بانکوک
From Wikipedia, the free encyclopedia
بانکوک (په ټايلنډي : กรุงเทพมหานคร، تلفظ: کرونگتِپ مهاناکُن) چې په رسمي توګه په ټایلنډي کې د کرونګ ټېپ ماها ناکون په نوم او په محاوره کې د کرونګ ټېپ په توګه پېژندل کېږي، د ټایلنډ هېواد پلازمېنه او ترټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. دا ښار د ټایلنډ په مرکز کې د چائو فرایا سیند ۱۵۶۸.۷ کیلومټر مربع (۶۰۵.۷ مایل مربع) قبضه کوي او تر ۲۰۲۰م کاله پورې یې ۱۰.۵۳۹ میلیونه نفوس درلود، یعنې د ټول هېواد ۱۵.۳ سلنه. د ۲۰۱۰م کال په سرشمېرنه کې، د بانکوک ښاري سیمې په شاوخوا کې له ۱۴ میلیونو ډېرو (۲۲.۲ سلنه) کسانو ژوند کاوه چې بانکوک یې په ستر اصلي ښار بدل کړ چې د اندازې او ملي اقتصاد لپاره د ارزښت له مخې یې د ټایلنډ نور ښارونه کوچني کړل.
بنکاک Bangkok | |
---|---|
کرونگ ټپ ماها ناکون | |
د بنکاک Bangkok انځور | |
نقشه دتایلنډ او د بنکاک ولایت سيمه | |
کورډېناټونه: 13.75°شمال 100.51666666667°ختيځ / 13.75; 100.51666666667 [1] | |
اداري وېش | |
هيواد | کينډۍ:THA |
ناحیه | د ټايلنډ مرکز |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• والۍ | آپیراک کوسایوټین |
پراخوالی | |
• ولايت | ۱,۵۶۸٫۷۳۷ کلوميټر٢ (۶۰۵٫۶۹۳ میله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۷,۷۶۱٫۵۰ کلوميټر٢ (۲٬۹۹۶٫۷۳ میله مربع) |
لوړوالی | 2 متر |
نفوس شمېرنه (۲۰۱۱) | |
• ولايت | ۹,۸۰۰,۰۰۰ |
• د نفوسو کثافت | ۶٬۲۰۰/کلوميټر٢ (۱۶٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۲۴,۹۰۰,۰۰۰ |
د گڼه گوڼې نوم | بانګکوکيان بانګکوکر |
وروستي مالومات | |
وخت زون | THA (ه.ن.و۷+) |
10### | |
سيمه ييز د زنګ کوډ | ۶۶-۲ |
جيو کوډ | 1609350 |
آی اېس او 3166 | TH-10 |
خورلڼې ښارونه | |
ويونکي ژبي | ټايلنډي |
رسمي وېبپاڼه | www.bma.go.th |
سمول |
بانکوک خپلې ریښې د آیوټایا په سلطنت کې د کوچني سوداګریز پوسټ په توګه پنځه لسمې پېړۍ ته رسوي، چې په پایله کې یې وده وکړه او ټونبوري په ۱۷۶۸م کال کې او راټاناکوسین په ۱۷۸۲م کال کې، د دوه پلازمېنو ښارونو په سایټ بدل شو. بانکوک د سیام د مډرن کولو مرکز وو، چې وروسته د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې کله چې دا هېواد د لوېدیځ فشارونو سره مخ شو، ټایلنډ ته یې نوم بدل کړ. دې ښار د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د ټایلنډ سیاسي مبارزاتو په مرکز کې قرار درلود، ځکه چې دې هېواد مطلقه سلطنت لغوه کړ، اساسي قانون یې ومانه او د ګڼو کودتاګانو او څو پاڅونونو څخه تېر شو. دا ښار چې په ۱۹۷۲م کال کې د بانکوک ښاري مدیریت لاندې د ځانګړې اداري سیمې په توګه پرځای شوه، له ۱۹۶۰ تر ۱۹۸۰مې لسیزې په اوږدو کې یې په چټکۍ سره وده وکړه او اوس د ټایلنډ پر سیاست، اقتصاد، زده کړې، رسنیو او مډرنې ټولنې باندې د پام وړ اغیزه لري.
په ۱۹۸۰مه او ۱۹۹۰مه لسیزو کې د آسیایي پانګې اچونې رونق د دې لامل شو چې ډېری څو ملیتي شرکتونه خپل مرکزي سیمهییز دفترونه په بانکوک کې ځای پرځای کړي. دا ښار اوس په مالي او سوداګریزو چارو کې یو سیمه ییز ځواک دی. دا ښار د ټرانسپورټ او صحي پاملرنو نړیوال مرکز او د هنر، موډ او تفریح لپاره د یوه مرکز په توګه څرګند شوی دی. دا ښار د سړک سر ژوند، کلتوري نښانو او همدارنګه هغه سیمې چې سره څراغونه لري، له امله نامتو دی. لویه ماڼۍ او بودایي معبدونه لکه Wat Arunand Wat Pho د نورو ګرځندویه جاذبو لکه د خاوسان او پاټ پونګ په سړکونو کې د شپني ژوند په تضاد کې قرار لري. بانکوک د نړۍ یو له غوره ګرځندویي ښارونو څخه دی او په دوامداره توګه په څو نړیوالو درجه بندیو کې د نړۍ په کچه ترټولو ډېر لیدل شوي ښار په توګه معرفي شوی دی.
د بانکوک چټکه وده له کوچنۍ ښاري پلان جوړونې سره د ښاري نامناسب چاپېریال او ناکافي زېربناوو لامل شوې ده. د لویو لارو پراخې شبکې سربېره، د سړکونو نامناسبه شبکه او د شخصي موټرونو ډېره کارونه د اوږدمهاله او معلول ترافیکي ګڼې ګوڼې لامل شوې ده چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د هوا د شدیدې ککړتیا لامل شوه. له هغه وخته دا ښار د دې ستونزې د حل په موخه عمومي ټرانسپورټ ته مخه کړې ده، اته ښاري رېل پټلۍ یې په لار اچولي دي او د عامه ټرانسپورټ نورې لارې جوړوي، خو لا هم ګڼه ګوڼه یوه جدي مسله ده. دا ښار د اوږدمهاله چاپېریالي ګواښونو، لکه د اقلیمي بدلون له کبله د سیندونو د اوبو کچې زیاتوالي، سره مخ دی.