توکیو
From Wikipedia, the free encyclopedia
توکیو (په جاپانۍ ژبه: 東京)، چې رسمي نوم يې توکیو سرښار (په جاپانۍ ژبه: توکیو-تو 東京都) دی، د جاپان پلازمېنه او تر ټولو ګڼمېشتی ولایت دی. توکیو ښار د جاپان د اصلي جزیرې هونشو د مرکزي آرام سمندر ساحل د کانتو سیمې د توکیو ټاپو په بره برخه کې موقعیت لري. توکیو د هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز او د جاپان د امپراطور او د ملي حکومت پلازمېنه ده. په ۲۰۲۱ کې، دې سرښار ۱۴,۰۴ میلیونه نفوس درلود. د سترې توکیو سیمه په نړۍ کې تر ټولو ګڼمېشتې ښاري سیمه ده چې په ۲۰۱۸م کال کې يې د اټکل له مخې ۳۷,۴۶۸ میلیونه نفوس درلود. [4]
توکیو | |
---|---|
東京都 · Tokyo Metropolis | |
له پاسه ښوی خوا:شینجوکو، د توکیو برج، رینبو بریج، شیبویا، ملي مجلس ودانۍ | |
توکیو سیمه د جاپان نقشی لپاسه | |
د توکیو ښار نه ماهوارهای تصویر ناسا له خوا اخیستل شوی. | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۵°۴۲′۲″ شمال ۱۳۹°۴۲′۵۴″ ختیځ | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۶ سپټمبر ۱۸۶۸ |
نومول شوی په | پلازمېنه ، ختيځ |
اداري وېش | |
هیواد | Japan |
ناحیه | کانتو |
ټاپو | هونشو |
پلازمینه د: | |
ښارې ویش | ۲۳ ځانګړی سیمه، ۲۶ ښار، ۵ ولسوالۍ او ۸ کلي |
حکومت | |
• ډول | لوی ښار |
پراخوالی | |
• لوی ښار | ۲٬۱۸۷٫۰۸ کلوميټر٢ (۸۴۴٫۴۴ میله مربع) |
لوړوالی | 6 متر |
نفوس شمېرنه (لومړنی) | |
• لوی ښار | ۱۳٬۷۳۵٬۵۸۲ (اګوست ۲۰۱۷)[1] |
• د نفوسو کثافت | ۶٬۰۲۰/کلوميټر٢ (۱۵٬۶۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۳۵٬۶۷۶٬۰۰۰ |
• د توکیو ځانګړې سیمې | ۸٬۸۰۲٬۰۰۰ |
( فبروری اول ۲۰۱۱) | |
وروستي مالومات | |
وخت زون | ګرینویچ (ه.ن.و+۹) |
محفی کوډ | JP-13 |
جيو کوډ | 1850144[2] |
آی اېس او 3166 | JP-13 |
خورلڼې ښارونه | |
سمبل ګل | ساکورای سومی-یوشینو |
د سمبل ونه | ژینکو |
د سمبل آلوتونکی | ګل سره |
رسمي وېبپاڼه | metro.tokyo.jp(انګریزي) |
سمول |
دا ښار په لومړي سر کې د اېډو په نامه د کب نیوونکو یو کلی و چې بیا په ۱۶۰۳م کال کې د توکوګاوا شوګون سالارۍ پلازمېنه شوه. د ۱۸مې پېړۍ په نیمايي کې، ایډو د نړۍ یو ترټولو ګڼمېشتی ښار و چې له یو میلیون ډېر وګړي پکې اوسېدل. په ۱۸۶۸م کال کې د شوګون سالارۍ په پای ته رسېدو سره، په کیوتو کې د امپراطورۍ پلازمېنه ښار ته ولېږدول شوه چې د توکیو په نامه بیاونومول شو (ټکی په ټکی مانا يې "ختیځه پلازمېنه" ده). توکیو یو ځل د ۱۹۲۳م کال د کانتو په ستره زلزله کې او بیا د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د متحدینو د بمباریو له امله له خاورو سره خاورې شو. د ۱۹۵۰مې لسیزې په سر کې، دا ښار په چټک ډول بیاورغول شو او پراختیا ورکړل شوه چې د جاپان د جګړې وروسته اقتصاد په بیاځواکمنۍ کې يې مخکښ نقش درلود. له ۱۹۴۳م کال راهیسې، د توکیو ښاري حکومت ۲۳ سیمې (پخوانی توکیو ښار)، په لوېدیځه برخه کې بېلابېل ښارګوټي او اطراف او دوه لرې پرتې تړلې جزیرې اداره کړې دي.
توکیو د ناخالص کورني تولید پر بنسټ د نړۍ تر ټولو ستر ښاري اقتصاد دی، او د نړیوالتوب او نړیوالو ښارونو د څېړنې شبکه (Globalization and World Cities Research Network) يې د الفا+ ()Alpha+ په کټګورۍ کې راولي. د صنعتي سیمې د یوې برخې په توګه چې یوکوهاما، کاواساکي او چیبا ښارونه هم پکې راځي، توکیو د جاپان د سوداګرۍ او مالي چارو مخکښ مرکز دی. په ۲۰۱۹م کال کې، یاد ښار د ۳۶ فورچون ګلوبل ۵۰۰ (Fortune Global 500) شرکتونو کوربه و. په ۲۰۲۰م کال کې، د نړیوالو مالي مرکزونو شاخص (Global Financial Centres Index) لخوا توکیو ته له نیویارک ښار، لندن او شانګهای څخه وروسته څلورم ځای ورکړل شو. توکیو د نړۍ تر ټولو اوږد برج لري، د توکیو آسمان-ونه (Skytree)، او دا ښار د نړۍ د ځمک لاندې اوبو د مسیر د تغییر تر ټولو ستر تاسیسات لری چې MAOUDC نومېږي. د توکیو میترو ګینزا کرښه په ختیځه آسیا کې تر ټولو پخوانۍ میټرو کرښه ده (۱۹۲۷).[5][6][7][8][9]
دا ښار د ګڼو نړیوالو برنامو کوربه و، لکه د ۱۹۶۴م کال د اوړي المپیک او پارالمپیک، د ۲۰۲۰م کال ځنډول شوېې د اوړي المپیک او پارالمپیک او د جی۷ درې سرمشریزې (۱۹۷۹، ۱۹۸۶ او ۱۹۹۳). توکیو د څېړنې او پراختیا یو نړیوال مرکز دی او ګڼشمېر ستر پوهنتونونه لري، په تیره بیا د توکیو پوهنتون. د توکیو تمځای د جاپان د شینکاسین د چټکو رېل ګاډو د سیسټم مرکز دی او دا ښار د رېل او مېټروګانو د پراخې شبکې په موخه کارول کېږي. د توکیو د پام وړ ناحیې عبارت دي له چیودا (چېرته چې د امپراطورۍ ماڼۍ ده)، شینجوکو (د ښار اداري مرکز) او شیبویا (یو سوداګریز، کلتوري او تجارتي مرکز).