استنبول
From Wikipedia, the free encyclopedia
استانبول چې پخوانی نوم يې قسطنطنیه یا Constantinople و، د ترکیې تر ټولو ستر ښار او اقتصادي، کلتوري او تاریخي مرکز دی. دا ښار د بسفر تنګي پر دواړو غاړو هم په آسیا او هم په اروپا کې پروت دی؛ له ۱۵ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، او د ترکيې د ټول نفوس ٪۱۹ جوړوي. استانبول د اروپا تر ټولو ګڼمېشتی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځلسم ښار دی. [5][6]
استنبول | |
---|---|
isˈtɑnbuɫ | |
استنبول | |
د استنبول انځور | |
استنبول | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۴۱°۰۰′۴۹″ شمال ۲۸°۵۷′۱۸″ ختیځ | |
په توګه جوړه | ډیر پخوا |
قسطنطنیه | 330 CE |
اداري وېش | |
هیواد | تورکيه |
جغرافيا | مرمرې جغرافيا |
ولایت | استنبول |
پلازمینه د: | |
ولسوالي | 39 |
حکومت | |
• والۍ | کدیر توبپاس (کينډۍ:Polparty) |
پراخوالی | |
• غټ ښار | 5343 کیلومتره مربع |
• ښاري سیمې | ۱٬۵۳۹ کلوميټر٢ (۵۹۴ میله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۵٬۳۴۳ کلوميټر٢ (۲٬۰۶۳ میله مربع) |
لوړوالی | ۳۹ ميټره (۱۲۸ فوټ) |
نفوس شمېرنه (31 December 2015)[1][2][3] | |
• غټ ښار | ۱۴,۰۲۵,۶۴۶ |
• ترتيب | 1st |
• ښاري سیمه | ۱۴,۱۰۰,۰۰۰ |
• ستره ښاري سيمه | ۱۴,۶۵۷,۴۳۴ |
• Metro density | ۲٬۶۹۱/کلوميټر٢ (۶٬۹۷۰/ميله مربع) |
د گڼه گوڼې نوم | Istanbulite (modern) (کينډۍ:Lang-tr) Stambouliote Constantinopolitan |
وروستي مالومات | |
وخت زون | FET (ه.ن.و+3) |
پسټ کوډ | 34000–34990 |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 0212 (اروپا اړخ) 0216 (آسیا اړخ) |
جيو کوډ | 745044 |
موټر پلېټ | 34 |
خورلڼې ښارونه | |
نمایشي GDP | 2012 |
- سراسر | $301 میلیارده[4] |
-پر نفر | $22,765[4] |
جنرال جغرافيايي د لوړ پوړو شپولونو | .ist, .istanbul |
رسمي وېبپاڼه | www.ibb.gov.tr www.istanbul.gov.tr |
سمول |
د دې ښار بنسټ په اوومه قبل المیلاد پېړۍ کې د مګاري ښکېلاګرو لخوا د بیزانتیون په توګه کېښودل شو خو وروسته ستر قنسطنطین په ۳۳۰م کال کې د نوي رومي پایتخت په ډول لومړی "نوی روم" ونوماوه او بیا يې وروسته ډېر ژر نوم کونستانتینوپول پرې کېښود. د دې ښار اغېز او اندازه ډېرېده او په تاریخ کې د ورېښمو لارې د لارښود او یو له مهمو ښارونو بدل شو. دا ښار نږدې د شپاړلسو پېړیو لپاره د امپراطوریو پلازمېنه وه؛ د روم/بیزانتین پر مهال (۳۳۰-۱۲۰۴)، لاتین (۱۲۰۴-۱۲۶۱)، بیزانتین (۱۲۶۱-۱۴۵۳) او عثماني (۱۴۵۳-۱۹۲۲) امپراطوري ګانې. دې ښار د رومي او بیزانتیني امپراطوریو پر مهال د مسیحیت په لوړاوي کې ستر نقش درلود او د کلیساګانو د اوو جهاني شوراګانو څخه (چې ټولې په ننۍ ترکیه کې وې) د څلورو مرکزونه يې په همدې ښار کې وو (لکه په اسیايي برخه چالسېدون (Kadıköy)، خو وروسته په کال ۱۴۵۳م کې د کونستانتینوپول په سقوط سره دا ښار په اسلامي پایګاه واړول شو، په ځانګړې توګه چې کله په ۱۵۱۷م کال کې د عثماني خلافت پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۳م کال کې، د ترکیې د خپلواکۍ له جګړې څخه وروسته، انقره د ترکيې د نوي جوړ شوي جمهوریت پلازمېنه شوه. به ۱۹۳۰م کال کې، د دې ښار نوم په رسمي توګه استانبول ته واړول شو، ځکه آن د یوولسمې پېړۍ څخه راپدېخوا د یونانیانو لخوا یاد ښار ته همدا نوم کارول کېده. [7][8][9][10][11]
په ۲۰۱۸م کال کې، له ۱۳,۴ میلونو څخه ډېرو بهرنیو وګړو له استانبول څخه لیدنه وکړه. اته کاله وروسته له هغه چې استانبول د اروپا کلتوري پلازمېنه ونومول شوه، دا ښار د نړي تر ټولو ډېر لیدل شوی اتم ښار شو. په استانبول کې د یونیسکو د نړیوال میراث ګڼ ځایونه شتون لري او پدې ښار کې زیاد شمېر ترکي شرکتونه مرکزونه لري چې د هېواد د اقتصاد له ٪۳۰ څخه ډېره فیصدي یواځې همدا ښار جوړوي. [12][13][14]