روسي سترواکي
په یوریشیا او شمالي امریکا کې يوه پخوانۍ امپراتوري چې له (1721-1917) پورې يې دوام وکړ / From Wikipedia, the free encyclopedia
د روسيې سترواکي چې په عام ډول ورته سترواکه روسيه وايي، يوه تاريخي سترواکي وه چې له ۱۷۲۱ ز کال څخه په Eurasia کې د روسيې د Tsardom په بريالی کېدلو او سره د Nystad له تړون څخه وروسته پراخه شوه، چې سترې شمالي جګړې (Great Northern War) يې پای ته ورساوه. د روسيې سترواکي د ګاونډيو سيالو ځواکونو له پرېوتنې سره په يوه وخت کې پېښه [رامنځته] شوه. ياد سيال ځواکونه د سويډن سترواکي، پولينډ او ليتوانيا، ايران، عثماني سترواکي او Qing China وو. د روسيې سترواکۍ د هغه لنډ مهاله حکومت له لورې د جمهوريت تر اعلامولو پورې دوام وکړ، چې د ۱۹۱۷ ز کال د فبروری له اوښتون (February Revolution) څخه وروسته يې واک تر لاسه کړ. دا سترواکي چې په تاريخ کې درېيمه تر ټولو پراخه سترواکي وه او په اروپا، اسيا او شمالي امريکا (درېو لويو وچو) کې غځېدله، د اندازې له مخې ورڅخه يوازې د بریتانيې او مغلو سترواکۍ مخکې وې. د ۱۸۹۷ز کال سرشمېرنې له مخې د ۱۲۵۶ ميليونه وګړو په لرلو سره د روسيې سترواکۍ له Qing China او هندوستان څخه وروسته، په هغه وخت کې د نړۍ درېيم تر ټولو ستر نفوس درلود، لکه: د نورو سترواکيو غوندې دې سترواکۍ هم ستر اقتصادي، توکميز، ژبني او مذهبي توپير ته بڼه ورکړه او څرګند ه شوه. [1][2]
د ۱۰مو او ۱۷ مو پېړيو په منځ کې دا خاوره، د boyars په نوم د يو شريف ټولګي له لورې اداره کېده، چې په راس کې يې تزار و چې وروسته سترواک شو. Tsar Ivan III (۱۵۰۵ – ۱۴۶۲ز کلونه) د هغې سترواکۍ د بنسټ ډبره کېښوده، چې وروسته راښکاره شوه. نوموړي د خپل دولت سيمه درې برابره کړه، د Golden Horde واکمني يې پای ته ورسوله، د مسکو کرملين يې بيا نوی کړ او د روسي دولت بنسټ يې کېښود. د رومانوف مجلس House of Romanov روسي سترواکي په ۱۷۲۱ ز کې له پيل څخه تر ۱۷۶۲ز کال پورې اداره کړه. د دې سترواکۍ د پلارواک المان د پښت مورواکه څانګه House of Holstien-Gottorp-Romanov)) له ۱۷۶۲ ز کال څخه د سترواکۍ تر پايه پورې حکومت وکړ. د ۱۹ مې پېړۍ په پيل کې، نوموړې سترواکي په شمال کې د شمالي قطب له سمندر څخه په سوېل کې تور سمندر ته، په لوېديځ کې له بالتيک سمندر څخه الاسکا او شمالي کليفورنيا ته او په ختيځه برخه کې شمالي امريکا ته پراخه شوه. د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې يې ښايي غوښتل، د شمال ختيځې اسيا ځينې برخې او مرکزي اسيا تر لاسه کړي. [3]
سترواک Peter I (۱۷۲۵ – ۱۶۸۲ز کلونه) ګڼې جګړې وکړې او وار له مخه لويه سترواکي يې يو ستر اروپايي ځواک ته پراخه کړه. نوموړي پلازمېنه له مسکو څخه نوي ډول ښار سنټ پيټرزبرګ (Saint Petersburg) ته ولېږدوله، چې د لويديځې طرحې يا نقشې له مخې په پراخه ډول جوړ شوی و. نوموړي د يوه کلتوري اوښتون مشري وکړه، چې د ځينو دوديز پلوي او د منځنيو دورو ټولنيز او سياسي اداب او رسمونه يې په معاصرو علمي، لويديځ ته مايل او د خرڅ ورکوونې نظام سره بدل کړل. د سترې کترينا (Catherine the Great (1762–1796)) په نوم سترواکې د سرو زرو د دورې مشري وکړه. نوموړې د بريا، زبېښاک [استعمار] او سياسي اړيکو له لارې دولت پراخ کړ، په داسې حال کې چې په لويديځو اروپايي کرښو سره يې د لومړي Peter د معاصريت کړنلارې ته دوام ورکړ. سترواک لومړي الکساندر (Emperor Alexander I (1801-1825)) د اروپا د اداره کولو په موخه د ناپيليون هيلو ته په ماتې ورکولو او همدارنګه د محافظه کار پاچاهيو د مقدس يووالي (Holy Alliance) قانون جوړونه کې يې ستره ونډه ولوبوله. روسيه لويديځ، سوېل او ختيځ ته نوره هم پراخه شوه او د هغه وخت يو له تر ټولو ځواکمنو اروپايي سترواکيو څخه شوه. د روسيې او ترکيې تر منځ جګړې کې يې برياوې د کريميا په جګړه کې (۱۸۵۶ – ۱۸۵۳ ز کلونه) د ماتې ورکولو له مخې وکتل شوې، چې د سمون يوې دورې او په مرکزي اسيا کې يې پياوړې پراختيا ته لاره هواره کړه. سترواک دويم الکساندر (Emperor Alexander II (1855–1881)) ګڼ سمونونه رامنځته کړل، چې تر ټولو ناڅاپي هغه يې په ۱۸۶۱ کې د ټولو ۲۳ ميليونه مريانو خپلواک کول وو. په ختيځه اروپا کې د نوموړي سياست په عثماني سترواکۍ کې دننه د ختيځ ارتودوکس عيسويانو (Eastern Orthodox Christians) خونديتوب راونغاړه. دا په ۱۹۱۴ ز کال د مرکزي ځواکونو پر وړاندې د متحد ځواکونو په پلوۍ، لومړۍ نړيوالې جګړې ته د روسيې د ننوتلو يو لارښود عامل و. [4]
د روسيې سترواکۍ د ارتودوکس، يو واکۍ (اټوکراسۍ) او مليت په نظرياتو اصولو له مخې د ۱۹۰۵ کال اوښتون (هغې مودې) پورې د یو بشپړ شاهي دولت په توګه دنده تر سره کړه، چې په نوم يو نيمه قانوني شاهي دولت [مشروطه شاهي] رامنځته شو. د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال يې په کمزوري ډول عمل وکړ، چې د فبروري اوښتون او د دويم Nicholas د ګوښه کېدنې لامل شو او له همدې څخه وروسته شاهي نظام له منځه لاړ [لغوه شو]. د اکتوبر اوښتون (October Revolution) کې بلشويکانو واک تر لاسه کړ، چې د روسيې کورنۍ جګړې ته يې لاره هواره کړه. بلشويکانو په ۱۹۱۸ ز کې سترواکه کورنۍ له منځه یووړه او په ۱۹۲۲ ز کال يې په کورنيو جګړو کې له برياوو څخه وروسته شوروي اتحاد (Soviet Union) رامنځته کړ.