From Wikipedia, the free encyclopedia
د هاوایي هونولولو د امریکا د هاوایي د ایالت خورا پراخ ښار دی چې په آرام سمندر کې پروت دی. دا د هونولولو ادغام شوي ښار اوناحېې یوازينۍ پاتې جلا سیمه او د امریکا خورا لېرې لويدیځ او سهیل ته پروت عمده ښار دی. هونولولو نړۍ ته دهاوایي د نښلېدو عمده ور دی او په ایالتې او اقیانوسیه کچه د کار وبار، پانګونې، میلمه پالنې او نظامي دفاع عمده مرکز دی. دا ښار لکه څنکه چې د دې ښار په ډول ډول ټولنه پېژندنې ، پخلي او رسومو کې منعکس کیږي د آسیایي، سهیلي او آرام سمندر د کلتورونو له ترکیب څخه پېژندل کیږي. [1]
د هونولولو معنی په ها وایې کې خوندي یا آرام بندر دی چې زوړ نوم یې کو Kou و چې د نوآنو Nuʻuanu له واټ تر الاکي Alakea سړک او د هوټل له سړک Hotel Street د ملکې سړک Queen Street پورې سیمه چې د اوسنۍ ښار په مرکز کې پرته سیمه ده احاطه کوي. د یو بندر په توګه د دې ښار وړوالی د دې ښار د تاریخې ودې او د هاوایی د جزیرود مجموعې او د اقیانوس د پراخې سیمې اهمیت په ګوته کوي. هونولولو له ۱۸۴۵ ز کال را پدېخوا د هاوایي جزیرو پلازمېنه ده چې په پیل کې خپلواک هاوایاني سلطنت و او له ۱۸۹۸ ز کال را پدېخوا په امریکا پورې اړوند او د هاوایی ایالت شو. دې ښار د پیرل بندر ته په نژدې سیمه د جاپان له حملې څخه وروسته د ۱۹۴۱ ز کال د دسمبر په ۷ نړیواله پېژندنه ترلاسه کړه چې دویمې نړیوالې جګړې ته د امریکا پرېکنده داخلیدل یې وهڅول، دا بندر د امریکا د سمندري ځواکونو عمده مرکز په توګه پاتې شوی چې په آرام سمندر کې د امریکا یي بېړیو چې د نړۍ د سترو سمندرې قوماندې ځای دی کوربه توب کوي [2][3][4][5]
دا چې هاوایي یوازينی داسې ایالت دی چې د ولسوالۍ په کچه ناثبت شوې سیمې نه لري، نو د امریکا د احصایې دفتر داسیمه د هونولولو په نامه پېژني نه داچې د ښار او ولسوالۍ په توګه. د امریکا د ۲۰۲۰ زکال د سرشمېرنې له مخې، د هونولولو د وګړیو شمېر ۳۵۰.۹۶۴ تنه او د ښاري سیمې ۸۰۲.۴۵۹ تنه و دهونولولو د پلازمېنې اړوند احصایوي ښاري سیمې د اوسیدونکو شمیر په ۲۰۲۰ ز کال کې ۱.۰۱۶.۵۰۸ تنه و. د څه د پاسه ۳۰۰.۰۰۰ تنو وګړو په درلودلو سره هونولولو له اوسترالاسیا Australasia څخه بهر د ډېرو وګړو لرونکی اقیانوسیه ښار دی. [6][7][8][9][10][11]
د هونولولو مساعد ګرم سیر اقلیم،غني طبعی منظرو او پراخو ساحلونو داښار د نړیوالو ګرځندویانو لپاره یوه مشهوره موخه ګرځولې ده. د ۲۰۲۱ ز کال له مې میاشتې راهیسې، هاوایي ښار ۷۰۰۰د لیدونکو یو ستره :کتله چې په ورځ کې له ۷۰۰۰ تر ۱۱۰۰۰ لیدونکي کيږي ځان ته جلب کړي ده چې دا په ۲۰۱۹ ز کال کې ښار ته درارسیدونکو مسافرو له شمېرې چې په ورځ کې له ۱۰۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ پورې کېده کمه ده . [12]
په هونولولو کې د لومړۍ میشتې شواهد مجمع الجزایرته د پلنیزی Polynesian د اصلی مهاجرو ورتګ ته ورګرځي چې سرچینه يې شفاهی تاریخ دی او جوړې شوې خبرې دي. دا شواهد ښیي چې په ۱۱ پېړۍ کې په هغه ځای کې مېشتېدنه وه چې اوس هلته هونولولو پروت دی. له هغه وروسته چې لومړي کامیها میها Kamehameha I ( د هاوایي د سلطنت لومړنی واکمن او فاتح ) په نوآني پالي Nuʻuanu Pali کې د نوآنو Nuʻuanu له جګړې اوآهو Oʻahu ونیو، نو هغه په ۱۸۰۴ ز کال کې شاهي محکمه د هاوایي له جزیرې څخه وای کیکی Waikīkī ته ولېږدوله. په ۱۸۰۹ ز کال کې د هغه محکمه هغه ځای ته بې ځایه شوه چې اوس د هونولولو ښار مرکزي سیمه ده. پلازمېنه په ۱۸۱۲ یوځل بیا کایلوآ کونا Kailua-Kona ته ولېږدول شوه. [13]
د ۱۷۹۴ زکال کې، د سترې برتانیا کپيتان ویلیم بروان William Brown لومړنی بهرنی و چې تر هغه ځايه چې اوس د هونولولو بندردی سمندري سفر وکړ. نورو بهرنیوبېړیو له همدې سفر نه په پېروۍ د هونولولو بندر د تجارتي بېړیو چې د شمالي امریکا او آسیا تر منځ یې سفر کاوه یو مرکژی نقطه وټاکله. مېشتېدنه له محدود شمېر کورونو څخه د ۱۹ پېړۍ په پیل کې پیل شوه اود ښارپه ډول مېشتېدنې ته هغه وخت وده وکړه چې دا ځای د وایکيکی په ځای د لومړي کامیها میها Kamehameha I له خوا په ۱۸۱۰ زکال کې هستوګنځي وټاکل شو. [14][15]
په ۱۸۵۰ زکال کې، دریم Kamehameha د هاوایانی سلطنت مرکز له لاهاینا Lahaina چې په ماوي Maui پروت و هونولولو ته ولېږداوه. هغه او هغو پاچاهانو چې ده پسې راغلل هونولولو په یوه عصري پلازمېنه باندې واړوله چې ګڼ شمېر تعمیرونه لکه سینت اندریو کلیسا، د لولانی ماڼۍ او د الی اولاني Aliʻiōlani Hale ودانۍ پکې جوړې شوې. په همدې وخت کې هونولولو په دې جزیرو کې د تجارت مرکز شو چې د هونولولو په مرکزي سیمه کې د امریکایی مبلغینو نسلونو عمده کار اوبارونه پیل کړل.[16][17]
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ په پیل کې له ګډوډیو ډک تاریخ سره سره لکه په ۱۸۹۳ د هاوایانی سلطنت ړنګېدل، په ۱۸۹۸ کې د امریکا له خوا امریکا سره د ها وایی ملحق کول او په ۱۹۰۰کال کې ستره اورلګېدنه، په ۱۹۴۱ ز کال کې د پیرل په بندر Pearl Harbor باندې دجاپان حمله، هونولولود هاوایی مرکز، ستر ښار، عمده هواد ډګر او د هاوایی جزیرو سمندري بندرپه توګه پاتې شو. اقتصادي او د توریزم برخو غوړېدل چې له ثبات وروسته رامنځ ته شول هونولولو او هاوایی ته چټکه اقتصادي وده ورپه برخه کړه. عصری هوایي سفرونه له ۲۰۰۷ ز کال څخه را په دېخوا هر کال ۷.۶ میلیونه لیدونکي جزیرو ته رابولي چې ۶۲.۳ سلنه یې د هونولولو هوایي ډګر له لارې هاوایي ته داخلیږي. نن ورځ هونولولو یو عصری ښار دی چې چې ګڼ شمیر لوړپوړې ودانۍ لري او وایکیکی Waikīkī په هاوایی کې د ګرځندوی دصنعت مرکز دی چې هلته د هوټلونو په زرونو خونې فعالیت کوي. [18][19]
د امریکا د احصایې د دفتر د معلوماتو له مخې، د هونولولو ښارې سیمه ۶۸.۴ میل مربع ( ۱۷۷.۲ کیلومتر مربع) پراخوالی لري چې ۷.۹ میل مربع ( ۲۰.۵ کیلومتر مربع) يې چې ۱۱.۵۶ سلنه د ټول پراخوالي برخه کیږي اوبه ده. هونولولو د ا مریکا ترټول لیرې ښار او په نړۍ کې هم یو له خورا لرو ښارو څخه دی. هونولولو ته دامریکا د وچه نژدې سیمه پوینت ارېنا Point Arena ښار کې د سمندرې څراغ سیمه ده چې شمالي کالیفورنیا ته ۲.۰۴۵ سمندرې میل ( ۳.۷۸۷۹ کیلومتره) واټن کې پرته ده. ( د واټن سمندري وسیله یو څه اضافي واټن ته اړتیا لري چې د ماکاپو پاینت Makapuʻu Point ( د هاوایي خورا لېرې شرقي سیمه ده ) پورې دوره وکولای شي. هونولولو ته خورا نژدې ښار د کالیفورنیا د سانفرانسیسکو ښار دی چې ۲۳۰۰ میل یا ۳.۷۰۱ کیلومتره واټن کې له هولونونو څخه لېرې پروت دی خو د مکسیکو د غاړې جزیرې او د الاسکا د آلوتین جزیرې Aleutian Islands د امریکا دنورو وچو سیمو په پرتله هونولولو ته نژدې سیمې دي. دهونولولو اورغورځوونکې ساحه څه ناڅه د همدې ښار په مرکزي برخه موقعیت لري. [20][21][22][23]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.