برلين
From Wikipedia, the free encyclopedia
برلین (/bɜːrˈlɪn/ bur-LIN، آلماني: [bɛʁˈliːn]) د آلمان یا جرمني پلازمېنه او د مساحت او نفوس دواړو له مخې د دغه هېواد لوی ښار دی. په ښاري حدودو کې دننه نفوس له مخې، په دغه ښار کې ۳.۷ میلیونه تنه اوسېږي او په دې توګه د اروپايي اتحادیې تر ټولو ګڼ مېشته ښار هم دی. برلین، چې د آلمان له شپاړسو ایالتونو څخه یو ایالت دی، د برانډنبورګ ایالت لخوا احاطه شوی او د برانډنبرګ له مرکز پوټسدام سره نښلېدلی دی. د برلین ښاري سیمه چې شاوخوا ۴.۵ ملیونه نفوس لري، له روهر وروسته په آلمان کې دویمه ډېره ګڼ مېشته یا ډېر نفوس لرونکې ښاري سیمه ده. د برلین–برانډنبرګ مرکزي سیمه له شپږ ملیونو ډېر اوسېدونکي لري او له راین–روهر او راین–مین سیمو وروسته د آلمان درېیمه لویه ښاري سیمه ده.[38][39][40][41][42]
پلازمېنه د |
جرمني[1][2][3] — نازي جرمني — Kingdom of Prussia (en) — د وايمار جمهوريت — Free State of Prussia (en) — متحدينو له خوا اشغال شوی جرمني — جرمن سترواکي — پروشیا — North German Confederation (en) — Province of Brandenburg (en) |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات |
seat of government (en) [5] (۱۹۹۹ – ) metropolis (en) Einheitsgemeinde of Germany (en) [6] Hanseatic city (en) ( – ۱۴۴۲) urban municipality in Germany (en) town divided by border (en) (۱۹۴۵ – ۱۹۹۰) ښاري دولت (خپلواک ښار) independent city in Berlin (en) largest city (en) لوی ښار د جرمني فدرالي ايالت[7] |
---|---|
وګړو شمېر |
۳٬۷۵۵٬۲۵۱[8] — ۱٬۲۰۰ — ۷٬۰۰۰ — ۸٬۵۰۰ — ۷٬۰۰۰ — ۱۲٬۰۰۰ — ۹٬۰۰۰ — ۸٬۱۰۰ — ۷٬۵۰۰ — ۶٬۰۰۰ — ۱۰٬۰۰۰ — ۱۷٬۰۰۰ — ۱۹٬۰۰۰ — ۱۱۳٬۲۸۹ — ۱۳۶٬۱۳۷ — ۱۷۲٬۱۳۲ — ۱۷۲٬۹۸۸ — ۲۱۹٬۹۶۸ — ۴۰۱٬۹۷۲ — ۱٬۸۸۸٬۸۴۸ — ۲٬۰۷۱٬۲۵۷ — ۳٬۸۷۹٬۴۰۹ — ۴٬۳۳۲٬۸۳۴ — ۴٬۳۳۰٬۸۱۰ — ۳٬۳۳۶٬۰۲۶ — ۳٬۲۷۴٬۰۱۶ — ۳٬۲۰۸٬۷۱۹ — ۳٬۰۴۸٬۷۵۹ — ۳٬۴۳۳٬۶۹۵ — ۳٬۳۸۲٬۱۶۹ — ۳٬۳۲۶٬۰۰۲[9] — ۳٬۳۷۵٬۲۲۲ — ۳٬۴۶۹٬۸۴۹[10] — ۳٬۴۹۰٬۱۰۵[11] — ۳٬۵۷۴٬۸۳۰[12] — ۳٬۶۱۱٬۲۲۲[13] — ۳٬۶۱۳٬۴۹۵[14] — ۳٬۶۴۴٬۸۲۶[15][16] — ۳٬۶۴۴٬۸۲۶[17] — ۳٬۶۶۴٬۰۸۸[18] — ۳٬۶۷۷٬۴۷۲[19] — ۳٬۶۷۷٬۴۷۲[20] |
پکي شاملې اداري سیمې |
Mitte (en) [21] — Friedrichshain-Kreuzberg (en) [21] — Pankow (en) [21] — Charlottenburg-Wilmersdorf (en) [21] — Spandau (en) [21] — Steglitz-Zehlendorf (en) [21] — Tempelhof-Schöneberg (en) [21] — Neukölln (en) [21] — Treptow-Köpenick (en) [21] — Marzahn-Hellersdorf (en) [21] — Lichtenberg (en) [21] — Reinickendorf (en) [21] |
رسمي ژبه | |
ځايي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم | |
غړی د |
Climate Alliance (en) [27] (۱۹۹۲ – ) Mayors for Peace (en) [28] (۱۹۸۹ – ) مالوماتي تېکنالوژۍ پرېکړه کوونکې شورا Creative Cities Network (en) (۲۰۰۶ – ) C40 Cities Climate Leadership Group (en) [29] (۲۰۰۵ – ) World Tourism Cities Federation (en) [30] Organization of World Heritage Cities (en) [31] International Cities of Refuge Network (en) [32] |
اداري سیمه | |
هېواد | |
ځایناستی د |
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
جایزې |
|
---|
وېبپاڼه |
berlin.de… (جرمني ژبه) |
---|---|
پوسټکوډ | |
کورډينېشن |
برلین د سپري سیند پر څنډو غځېږي، کوم چې د سپنداو په لویدیځ کې هافل (د ایلب مرستندوی سیند) ته بهېږي. د دغه ښار له اصلي توپوګرافیک ځانګړتیاو څخه په لوېدیځ او سوېل ختیځ برخو کې شته ګڼ جهيلونه دي چې د سپري، هافل او دامه رودونو لخوا رامنځته شوي او ترټولو لوی یې د موګېلسي جهيل دی. د اروپا په دښته کې یې د موقعیت له امله، برلین د معتدل موسمي اقلیم تر اغېزې لاندې راځي. د ښار شاوخوا یو پر دریمه برخه له ځنګلونو، پارکونو، باغونو، سیندونو، کانالونو او جهيلونو څخه جوړه ده. [43]
دا چې برلین په ۱۳مه پېړۍ کې تر ټولو لومړی مستند شوی او همدا راز دوې مهمې تاریخي سوداګریزې لارې ترې تېرې شوې وې، دا ښار د برانډنبرګ د مارګراویټ دولت (۱۴۱۷-۱۷۰۱)، د پروشیا پادشاهۍ (۱۷۰۱-۱۹۱۸)، د جرمني امپراتورۍ (۱۸۷۱ - ۱۹۱۸)، د وایمار جمهوریت (۱۹۱۹-۱۹۳۳)، او دریم رایش (۱۹۳۳-۱۹۴۵) پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۰ لسیزه کې برلین په نړۍ کې دریمه لویه ښاروالي وه. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته او ورپسې د فاتحو هېوادونو له خوا تر اشغال وروسته دا ښار ووېشل شو؛ لويديځ برلين د لويديځ المان يوه جلا شوې سیمه شوه، چې د برلين دېوال (د ۱۹۶۱ له اګست څخه د ۱۹۸۹ تر نوامبر پورې) او د ختيځ المان د سیمې په وسیله احاطه شو. ختیځ برلین د ختیځ آلمان پلازمېنه اعلان شوه، په داسې حال کې چې بن د لویدیځ آلمان پلازمېنه شوه. په ۱۹۹۰ کال کې د آلمان تر بیا یوځای کېدو وروسته، برلین یو ځل بیا د ټول آلمان پلازمېنه شوه.[44]
برلین د نړۍ د کلتور، سیاست، رسنیو او علم ښار دی. د دغه ښار اقتصاد پر لوړو او پرمختللو تخنیکي شرکتونو او د خدماتو پر سکټور ولاړ دی، چې د تخلیقي صنعتونو، څیړنیزو تاسیساتو، رسنیزو مؤسساتو او د غونډو د ځایونو یوه متفاوته لړۍ پکې شاملېږي. برلین د هوايي او ریل ټرافیک لپاره د لویې وچې یا براعظمي مرکز په توګه کار کوي او د عامه ترانسپورت خورا پیچلې شبکه لري. دا ستر ښار یو مشهور سیاحتي ځای هم دی. په پام وړ صنعتونو کې یې آی ټي، درمل جوړونه، بایو میډیکل انجینري، صفایۍ ټکنالوژي، بایو ټیکنالوژي، ساختماني او برقیات شامل دي.[45][46][47]
برلین د نړۍ معتبر پوهنتونونه هم لري، لکه د همبولډ پوهنتون، تخنیکي پوهنتون، آزاد پوهنتون، د هنرونو پوهنتون، د برلین د ادارې او تکنالوژۍ اروپایي پوهنتون (ESMT)، او د برلین بارډ کالج. د دغه ښار ژوبڼ په اروپا کې ترټولو ډېر لیدل شوی ژوبڼ دی او په ټوله نړۍ کې یو له خورا مشهورو هغو څخه دی. بابلزبرګ یې د نړۍ لومړی ستر فلمي سټوډیو کمپلیکس دی، چې له کبله یې برلین د نړیوالو فلمونو د تولید خورا مشهور ځای دی. دغه ښار د جشنونو، متنوع معمارۍ، شپني ژوند، معاصرو هنرونو او د ژوند خورا لوړ کیفیت له پلوه یو پېژندل شوی ښار دی. [48][49][50][51][52][53][54][55][56][57]