![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/9/9a/Damascus%252C_Syria%252C_Panorama_at_sunset.jpg/640px-Damascus%252C_Syria%252C_Panorama_at_sunset.jpg&w=640&q=50)
دمشق
From Wikipedia, the free encyclopedia
دمشق يا دَمِشْق (په عربی: دمشق الشام) د سوريې پلازمېنه ده، چې د دې هېواد لوى ښار هم گڼل کېږي. يو لرغونى او ودان ښار گڼل کېږي، د وگړو شمېر يې ٢ مليونو ته رسېږي. د دمشق مساحت ۱۰۵ کلومترو مربع ده.
پلازمېنه د |
سوريه — اموي خلافت — Damascus Eyalet (en) ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() ![]() |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
وګړو شمېر | |
رسمي ژبه | |
وګړنوم |
Damascene — دِمَشْقِيّ — دِمَشْقِيّة — damasceno — damaskolainen — Damaskano — damascenus — damaschino — Damasquin — Damasquine — Damascène[2] — damasceni ![]() |
غړی د | |
اداري سیمه | |
هېواد |
مهمې پېښې |
|
---|
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه |
damascus.gov.sy (عربي ژبه) ![]() |
---|---|
کورډينېشن |
![Map](http://maps.wikimedia.org/img/osm-intl,6,33.51,36.29,260x260.png?lang=ps&domain=ps.wikipedia.org&title=%D8%AF%D9%85%D8%B4%D9%82&revid=323166&groups=_07b12bdd7006967b39b3cc4070980c6563f6bfb4)
دا ښار په عاميانه ژبه سوريه کې د “as-Sam” (الشَّام) په نوم پېژندل کېږي او «د ياسمن ښار:City of Jasmine» (مدينة الياسمين Madinat al-Yasmin) وړ نوم ورکړل شوی دی. دمشق د ختيځ (مشرق) “Levant” او عربي نړۍ يو ستتر کلتوري مرکز دی، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې يې د اټکل له مخې (۲۰۷۹۰۰۰) تنه نفوس درلود.
په سويل لويديځه سوريه کې دمشق د يوې پراخه ښاري سيمې مرکز دی. په ۲۰۰۴ ز کال کې يې نفوس ۲،۷ ميليون تنه اټکل شوی و. دمشق چې د سمندر له کچې څخه ۶۸۰ متره (۲۲۳۰ فوټه) پورته پر لوړه سطحه باندې د مديترانې له ختيځ ساحل څخه ۸۰ کېلومتره (۵۰ ميله) د خاورې دننه د انټي لبنان (Anti Lebanon) غر پر ختيځو غونډويو باندې ځای پر ځای شوی [پروت] دی، د باران سيوري د اغېز له امله وچ اقليم ازمايي. د باراډا سيند (Barada River) د دمشق په منځ کې بهېږي.[4]
دمشق د نړۍ په کچه په پرله پسې ډول له لرغونو اباد شويو ښارونو څخه دی. لومړۍ استوګنه له ميلاد څخه مخکې درېيمه زريزه کې وشوه او ښار له ۶۶۱ څخه تر ۷۵۰ ز کال پورې د اميه خلافت (Umayyad Caliphate) د پلازمېنې په توګه وټاکل شو. د عباسي (Abbasid) کورنۍ له بريا څخه وروسته د اسلامي ځواک مرکز بغداد ته ولېږدول شو. دمشق د عباسي دورې پر مهال د خپلې مهمې پرېوتنې يا شاتګ شاهد و او يوازې د ايوبي (Ayyubid) او مملوک (Mamluk) دورو پر مهال يې د پام وړ ارزښت بېرته تر لاسه کړ. دا ښار اوسمهال د سوريې د مرکزي حکومت مرکز دی. دمشق چې د ۲۰۱۹ ز کال تر سپټمبر پورې د اته کالونو لپاره د سوريې په کورنۍ جګړه “Syrian Civil War” کې و، د ژوند وړ نړيوالې ډلبندۍ (Global Liveability Ranking) کې د ۱۴۰ نړيوالو ښارونو له ډلې د ژوند لپاره تر ټولو لږ وړ ښار ونومول شو.[5][6]