [8][9]
د نړيوال کلتور اوعلم لپاره د مرکزي نقطې په توګه، د کلونو په اوږدو کې د يونسکو فعاليتونه پراخ شوي؛ يونسکو د نړيوالو ادبياتو په ژباړه او خپرولو کې مرسته کوي او همدا راز د نړيوالو لرغونو ځايونو د ساتلو او رامنځ ته کولو کې مرسته کوي کوم چې طبيعي اهميت لري، د نړيوالې ډيجيټلي تشې د ډکولو په برخه کې کار کوي. د معلوماتو او اړيکو له لارې ټولشموله پوهنېزې ټولنې رامنځ ته کوي. يونسکو ګڼ نوښتونه او نړيوال خوځښتونه رامنځ ته کړي لکه زده کړه د ټولو لپاره څو خپلې اساسي موخې نورې هم مخ ته یوسي.[10]
يونسکو د غړو هيوادونو او شريکو غړو هېوادونو له خواد عمومي کنفرانس له خوا اداره کيږي. چې په هرو دوو کلونو کې د بوديجې او پروګرامونو د ټاکلو لپاره يو ځل غونډه کوي. همدا راز د اجرائيه پلاوي غړي ټاکي، چې د يونسکو کارونه اداره کوي، د هرو څلورو کلونو لپاره عمومي مدير ټاکي، څوک چې د يونسکو د مشر مدير په توګه کار کوي. يونسکو د ملګرو ملتونو د همېشنۍ پراختيايي ډلې غړی دی، چې د ملګرو ملتونو د ادارو او سازمانونو ايتلاف دی او موخه يې د تلپاتې پرمختګ موخو لاس ته راوړل دي.[11]