سیول
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیول د سویلي کوریا پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر میتروپولیتن ښار دی. د ۲۰۲۰ کال د احصائیو له مخې، د سیول ښار ۹.۹ میلیونه وګړي لري، چې د سیول د پلازمېنې د سیمې او شاوخوا د انچیون میتروپولټن او ګینوګي ولایت سیمې په ځان کې رانغاړي. دا ښار د یوه نړیوال ښار په توګه ګڼل کېږي، چې د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنې شبکې (GaWC) له خوا د یوه الفا ښار په توګه ډلبندي شوی دی. سیول له توکیو، نیویارک ښار او لاس انجلیس نه وروسته په ۲۰۱۴ ز کال کې د د متروپولییتن ستر اقتصاد لرونکو ښارونو په لړ کې په څلورم ځای کې راغلی و. نړیوال سیلانیان معمولاً سیول ته د انچیون د نړیوال هوايي ډګر نه د AREX له لارې ورځي، کوم چې د نهو پرله پسې کلونو لپاره د هوايي ډګرونو د نړیوالې شورا له خوا (۲۰۰۵-۲۰۱۳) د غوره هوايي ډګر په توګه ډلبندي شوی و. په ۲۰۱۵ ز کال کې، دا ښار په اسیا کې د ژوند کولو له اړخه یو له ډېرو ممتازو ښارونو وګڼل شو او همداشان د Arcadis له خوا په نړیواله توګه د ژوند د کیفیت له مخې دویم ستر ښار وپیژندل شو، چې په دې ښار کې د سړي سر ناخالص تولید شاوخوا ۴۰۰۰۰ امریکايي ډالر دي. سیول د ۲۰۰۲ کال د فیفا د نړیوال کپ لپاره یو له دوو رسمي کوربه ښارونو څخه و چې سویلي کوریا او جاپان په ګډه سره د هغو کوربه توب وکړ.[18][2][19]
سیول Seoul | |
---|---|
서울시 Seul | |
Seoul Special City 서울특별시 | |
• هانګول | 서울특별시 |
• هانجا | Script error: The function "lang" does not exist. |
• Revised Romanization | Seoul Teukbyeolsi |
• McCune–Reischauer | Sŏul T'ŭkpyŏlsi |
Clockwise from top: Namdaemun, Myeongdong Cathedral, Cheongyecheon, Gyeongbokgung Geunjeongjeon, 63 Building, N Seoul Tower | |
Map of South Korea with Seoul highlighted | |
![]() | |
کورډېناټونه: 37.56°شمال 126.99°ختيځ / 37.56; 126.99 ![]() | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۶ جون ۱۳۹۵ ![]() |
نومول شوی په | پلازمېنه ![]() |
اداري وېش | |
هیواد | South Korea[2] |
Region | Seoul National Capital Area |
پلازمینه د: | |
Districts | کينډۍ:قائمة مخفية |
حکومت | |
• ډول | Seoul Metropolitan Government Mayor–Council |
• ښاروال | پارک ون-سون (کينډۍ:Polparty) |
• Council | Seoul Metropolitan Council |
• National Representation - National Assembly |
کينډۍ:Composition bar 16.3% (total seats) کينډۍ:Composition bar19.4% (constituency seats) ليسټ
|
پراخوالی[3] | |
• ښار | ۶۰۵٫۲۱ کلوميټر٢ (۲۳۳٫۶۷ میله مربع) |
لوړوالی | ۳۸ ميټره (۱۲۵ فوټ) |
نفوس شمېرنه (2016[4]) | |
• ښار | ۱۰,۲۹۰,۰۰۰[5] |
• ستره ښاري سيمه | ۲۵٬۶۰۰٬۰۰۰ |
• Demonym | 서울 사람 (Seoul saram), 서울시민 (Seoul-simin), Seoulite |
• Dialect | Gyeonggi |
وروستي مالومات | |
وخت زون | نړيوال همغږی وخت + 09:00 ![]() |
رسمي ژبه | کوريايي ژبه ![]() |
جيو کوډ | 1835848 ![]() |
آی اېس او 3166 | KR-11[6] ![]() |
خورلڼې ښارونه | سان فرانسسکو [7]، قاهره ، جکارتا ، نوي دهلي ، تایپي ، انقره ، تهران ، بوګوتا ، توکيو ، مسکو ، سیدنی ، بېجنګ ، اولان باتور ، هانوی ، وارسا ، استانه ، آتن ، واشنګټن ډي سي [8]، بانګکوک ، تیرانا ، ساو پاولو [9]، ډېلي ، بوئنوس آيرز ، مکسیکو ښار ، رايو ډي جينېرو ، پاريس ، روم ، نيويارک ، هونولولو [10]، کيېف [11] ![]() |
آلوتونګه | کوریایي زاغه |
رنګ | سور رنګ سیول[12] |
ګل | زیړ یاس |
سرچیني | د سیول سرچیني (سیول هانګانګ او سیول نامسان)[13] |
د بخت نښان | Haechi |
شعار | "I·SEOUL·U "[14] ( "د اسیا روح په معنی") |
ترانه | "S.E.O.U.L." (اجرا سوپر جونیور او ګرلز جنریشن) |
ونه | تاریخي |
GDP(Metro) | US$ 779.3 billion[15] |
GDP per capita(Metro) | US$ 35,782[16][17] |
رسمي وېبپاڼه | seoul.go.kr |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
په ګنګنم او د ډیجیټل رسنۍ ښار کې د سترو تکنالوژيکي شرکتونو د مرکزونو په لرلو سره، د سیول سیمه د فورچون ګلوبل ۵۰۰ کمپنیو له منځه د ۱۵ سترو او مشهورو کمپنیو لکه سامسونګ، ایل جي او هیونډای کور دی. د نړیوال ځواک لرونکي ښار د شاخص او د نړیوالو مالي مرکزونو د شاخص له مخې دا ښار په اوم مقام کې راځي، چې د نړیوالو کنفرانسونو د کوربه توب له مخې د نړۍ په چارو کې یو له مخکښو متنفذینو ښارونو څخه ګڼل کېږي. د سیول ښار د ۱۹۸۶ کال د اسیايي لوبو، د ۱۹۸۸ کال د دوبني المپیک او د ۲۰۱۰ کال د G20 Seoul summit کوربه و.[20][21][22]
سیول د بېلابېلو کوریايي حکومتونو پلازمېنه وه، له هغې ډلې د بیکجي، جوسیون، کوریايي سترواکي، ګوریو (د دویمې پلازمېنې په توګه) او اوسمهال د سویلي کوریا. په ستراتیژيکي توګه دا ښار د هان سیند پر غاړه پروت دی. د سیول تاریخ ۲۰۰۰ کاله وړاندې ته ورګرځي، کله چې له میلاد نه وړاندې په ۱۸ کال کې د بیکجي خلکو له خوا جوړ شو، بیکجي د کوریا یو له دریو پاچاهیو څخه ده. دا ښار بیا وروسته د جوسیون د سلسلې له خوا د کوریا د پلازمېنې په توګه پسې پراخ شو. سیول د غرونو او غونډیو په مټ را محاصره شوی ښار دی، چې د بوخان غر د دې ښار په شمالي څنډه کې پروت دی. د سیول په ښار کې د یونیسکو پنځه نړیوال میراث لرونکي سایټونه شته چې دا دي: د چانډویک ماڼۍ، د هواسیونګ کلا، د جونګمیو زیارت، نمهانسانسیونګ او د جوسیون سلسلې شاهي قبرونه. په دې وروستیو کې، سیول د عصري معمارۍ او ودانیزو چارو په برخه کې خورا مخکښ پاته شوی، چې په دې لړ کې کولای شو د N Seoul Tower، 63 Building، Lotte World Tower، Dongdaemun Design Plaza، Lotte World، Trade Tower، COEX او IFC Seoul نومونه واخلو. سیول په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ د طراحي پلازمېنه هم ونومول شوه. سیول همداشان د K-pop او Korean wave د زوکړې ځای هم دی.[23]