لندن
From Wikipedia, the free encyclopedia
لندن د انګلستان او متحده سلطنت پلازمېنه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ښار د انګلستان په سويل ختيځ کې د تيمز سيند پر غاړه، د سیند شمال لور ته د سمندر په داخلي خوله کې پنځوس ميله (۸۰ کيلومتره) دننه موقعيت لري، لندن له دوه زريزو راهيسې يو ستر مېشت ځای دی. د لندن ښار، د ښار لرغونی بنسټ او اقتصادي مرکز د «Londinium» په نوم د روميانو له خوا جوړ شوی و او تر اوسه يې نږدې د منځنيو پېړيو پولې په خپل ځای پاتې دي. له نولسمې پېړۍ راهيسې، لندن ته د دې مرکزيت په شا او خوا کې د ستر ښار په سترګه کتل کېږي، له تاريخي اړخه دا ښار د ميلسيکس، ايسيکس، سوري، کينټ او هرټفورډشاير ولسواليو تر منځ وېشل شوی دی چې ستر لندن له همدې ولسواليو څخه جوړېږي او د ستر لندن د حکومت له خوا اداره کېږي. د لندن لويديځ لور ته پروت د ويست منيسټر ښار له پېړيو راهيسې ملي حکومت او پارلمان لري.[10][11][12][13][14][15]
د لندن انځور | |
د تاسيس نيټه | ۰۰۴۷[1] |
هيواد | د روم ټولواکمني (۰۰۴۷–۰۴۱۰)
د لویې بریتانیا پاچاهي (۱ مې ۱۷۰۷–۳۱ ډيسمبر ۱۸۰۰) د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱ جنوري ۱۸۰۱–۶ ډيسمبر ۱۹۲۲) برېتانيا (۶ ډيسمبر ۱۹۲۲–)[2][3] [4] |
پلازمینه د | |
کورډېناټونه: 51.507222222222°شمال 0.1275°لويديځ / 51.507222222222; -0.1275 [5] | |
جغرافیائی ځانګړتیاوې | |
ساحه | 1572 کیلومتره مربع |
لوړوالي | 15 متر ، 11 متر ، 36 فوټ |
نفوس | |
ټول نفوس | 8799728 (سرشمېرنه ) (۲۰۲۱)[6] |
نور معلومات | |
خورلڼې ښارونه | برلين (۱۰ اکتوبر ۲۰۰۰–)
ممبای نيويارک (۲۰۰۱–) الجزيره مسکو توکيو (۲۰۱۵–) بېجنګ (۱۰ اپرېل ۲۰۰۶–)[7] کراچۍ زګريب تهران ډېلي (۲۵ جولای ۲۰۰۲–)[8] بوګوتا ژوهانسبورگ کوالالامپور اوسلو شانګهای (۳۱ مارچ ۲۰۰۹–)[7] باکو بوئنوس آيرز استانبول لاس انجلس پودګوریتسا نوي دهلي پنوم پن جکارتا امسټرډام بخارست مکسیکو ښار |
اوقات | يو ټي سي ٠١:٠٠+ (د اوړي وخت ) |
رسمی ژبه | انګليسي ژبه |
پوسټ کوډ | |
ټليفون کوډ | 20، 1322، 1689، 1708، 1737، 1895، 1923، 1959، 1992 |
آیزو 3166-2 | GB-LND |
رسمي ویب پاڼه | د تاييدولو سرچينه |
جیو کوډ | 2643743[9] |
سمول |
د يو نړيوال ښار په توګه لندن پر هنر، سوداګرۍ، زده کړې، سات تېرۍ، سينګارډول، مالياتو، روغتيايي پاملرنې، رسنيو، ګرځندويۍ او اړيکو باندې د پام وړ اغېز لري. ناخالص کورني توليد (په ۲۰۱۷ز کال کې اته سوه او يو اعشاريه شپږ شپېته ميليارده يورو) دا ښار په اروپا کې يو له سترو ښاري اقتصادونو او د نړۍ په کچه يو له سترو مالي مرکزونو څخه ګرځولی. په ۲۰۱۹ز کال کې له پاريس وروسته لندن د اروپا په کچه د سړي سر فوق العاده خالص ارزښت تر ټولو لوړه شمېره لرله او له مسکو وروسته د اروپا له بل هر ښار څخه په دې ښار کې ميليونران تر ټولو زيات وو. لندن په اروپا کې پر تعليمي ادارو تر ټولو لوړ تمرکز لري، په طبيعي او تطبيقي علومو کې د لندن امپيريال کالج، د اقتصادياتو او ټولنيزو علومو لندن ښوونځی او د لندن پراخه کالج پوهنتون په دې ښار کې دي. د نړۍ په کچه په دې ښار کې پنځه ستوريز هوټلونه تر ټولو زيات دي. لندن لومړی هغه ښار دی چې په ۲۰۱۲ز کال کې د دوبي المپيک درې لوبو کوربه و. [16][17][18][19][20][21][22][23][24]
په وروستيو لسيزو کې د مخ پر وده کډوالۍ له امله، لندن په نړيواله کچه هغه ښار دی چې تر ټولو زياته توکميزه تنوع لري، په دې ښار کې اوسمهال له درې سوو څخه په زياتو ژبو خبرې کېږي. د ۲۰۱۸ز کال په منځ کې د ستر لندن د وګړو شمېر نږدې نهه ميليونه و، په دې ډول لندن د اروپا درېیم ستر ګڼ ميشتی ښار و. د انګلستان د ټول نفوس ديارلس اعشاريه څلور سلنه په دې ښار کې ژوند کوي. د ستر لندن جوړه شوې سيمه، له استانبول، مسکو او پاريس څخه وروسته د دوه زره يوولسم کال د شمېرنې پر اساس د ۹،۷۸۷،۴۲۶ اوسېدونکو په لرلو سره په اروپا کې څلورم پرنفوسه سيمه وه. په ۲۰۱۶ز کال کې د ۱۴،۰۴۰،۱۶۳ استوګنو په لرلو سره د لندن ښاري سيمه له استانبول او ماسکو څخه وروسته د اروپا تر ټولو پر نفوسه سيمه وه.[25][26][27][28][29][30][31]
لندن د تاریخي ميراث څلور نړيوالې سيمې لري چې دا دي: د لندن څلی، کيو باغ، د ويست مينيسټر د کليا تر څنګ د ويسټ منيسټر ماڼۍ او د سنټ مارګريټ کليسا؛ همدا راز په ګرينويچ کې تاريخي استوګنځای، چېرته چې شاهي څارنه ده، ګرينويچ د اصلي نصف النهار (۰ درجه جغرافيايي طول) او د ګرينويچ منځنی مهال ښيي. په نورو د لېدو وړو سيمو کې يې د بوکينګهام ماڼۍ، د لندن سترګه، د پکاډيلي سيرکس، سينټ پاول کليسا، د څلي برج او ترافالګار څلور لارې شامل دي. دا ښار ډېر ميوزيمونه، د هنري اثارو خونې، کتابتونونه او د لوبو ځايونه لري، د برتانيې موزيوم، د هنري اثارو ملي خونه، ملي تاريخي موزيوم، تيت مودرن، برتانوي کتابتون او ويسټ اينډ تياترونه پکې شامل دي. د لندن تر ځمکې لاندې لارې (ميټرو) د نړۍ تر ټولو چټک لرغونی د حمل و نقل نظام دی.