مانیلا
From Wikipedia, the free encyclopedia
مانيلا (په ټاگالوگ: Maynila) د فلېپين هېواد پلازمېنه ده.
مانیلا (/məˈnɪlə/ mə-NIL-ə؛ اسپانیایي کې: [maˈnila]؛ فلیپیني کې: Maynila؛ تلفظ یې [majˈnilaʔ]) چې په رسمي توګه د مانیلا ښار (فلیپیني کې: Lungsodˈ ng Maynila؛ ځایي توګه [[luŋˈsod nɐŋ majˈnilaʔ]) ، د فلیپین هېواد پلازمېنه، او د هغه دوهم بانفوسه ښار دی. دا ډېر ښاري شوی ښار دی او په ۲۰۱۹م کال کې د نړۍ ترټولو ګڼ نفوسه ښار وو. دا په هېواد کې لومړنی منشور ښار وو چې د فلیپین کمیسیون ۱۸۳م قانون له لورې د ۱۹۰۱م کال د جولای په ۳۱مه په دې توګه وټاکل شو. د ۱۹۴۹م کال د جون په ۱۸مه د جمهوري ۴۰۹مې شمېرې قانون له تصویب، «د مانیلا ښار د منشور کېدو بیا کتنه» سره خودمختاره شو. مانیلا په نړۍ کې د نړیوالو ښارونو اصلي ټولنې د یوې برخې په توګه په پام کې نیول کېږي ځکه چې د هغه سوداګریزې شبکې لومړنۍ شبکې وې چې په ټول آرام سمندر کې پراخې شوې او د ګیلون سوداګرۍ له لارې یې آسیا له اسپانیایي امريکا سره ونښلوله. کله چې دا کار ترسره شو، د نړۍ په تاریخ کې لومړی ځل وو چې د ځمکې شاوخوا حلقه کې بې وقفې سوداګریز مسیرونه جوړ شول. مانیلا له توکیو وروسته په نړۍ کې د طبیعي بلاګانو لخوا ډېر ځپل شوی دوهمه پلازمېنه ده؛ سربېره پر دې د سوېل ختیځې آسیا یو له ګڼ نفوسه او په چټکه توګه وده کوونکو ښارونو څخه دی.[1][2][3][4][5]
د مانیلا اسپانیايي ښار د ۱۵۷۱م کال د جون په ۲۴مه د اسپانیايي فاتح میګل لوپز د لګازپي لخوا تاسیس شو. دا نېټه د دې ښار د تاسیس رسمي نېټې په توګه په پام کې نیول کېږي. په هرحال، له دې مخکې هم د Maynila په نوم یو پیاوړی ښارګوټی په دې سایټ کې شتون درلود چې قدامت یې ۱۲۵۸م کال ته رسېږي. د دې ښار نوم پخوانی دی چې د Manila اسپانیایي او انګلیسي نوم ترې اخیستل شوی. د بانکوسای په جګړه کې د دولت وروستني ځایي راجا، دریم سلیمان له ماتې وروسته، د Intramuros په نوم یو اسپانیایي ښار په مستقیم ډول د Maynila پخواني سایټ پر سر جوړ شو. مانیلا د دې هېواد د ډېری حاکمانو د واک مرکز وو او له سبو، ناګا او ایلولو سره په اسپانیایي ختیځ هند کې په فلپین کې د اسپانیايي سلطنت یو ښار وو. نن ورځ هم په دې ښار کې ډېرې تاریخي سیمې شتون لري چې ځینې یې په شپاړسمه پېړۍ کې جوړې شوې دي.
د «مانیلا» اصطلاح ټولې ښاري سیمې، لویې ښاري سیمې یا ځانګړي ښار ته د اشارې لپاره کارول کېږي. ښاري سیمه چې په رسمي ډول تعریف شوې ده، د مانیلا مټرو نومېږي، د فلپین «د پلازمېنې سیمه» کې، د کویزون ډېر لوی ښار او ماکاټي سوداګریزې مرکزي سیمه شامل دي. دا د هېواد ترټولو ګڼ نفوسه سیمه ده، د نړۍ یوه له ګڼ نفوسه سیمو څخه او د سوېل لویدیځې آسیا یو له شتمنو سیمو څخه ده. دې ښار په ۲۰۲۰م کال کې ۱۸۴۶۵۱۳ کسه نفوس درلود او یوه تاریخي سیمه ګڼل کېږي چې بیارغول شوې ده او له اداري محدودیتونو څخه ډېره ورهاخوا پراخه شوې ده. مانیلا په هرکیلومتر مربع کې له ۷۱۲۶۳ کسه نفوس سره، د نړۍ ترټولو ګڼ نفوسه ښار دی.[6]
مانیلا د مانیلا خلیج په ختیځ ساحل کې، د لوزون ټاپو کې واقع شوی دی. د پاسیګ سیند د دې ښار له منځه تېرېږي او هغه په شمالي او سوېلي دوه برخو باندې ویشي. دې ښار کې ۱۶ اداري سیمې شاملې دي او د فلیپین کانګرس کې د استازیتوب په موخه د ښار د غړو ټاکنې لپاره په شپږو سیاسي ناحیو ویشل شوی دی. په ۲۰۱۸م کال کې، د نړیوال کېدو او نړیوالو ښارونو څېړنیزې شبکې، مانیلا د نړیوالې «الفا» ښار په توګه معرفي کړ او د نړۍ په کچه د اقتصادي کړنو له نظره یې اووم ځای خپل کړ او په سیمه کې یې (د هند له دهلي څخه وروسته) دوهم ځای خپل کړ، په داسې حال کې چې د نړیوالو مالي مرکزونو شاخص له مخې مانیلا په نړۍ کې ۷۹م ځای خپل کړ.[7][8][9]