بوګوتا
From Wikipedia, the free encyclopedia
بوګوتا (Bogotá) (/ˌboʊɡəˈtɑː/، همدار راز برتانوي: /ˌbɒɡ-/، امريکايي: /ˈboʊɡətɑː/، او هسپانوي تلفظ: [boɣoˈta]) په رسمي ډول بوګوتا “Bogota, Distrito Capital” ده، چې لنډيز يې بوګوتا ډي سي “Bogota D.C.” دی او پخوا د هسپانوي دورې او ۱۹۹۱ او ۲۰۰۰ کالونو تر منځ د “Santa Fe de Bogota” (هسپانوي: ، يعنې «د بوګوتا سپېڅلې عقيده») په نوم پېژندل کېده. دا ښار د کولمبيا پلازمېنه او د نړۍ له لويو ښارونو څخه دی. دا ښار د پلازمېنې سيمې “Capital District” او همدا راز د کنډينامارکا “Cundinamarca” د شا او خوا څانګې (که څه هم برخه يې نه دی) د پلازمېنې په توګه اداره کېږي. بوګوتا د کولمبيا د څانګو په توګه په ورته اداري دريځ سره د لومړي ترتيب سيمه ييز شته والی دی يا هستي ده. دا ښار د هېواد سياسي، اقتصادي، اداري او صنعتي مرکز دی.[2][3][4][5]
بوګوتا | |
---|---|
Bogotá, D.C. | |
د بوګوتا انځور | |
شعار: بوګوتا | |
موقعیت په کلمبیا کې | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:ISO 3166/data/CO' not found.}} ۴°۳۵′۵۳″ شمال ۷۴°۴′۳۳″ لویدیځ | |
جوړښت | ۶ جون ۱۵۳۸ |
بنسټګر | ګنسالو خیمنه د کویهزادا |
اداري وېش | |
هیواد | کينډۍ:COL |
سیمه | - |
برخه | 22px د پلازمینه برخه |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• ښاروال | کلارا لوپز اوبرګون |
پراخوالی | |
• ښار | ۱٬۵۸۷ کلوميټر٢ (۶۱۳ میله مربع) |
لوړوالی | ۲۶۴۰ ميټره (۸٬۶۶۰ فوټ) |
نفوس شمېرنه | |
• ښار | ۷٬۴۳۴٬۴۵۳ |
• ترتيب | څه کم |
• د نفوسو کثافت | ۴٬۷۰۰/کلوميټر٢ (۱۲٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۹٬۶۰۰٬۰۰۰ |
د گڼه گوڼې نوم | Bogotano |
وروستي مالومات | |
وخت زون | Eastern Time Zone (ه.ن.و۵-) |
رسمي ژبه | اسپانيايي ژبه |
11 | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 1 |
جيو کوډ | 3688689[1] |
آی اېس او 3166 | CO-DC |
موټر پلېټ | |
خورلڼې ښارونه | ميامي ، دوبۍ ، تګوسیګالپا ، لندن ، امسټرډام ، شیکاګو ، بوئنوس آيرز ، مکسیکو ښار ، آتن ، مادريد ، ترابلس ، سيول ، رام الله |
رسمي وېبپاڼه | City Official Site Mayor Official Site Bogotá Tourism |
سمول |
بوګوتا د ۱۵۳۸ ز کال د اګسټ پر ۶ نېټه د هسپانوي فاتح ګونزالو جيمينيز ډي کيوساډا “Gonzalo Jimenez de Quesada” له لورې د “Altiplano” د بومي اوسېدونکو د “Muisca” سيمې د نيولو په موخه انديس “Andes” ته له يو سخت جنګي ماموريت څخه وروسته د ګرانادا د نوې پاچاهۍ “New Kingdom of Granada” د پلازمېنې په توګه رامنځته شو. سانټافي “Santafe” (له ۱۵۴۰ ز کال څخه وروسته د ښار نوم و) د ګراناډا نوې پاچاهۍ (چې په ۱۵۵۰ ز کې جوړه شوه) د “Spanish Royal Audiencia” د حکومت څوکۍ شوه او له ۱۷۱۷ ز کال څخه وروسته د “New Granada” د سلطنت نيابت پلازمېنه و. د ۱۸۱۹ ز کال د اګسټ پر ۷ نېټه د بوياکا له جګړې “Battle of Boyaca” څخه وروسته بوګوتا د ګران کولمبيا “Gran Colombia” د خپلواک ملت پلازمېنه شوه. سيمون بوليوار “Simon Blivar” هغه څوک و، چې د “Muisca” وګړو د درنښت او د هسپانوي پاچاهۍ پر وړاندې د خپلواکۍ د قانون په توګه يې دا ښار بوګوتا ونوماوه. په همدې دليل له هسپانوي سترواکۍ څخه او د ننۍ کولمبيا د جوړښت پر مهال د نوې ګرانادا “New Granada” د سلطنت نيابت د خپلواکۍ له راهيسې، بوګوتا د سيمې د پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی.[6]
دا ښار د کولمبيا په مرکز کې پر يوې لوړې سطحې باندې پروت دی، چې د بوګوتا هوارې ځمکې په نوم پېژندل کېږي، د “Altiplano Cundiboyacense” برخه ده، چې د انديس په ختيځ کورډيليرا “Eastern Cordillera” کې پرته ده. بوګوتا په سويلي امريکا کې او له کيتو (Quito) او لاپاز “La Paz” څخه وروسته د سمندر د سطحې له پاسه د ۲۶۴۰ مترو (۸۶۶۰ فوټ) په اوسط د نړۍ درېيمه لوړه پلازمېنه ده. بوګوتا چې په ۲۰ سيمو باندې وېشل شوی دی، ۱۵۸۷ کېلو متر مربع (۶۱۳ ميل مربع) سيمه او يو څه سوړ اقليم لري، چې د کار په اوږدو کې ثابت دی.
دا ښار د کولمبيا حکومت د اجرائيه څانګې (د ولسمشر د دفتر)، د مقننه څانګې (د کولمبيا د کانګرس) او قضائيه څانګې (د عدالت سترې محکمې، د اساسي قانون محکمې، د دولت د شورا او قضائيه قوې د سترې [لوړې] محکمې) د مرکزي دفترونو ټاټوبی دی. بوګوتا د خپلې اقتصادي پياوړتيا او تر څنګ يې مالي پوخوالي له امله خپل راښکون يا په زړه پورې والی د نړيوالو شرکتونو او انساني پانګې د غوره والي پر وړاندې ثابت ساتي. دا ښار د کولمبيا مالي او سوداګريز مرکز يا زړه دی، چې د هېواد د بل هر ښار په پرتله زيات سوداګريز فعاليت لري. دا ښار په کولمبيا او انډين “Andean” طبيعي سيمه کې د اصلي مالي بازار کوربه توب کوي او لاتيني امريکا او کولمبيا ته د راتلونکونکې نوې باندنۍ سيده يا مستقيمې پانګونې پروژو مخکښ منزل دی. بوګوتا د هېواد په کچه تر ټولو لوړ نومي ناخالص کورنی توليد لري، چې د هېواد ټول ناخالص کورني توليد نږدې څلورمه برخه (۲۴،۷ سلنه) پوره کوي.[7][8][9]
د ايل ډوراډو نړيوال هوايي ډګر “El Dorado International Airport” په نوم د ښار هوايي ډګر د “El Dorado” د کيسو په نوم نومول شوی دی، چې په لاتيني امريکا کې د تر ټولو لويې کچې (حجم) مالونو وسيله او د خلکو د ګڼې له مخې درېيم هوايي ډګر دی. بوګوتا د هېواد په کچه د خورا زيات شمېر پوهنتونونو او څېړنيزو مرکزونو ټاټوبی او د زياتو نندارځايونو، کتابخانو او موزيمونو په درلودلو سره يو مهم کلتوري مرکز دی. دا ښار د ښارونو د ۲۰۱۴ ز کال د نړيوال لړيال يا شاخص له مخې ۵۲ ځای درلود او په ۲۰۲۰ ز کال کې د “GaWC” له لورې د “Beta +” ډول نړيوال ښار وګڼل شو.[10][11][12]