لاتويا
د شمال ختيځې اروپا يو خپلواک دولت / From Wikipedia, the free encyclopedia
لتويا په رسمي ډول د لتويا جمهوريت او د شمالي اروپا په بالتيک سيمه کې پروت هېواد دی. دا يو له بالتيک دولتونو څخه دی، چې په شمال کې له استونيا، سويل کې له ليتوانيا، ختيځ کې له روسيې، سويل ختيځ کې له بيلاروس او لويديځ کې له سويډن سره سمندري ګډه پوله لري. د هېواد پراخوالی ۶۴۵۸۹ کېلو متر مربع (۲۴۹۳۸ ميل مربع)، نفوس يې ۱،۹ ميليونه او موسمي برابر يا معتدل اقليم لري. پلازمېنه او تر ټولو پراخه ښار يې رېګا “Riga” دی. د هېواد اوسېدونکي د د بالتس “Balts” په توکميزې او ژبنۍ ډلې پورې اړه لري او په لتويايي ژبه خبرې کوي، چې د بالتيک له يوازينيو دوه ژونديو ژبو څخه ده. روسان د هېواد تر ټولو مهم لږه کي دي، چې د ټول نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي. [33][34]
پلازمېنه | |
---|---|
ترټولو لوړه څوکه |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
پوسټکوډ |
LV-1919[30] |
کورډينېشن |
له پېړيو تيوتونيک، سويډني، د پولينډ او ليتوانيا له ګډې او روسي واکمنۍ څخه وروسته، چې په اصل کې د بالتيک المان د سيمه ييز اشرافيت په واسطه له مخې لرې شوې، د لتويا خپلواک جمهوريت د ۱۹۱۸ ز کال د نومبر په ۱۸ نېټه هغه وخت رامېنځته شو، چې له الماني سترواکۍ څخه بېل شو او او د لومړۍ نړيوالۍ جګړې په پايله کې يې خپلواکي اعلان کړه. که څه هم دا هېواد د ۱۹۳۰ زلسيزې په ۱۹۳۴ز کال کې له کودتا څخه وروسته په زياتېدونکي ډول استبدادي شو او د کارلېس اولمانېس “Karlis Ulmanis” په مشرۍ يې استبدادي نظام رامېنځته کړ. د هېواد رښتينې خپلواکي د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې له خنډ سره مخامخ شوه، چې پيل يې شوروي اتحاد کې په زور سره د لتويا په يو ځای کېدلو سره وشو او وروسته په ۱۹۴۱ز کال کې د نازي المان له لورې تر بريد او نيواک لاندې راغله، چې له دې وروسته د راتلونکو ۴۵ کالونو لپاره د لتويا د شوروي سوسياليست جمهوريت د جوړولو په موخه په ۱۹۴۴ ز کال کې يو ځل بيا د شورويانو له لورې ونيول شوه. د شوروي نيواک پر مهال د پراخه کډوالۍ په پای کې توکميز روسان د هېواد خورا څرګند لږه کي شول، چې اوس د نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي. د سندرې ويلو سوله ييز اوښتون “Singing Revolution” په ۱۹۸۷ز کال کې پيل شو او د ۱۹۹۱ ز کال د اګسټ په ۲۱ د رښتينې خپلواکۍ په بيرته ترلاسه کولو سره پای ته ورسېد. له هغه وخت راهيسې لتويا ديموکراتيک يو ګونديز پارلماني جمهوريت دی. [35][36][37]
لتويا د لوړ عايد پرمختللي اقتصاد په درلودلو سره يو پرمختللی هېواد دی، چې د انساني پرمختګ لړيال کې خورا لوړ ځای لري. دا هېواد د مدني ازاديو، د مطبوعاتو د خپلواکۍ، د انټرنيټ د خپلواکۍ، ديموکراتيک حکومتولۍ، د ژوند معيارونو او د سوله ييزتوب معيارونو په برخو کې د پام وړ کړنې تر سره کوي. لتويا د اروپايي ټولنې، يوروزون، ناټو، اروپايي شورا، ملګرو ملتونو، د بالتيک سمندرګي د هېوادونو د شورا، د پيسو نړيوال صندوق، د شمالي اروپا او بالتيک اته هېوادونو “Nordic-Baltic Eight”، د شمالي اروپا د پانګونې بانک، د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ اقتصادي سازمان، د اروپا د خونديتوب او همکارۍ سازمان او د سوداګرۍ د نړيوال سازمان غړې ده.