هيلينا بلاوټسکي
From Wikipedia, the free encyclopedia
هيلينا پيټروانا بلاوټسکي (په عمومي توګه د اغلې بلاوټسکي په نوم پېژندل کېږي، ۱۲ اګست [په زړه جنترۍ يې د زېږېدو نېټه د جولای له ۳۱ سره برابره ده] ۱۸۳۱ – ۸ مۍ ۱۸۹۱ ز کال)، نوموړې يوه روسۍ ليکواله وه، په ۱۸۷۵ز کال کې د رامنځته شوې «تيوسوفيکي ټولنې» شریکه بنسټګره وه. نوموړې د يوې مخکښې «تيوسوفي» مفکرې په توګه په نړيواله کچه پلويان موندلي دي.
هيلينا بلاوټسکي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۳۱ جولای ۱۸۳۱ ډنپرو [1] |
مړینه | 26 اپرېل 1891 (60 کاله)[2] لندن [1][3] |
تابعیت | روسي سترواکي
د امریکا متحده ایالات (۱۸۷۸–)[1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | فیلسوف ، ليکوال [4]، خبريال |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1][5]، روسي [1][5] |
سمول |
د ګډ روسي او الماني نسل په يوه درنه کورنۍ کې د روسي سترواکې په «يکاترينوسلاو» (اوس د اوکراين په ډنيپورو کې) کې زېږدلې وه، بلاوټسکي په کوچنيتوب کې په ټوله سترواکۍ کې زيات سفرونه کړي وو. تر ډېره بريده يې خپله زده کړې کړې وې، د عمر په دويمه لسيزه کې يې له لويديځ «ايسوټيرسيزم» سره لېوالتيا پيدا شوه (ايسوټيرسيزم محرميت ته وايي، يا هغه اصول چې د يوې ټاکلې ډلې د غړيو لپاره وي). د نوموړې د وروستیو ادعاوو پر بنسټ، په ۱۸۴۹ز کال کې د اروپا، امريکاګانو او هندوستان څخه په ليدنو کولو سره هغې په ټوله نړۍ کې د سفرونو يوه لړۍ پيل کړې وه. هغې همدا راز ادعا کړې چې په دې پړاو کې د روحاني ښونکو له يوې ډلې سره مخ شوه، «د لرغوني حکمت پوهان»، کومو چې هغه د تبت «شيګيټس» ته واستوله، چېرته چې هغوی دا وروزله، تر څو د مذهب، فلسفې او ساينس له جوړښت او ترکيب څخه ژوره پوه ولري. هم د هغې همعصرو منتقدينو او هم وروستيو ژوندلیکونکو استدلال کړی چې د دې بهرنيو سفرونو ځينې يا ټول يې خيالي وو او هغې دا پړاو ټول په اروپا کې تېر کړی. د ۱۸۷۰ز لسيزې په لومړيو کې، بلاوټسکي په روحاني خوځښتونو کې ښکېله وه، که څه هم د روحاني ښکارندې د اصلي وجود څخه يې دفاع کوله، هغې د روحانيت د مرکزي برخې د دې اند پر ضد استدلال کاوه چې ګوندې هغه هستې چې ورسره اړيکه شوې د مړيو روحونه دي. په ۱۸۷۳ز کال کې په متحده ايالاتو کې ځای پر ځای شوه، هغې له «هينري سټيل الکاټ» سره ملګرتيا پيدا کړه او د يوې روحاني لارې په توګه ورته عامه پاملرنه واوښته، داسې پاملرنه چې په عام ډول د فريب تورونه هم په کې وو.
په ۱۸۷۵ز کال کې په نيويار کې، بلاوټسکي له «اولکاټ» او «وليام کوان جج» سره په ګډه «تيوسوفيکي ټولنه» جوړه کړه. په ۱۸۷۷ز کال کې، هغې د «Isis Unveiled» په نوم کتاب خپور کړ، په کوم کې چې د نوموړې « تيوسوفيکي» نړۍ ليد وړاندې شوی و. د «هرميټيسيزم» او «نيوپلاټونيزم» له باطني اصولو سره د نژدې تړاو، بلاوټسکي «تيوسوفي» د «ساينس، دين او فلسفې د ترکيب» په توګه تشریح کړ، او اعلان یې وکړ چې دا يو«لرغونی حکمت» راژوندی کوي چې د نړۍ ټول مذهبونه د هغې لاندې دي. په ۱۸۸۰ز کال کې، هغه او «اولکاټ» هندوستان ته ولاړل، هلته دا ټولنه له «اريا سماج» سره متحده شوه، کوم چې يو هندي سمون پال خوځښت و. په همدې کال، کله چې هغه په «سايلون» کې وه، هغه او «اولکاټ» له متحده ايالاتو څخه لومړي کسان شول چې په رسمي ډول بودايي دين ومني. سره له دې چې برتانوي استعماري ادارې يې مخالفت څرګند کړ، «تيوسوفي» په چټکۍ سره په هندوستان کې خپور شو، خو هغه مهال له داخلي ستونزو سره مخ شو، کله چې بلاويټسکي د غولونکو نادرو ښکارندو په توليد تورنه شوه. د خرابه روغتيايی حالت پر مهال په ۱۸۸۵ز کال کې، هغه بېرته اروپا ته ستنه شوه او دلته يې په لندن کې «بلاواټسکي لاج» (د راټولېدو ځای) جوړ کړ. همدلته يې د «پټ اصل» په نوم کتاب خپور کړ، د هغه څه په اړه تبصره وه چې هغې ادعا کوله، لرغوني تبتي متنونه دي، تر څنګ يې د «د تيوسوفي پر لور کيلي» او «د چوپتيا غږ» په نومونو دوه نور کتابونه خپاره کړل. هغه د انفلوينزا ناروغۍ له امله مړه شوه.
بلاواټسکي په خپل ټول ژوند کې يوه لانجمنه څېره وه، پلويانو ورڅخه د يوې روښانفکره حکيمې په توګه اتله جوړه کړې وه او مخالفينو يې یوه چلبازه معرفي کوله. د هغې «تيوسوفيکي» اصولو په لويديځ کې هندو او بودايي اندونو پر خپرېدو اغېز وکړ، تر څنګ يې په لويديځو باطيني جرياناتو هم اغېز درلود، لکه: «اريسوفي، انتروپوسوفي» او د نوي ژوند خوځښت.