پروشیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
پروشیا له تاریخي پلوه د المان یو مهم ایالت و چې په ۱۵۲۵ز کال کې د بالتیک سمندر په سویل ختیځ ساحل کې د پروشیا په سیمه کې له ډوچي سره نږدې رامنځ ته شوی. دا په حقیقت کې په ۱۹۳۲ز کال کې د جرمني چانسلر فرانز وان پاپین د پروسیا حکومت واکونه د اضطراري فرمان له لارې منحل او په ۱۹۴۷ز کال کې د متحد فرمان له لارې واک جوور ته وسپاره. دپېړیو لپاره د هوینزولرن کورنۍ په پروشیا واکمنه وه او نوموړې کورنۍ په بریالیتوب سره د غیر معمولي، منظم او اغیزمن پوځ له لارې د خپل هیواد جغرافیه پراخه کړه. پروشیا چې پلازمینه یې لومړی په کونیګسبرګ کې وه او بیا کله چې په ۱۷۰۱ز کال کې په برلین کې د پروشیا په سلطنت باندي بدله شوه، د المان تاریخ ته يې بدلون ورکړ.
په ۱۸۷۱ز کال کې د پروشیاد ولسمشر اوټو وان بسمارک د هڅو په پایله کې د جرمني ډېری سلطنتونه د پروشیا په مشرۍ د الماني سترواکۍ سره متحد شول، که څه هم دا یو "نیمګړی المان" ګڼل کیده، ځکه چې اطریش او سویس په کې لا شامل نه و. د ۱۹۱۸ز کال په نومبر میاشت کې پاچهۍ ړنګې شوې او د ۱۹۱۸-۱۹۱۹ز کلونو کې د المان د انقلاب په جریان کې پاچا خپل سیاسي واک له لاسه ورکړ. په دي توګه د پروشیا سلطنت د یو جمهوریت په ګټه ړنګ شو - د پروشیا ازاد دولت، د المان دولت له ۱۹۱۸ز کال څخه تر ۱۹۳۳ز کال پوري دوام وکړ. له ۱۹۳۲ز کال څخه وروسته پروشیا د یوې کودتا په پایله کې خپله خپلواکې له لاسه ورکړه چې په راتلونکي کې نوره هم ونیول شوه. کله چې نازي رژیم په بریالیتوب سره د یو واحد دولت په لټه کې د ګلیچ شالټونګ قوانین رامنځته کړل، پاتې قانوني دولت په ۱۹۴۷ز کال کې له منځه لاړ.[1]
د پروشیا نوم له پخوانیو پروشیانو څخه اخیستل شوی. په ۱۳۰۸ز کال کې تیوټونیک نایټس د پومیریلیا او ډانزیګ سیمې چي اوس په ګډانسک مشهوره ده، فتح کړي. د دوی خانقاه ایالت تر ډېره د مرکزي او لویدېځ المان څخه د مهاجرت له لارې د المان برخه شوی وو او په سویل کې دا د ماسوویا د اوسیدونکو له خوا پولونیز شوی وو.د ۱۴۶۶ز کال Second Peace of Thornپروشیا په لوېدیځه شاهي پروشیا ووېشله او د پولینډ یوه برخه شوه، ختیځه برخه یې له ۱۵۲۵ز کال څخه وروسته د پروشیا ډچي په نامه یادېږي، چې تر ۱۶۵۷ز کال پوري د پولینډ یوه فیوډالي برخه وه. د برانډنبرګ او د پروشیا ډوچي سیمو یو ځای کیدل په ۱۶۱۸ز کال کې د دې سبب شو، تر څو په ۱۷۰۱ز کال کې د پروشیا سلطنت اعلان شي.
د پروشیا اصطلاح زیاتره په ځانګړي توګه له المان څخه بهر د مسلکيتوب ، تیري، ملیشو او محافظه کارۍ ټینګار لپاره کارول شوې، هغه چي په ختیځ کې یې لومړی پروشیا او بیا د المان امپراتوري واکمني لاسته راوړه.