![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/60/World_Health_Organisation_headquarters%252C_Geneva%252C_north_and_west_sides_2007.jpg/640px-World_Health_Organisation_headquarters%252C_Geneva%252C_north_and_west_sides_2007.jpg&w=640&q=50)
د روغتيا نړيوال سازمان
From Wikipedia, the free encyclopedia
د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د ملګرو ملتونو يوه ځانګړې اداره ده چې د نړيوالې عامې روغتيا مسئوليت لري. د روغتيا نړيوال سازمان په اساسنامه کې د دې سازمان اصلي موخه دا ډول بيان شوې: د روغتيا لوړې ممکنه کچې ته د ټولو خلکو لاسرسی. مرکزي دفتر يې د سويس په جينوا کې دی، په ټوله نړۍ کې شپږ سيمه یيز او يو سل او پینځوس ساحوي دفترونه لري.[10][11]
عمومي معلومات | |
---|---|
رسمي ژبه | |
غړی د | |
هېواد | |
ځایناستی د |
برخې |
---|
جایزې |
---|
وېبپاڼه |
who.int (انګليسي ژبه) ![]() |
---|
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/89/Flag_of_WHO.svg/640px-Flag_of_WHO.svg.png)
د روغتيا نړيوال سازمان د ۱۹۴۸ ز کال د اپريل په اوومه نېټه جوړ شو. د نړيوالې روغتيا د لومړۍ مجمع غونډه چې د ياد سازمان اداري پلاوی دی، د همدې کال د جولای مياشتې په څلور ویشتمه نېټه تر سره شوه. د روغتيا په نړيوال سازمان کې د ملتونو تړون د روغتيا برخې او د عامې روغتيا نړيوال دفتر شتمنۍ، مامورين او دندې مدغم شوې، د ناروغيو د نړيوالې ډلبندۍ (ICD) په ګډون. وروسته له دې چې د مالي او فني سرچينو له لارې يې د کتنې وړ مالي او فني سرچينې تر لاسه کړې، په ۱۹۵۱ ز کال کې يې په جدي ډول کار پيل شو.[12][13][14][15]
د روغتيا نړيوال سازمان په دندو کې د نړيوالې روغتيا پاملرنې څخه ملاتړ، د عامه روغتيايي ګواښونو څارنه، بېړنيو روغتيايي حالتونو ته د غبرګون همغږي کول، روغتيا او سلامتۍ ته وده ورکول شامل دي. همدا راز، هيوادونو ته تخنيکي مرستې مهيا کوي، نړيوال روغتيايي معيارونه ټاکي او د نړيوالو روغتيايي مسائلو په اړه معلومات راټولوي. يوه خپرونه چې د نړيوال روغتيا راپور په نوم پېژندل کيږي، په نړيواله کچه د روغتيا د موضوعاتو ارزونه کوي. د روغتيا نړيوال سازمان همدا راز، د روغتيايي مسائلو د يوې ټولنې په توګه کار کوي.[16][17]
د روغتيا نړيوال سازمان د عامې روغتيا په ګڼو لاسته راوړنو کې مخکښ نقش لرلی دی، د يادونې وړ مهم يې د چیچک ناروغۍ له منځه وړل، نږدې د پوليو/ګوزڼ له منځه وړل او د ايبولا واکسين جوړول دي. په اوسنيو لومړيتوبونو کې يې ساري ناروغۍ، په ځانګړي ډول ايچ ای وي/ايډز، ايبولا، کوويډ-۱۹، مالاریا او سل ناروغۍ شاملې دي. همدا راز غير ساري ناروغۍ لکه د زړه ناروغۍ، سرطان، غوره غذايي رژيم، تغذيه او د خوراک تامين، حرفه يي روغتيا او د توکو ناسم کارول شامل دي. د نړيوال روغتيايي سازمان د نړيوالې روغتيا مجمع چې د دې سازمان پرېکړه کوونکې برخه ده، د څلور دېرشو روغتيايي متخصصينو يو اجرایيوي پلاوی ټاکي او دې پلاوي ته مشوره ورکوي. عمومي مدير غوره کوي، موخې او لومړيتوبونه ټاکي، بوديجه او فعاليتونه تصويبوي. عمومي مدير يې د ايتوپيا هيواد تبعه تدروس ادهانوم ګبريسوس دی.[18]
د روغتيا نړيوال سازمان د غړو هيوادونو (که هغه تخميني دي، که په خپله خوښه) او شخصي بسپنه ورکوونکو په تمويل متکي دی. د ۲۰۲۰-۲۰۲۱ ز کال لپاره د دې سازمان ټوليزه تصويب شوې بوديجه اووه اعشاريه دوه میلیارد ډالره ده چې ډېره برخه یې د غړو هيوادونو له خوا د داوطلبانه مرستې له لارې برابريږي. د مرستې اټکل د يوې فارمولې له لارې کيږي چې په هغې کې د يو تن پر سر د نا خالص داخلي توليد هم شامل دی. په سترو مرسته کوونکو کې المان (چې دولس اعشاريه اتلس سلنه بوديجه يې پوره کوله)، د بيل او ميلينډا ګيټس بنسټ (يوولس اعشاريه پینځه شپېته سلنه) او متحده ايالات (اووه اعشاريه پینځه اتيا سلنه بوديجه برابروي) شامل دي.[19][20]