د شمالي اتلانتیک تړون ټولنه چې د شمالي اتلانتیک د ائتلاف په نامه هم یادیږي، د حکومتونو تر منځ یو پوځي ائتلاف دی چې دېرش غړي لري، اته ویشت يې اروپایي او دوه یې د شمالي امریکا هېوادونه دي. د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو سره سم رامنځته شو، یاد سازمان د شمالي اتلانتیک تړون چې د ۱۹۴۹ ز کال د اپرېل میاشتې په ۴مه لاسلیک شو، پلی کوي. [۱] [۲]
ناټو د ټولیز امنیت له یو سیستم څخه جوړ دی، چې د یادې ټولنې غړي خپلواک دولتونه د هر بهرني لوري د برید پر وړاندې د ځوابي دفاع لپاره موافق دي. یاده ټولنه د سړې جګړې په بهیر کې د شوروي اتحاد له خوا د شته ګواښونو په ځواب کې رامنځته شوه. دغه ائتلاف د سړې جګړې تر پایه پورې په خپل ځای پاتې شو او په بالکان منځني ختیځ، سویلې اسیا او افریقا کې په پوځي عملیاتو کې ښکېل شو. د ناټو مرکزي اداره د بلجیم هېواد په پلازمېنه بروکسېل ښار کې موقعیت لري، په داسې حال کې چې د ائتلاف د عملیاتي فرمانونو مرکزي اداره د بلجیم هېواد مونس ښار ته څېرمه موقعیت لري. د ټولنې شعار انیموس این کانسولیندو لایبر دی (په مشورو کې له محدودیت څخه خپلواک ذهن /د هر څه په باره کې په خپلواکه توګه بحث کولی شئ). [۳]
د ناټو د بنسټ اېښودلو راهیسې، له یاد ائتلاف سره د نویو غړو دولتونو یوځای کېدلو له اصلي دوولس هېوادونو څخه دېرشو هېوادونو ته لوړ کړی. وروستی هېواد چې د ناټو غړیتوب ته ورزیات شو، د شمالي مقدونیې هېواد دی چې د ۲۰۲۰ ز کال د مارچ په ۲۷ له ناټو سره یوځای شو. ناټو اوس مهال بوسنیا هرزیګوینا، جیورجیا او اوکراین د احتمالي او هیله منو غړو په توګه پېژني. د دغې ټولنې پراخېدلو روسیې ته چې د یاد ائتلاف غړې نه ده، سرخوږی جوړ کړ او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین له ناټو څخه غوښتي چې ناټو باید په ختیځ (لکه اوکراین، جیورجیا یا مالدووا هېوادونه) کې د دغه ائتلاف له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره قانوني ضمانت وړاندې کړي. [۴]
شل نور هېوادونه د ناټو د سولې مشارکت پروګرام کې ګډون کوي، همدارنګه ۱۵ نور هېوادونه د مؤسساتو د جوړولو او رسمي کولو د خبرو اترو په پروګرام کې ښکېل دي. د ناټو د ټولو غړو ګډ نظامي لګښتونه په ۲۰۲۰ زکال کې د پوځي لګښت پر بنسټ د هېوادونو د نوملړ له ۵۷ سلنه څخه زیاته برخه جوړوي. د ناټو غړو موافقه کړې چې د دوی موخه تر ۲۰۲۴ ز کال پورې د لږ تر لږه ۲ سلنه ناخالص داخلي تولید (GDP) د مصرفولو له لارې، د موخنو دفاعي لګښتونو ساتل یا ترلاسه کول دي. [۵] [۶] [۷]
د ۱۹۴۷ ز کال د مارچ میاشتې په ۴ مه د ډنکیرک تړون د متقابل ائتلاف او همکاریو د تړون په توګه د فرانسې او انګلستان له خوا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د جرمني او شوروي اتحاد د احتمالي برید د پېښېدو له امله لاسلیک شو. دغه ائتلاف په ۱۹۴۸ ز کال کې د [1] بېنېلکس هېوادونو د لویدیځې ټولنې په چوکاټ کې چې د بروکسېل تړون د ټولنې (BTO) په نامه هم یادیږي پراخ شو، یاده ټولنه د بروکسېل د تړون له خوا رامنځته شوه. د نوي پوځي ائتلاف لپاره خبرې چې د شمالي امریکا د ګډون موضوع وه د ۱۹۴۹ ز کال د اپریل په ۴ مه د لویدیځې ټولنې د غړيو هېوادونو ، کاناډا، پورتګال ایټالیا، ناروې، ډنمارک او ایسلند ترمنځ چې شمالي امریکا هم پهکې شاملېږي د شمالي اتلانتیک تړون د لاسلیک لامل شوې. [۸] [۹] [۱۰] [۱۱] [۱۲]
د شمالي اتلانتیک تړون، تر هغه مهاله چې د کوریا جګړې د یو واحد پوځي جوړښت له کارولو سره د ناټو پر جوړښت او پلي کولو پیل وکړ، تر ډېره غیر فعال و، په دې معنا چې نظامي جوړښت یې سم او بشپړ شو: د اروپا د متحدو قدرتونو د ستر مرکز (SHAPE) جوړېدل په کې شاملېږي. په ۱۹۵۱ ز کال کې په دغه جوړښت کې د اروپایي قدرتونو د ائتلاف د عالي مرکزي ادارې جوړېدل شامل وو چې په ۱۹۵۱ زکال کې د ستانګس (STANAGs) او دوه اړخیزه سوفاس (SOFAs) په ګډون د لویدیځې ټولنې پوځي جوړښتونه او پلانونه پهکې ومنل شول. په ۱۹۵۲ ز کال کې د ناټو د عمومي سرمنشي پوست د دغې ټولنې د غیرنظامي مشرتابه په توګه رامنځته شو. په دغه کال کې د لومړي ځل لپاره د مېنبرېس تمرینات (د ناټو لومړني ستر سمندري تمرینات و او د نوي رامنځته شوي اتلانتیک د متفیقینو د قوماندې (ACLANT) په واسطه د شمالي اتلانتیک تړون په دوو اصلي پوځي قومندانیو کې تر سره شول، ژباړن) او له دې سازمان سره د ترکیې او یونان د یو ځای کېدلو د تړون شاهد هم وو. د لندن او پاریس تر کنفرانسونو وروسته لویديځ المان ته د بیا ځلې وسلهوال کېدو اجازه ورکړل شوه، ځکه هغوی د ۱۹۵۵ ز کال د مې په میاشت کې له ناټو سره یوځای شول، چې دا په خپل وار سره د شوروي تر ولکې لاندې د ورشو تړون د رامنځته کېدو اصلي لامل وو چې د سړې جګړې دواړه مخالفې ډلې يې مشخصولې. [۱۳] [۱۴] [۱۵]
په ۱۹۶۱ ز کال کې هغه مهال چې د امریکا ۴۰۰۰۰۰ سرتیري په اروپا کې ځای پر ځای شوي وو، د برلین د دېوال جوړښت د سړې جګړې د تاوتریخوالي لوړ ټکی و. د اروپایي هېوادونو او د متحده ایالتونو تر منځ د اړیکو د پیاوړي کېدلو په برخه کې شکونه او ورسره د شوروي د احتمالي اشغال پر وړاندې د ناټو د دفاعي باور په اړه شکونه چې د اتومي خپلواکۍ له پرمختګ څخه د فرانسې د مخنیوي او په ۱۹۶۶ ز کال د ناټو له پوځي جوړښت څخه د دې هېواد د بهر کېدلو لامل شول، راکم شول. تازه دیموکراتیکه شوې هسپانیه هم په ۱۹۸۲ ز کال کې له ائتلاف سره یو ځای شوه. [۱۶] [۱۸] [۱۹]
د ۱۹۸۹ ز کال انقلابونه په اروپا کې د ناټو د ستراتیژیکې موخې، طبیعت، دندو او پر لویهوچه(قاره) د تمرکز د بیا کتنې لامل شو. د ۱۹۹۰ ز کال د اکتوبر په میاشت کې ختیځ المان د المان د فدرال جمهوریت یوه برخه او له ائتلاف سره یو ځای شو. د ۱۹۹۰ کال په نوامبر کې په اروپا کې د قراردادي وسلهوالو ځواکونو تړون (CFE) د ائتلاف له خوا له شوري اتحاد سره په پاریس کې لاسلیک شو. یاد تړون د ۱۹۹۱ ز کال په فېبرورۍ کې د ورشو د تړون تر له منځه تللو او د همدې کال په ډېسمبر کې د شوروي اتحاد تر انحلال وروسته د دې لویې وچې په ټوله برخه کې د ځانګړي پوځي کمښت تر الزام پورې دوام وکړ، چې د ناټو اصلي دښمنان یې لرې کړل. د دغه تړون له لاسلیک سره په اروپا کې د پوځي ځواکونو د لګښتونو او تجهیزاتو کمېدل پیل شول. د CFE تړون لاسلیک کوونکو ته اجازه ورکړه تر څو ۵۲۰۰۰ قراردادي تسلیحاتي توکې په راتلونکو شپاړسو کلونو کې لرې کړي او همدا رنګه اجازه ورکړل شوه تر څو د ناټو د اروپایي غړو له خوا پوځي لګښتونه له ۱۹۹۰ ز کال نه تر ۲۰۱۵ ز کال پورې ۲۸ سلنه راښکته کړي. په ۱۹۹۰ ز کال کې د بېلابېلو لویدیځو مشرانو له خوا میخایل ګوربچوف ته ډاډ ورکړل شو چې ناټو به نور د ختیځ خوا ته نه غزیږي، یاده موضوع د شخصي خبرو اترو په یادښتونو کې په ډاګه شوه. په داسې حال کې چې د جرمني په درناوي د وروستي جوجاړي په اړه د تړون وروستی متن د همدغه کال په وروستیو کې لاسلیک شو، چې په ختیځ لور کې د غزیدو موضوع پهکې نه وه یاده شوې. [۲۰] [۲۱] [۲۲]
په ۱۹۹۰ ز لسیزه کې سازمان خپلې کړنې سیاسي او انساني وضعیتونو ته پراخه کړې چې په رسمي توګه د ناټو د بحث وړ موضوعات نه وو. د یوګوسلاویا د تجزیې په بهیر کې، سازمان خپله لومړنۍ پوځي مداخله له ۱۹۹۲ ز کال څخه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې په بوسنیا او وروسته په ۱۹۹۹ ز کال کې په یوګوسلاویا کې ترسره کړه. دا نښتې تر سړې جګړې وروسته د لویو پوځي بیاجوړښتونو لامل شوې. د ناټو پوځي جوړښت کم او بیاځلې تنظیم شو، چې ورسره نوي ځواکونه، لکه د اروپا د چټک غبرګون پلاوي او د متحد فرمان مرکزي ادارې رامنځته شوې. هغه بدلونونه چې د شوروي اتحاد له نسکورېدو سره د پوځي توازن په برخه کې رامنځته شول، د CFE تړون د اروپا د قراردادي پوځي ځواک په تعدیل شوي تړون کې چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د استانبول په غونډه کې لاسلیک شو، په رسمیت وپېژندل شول. [۲۳] [۲۴]
[1] په اروپا کې د همکارۍ د یوې ټولنې نوم چې د بلژیک، هالنډ او لوګزامبورګ هېوادونه په کې شامل دي، ژباړن.
Erlanger, Steven (26 March 2014). "Europe Begins to Rethink Cuts to Military Spending" . The New York Times . Archived from the original on 29 March 2014. نه اخيستل شوی 3 April 2014 . Last year, only a handful of NATO countries met the target, according to NATO figures, including the United States, at 4.1 percent, and Britain, at 2.4 percent.
"Spain and NATO" . countrystudies.us . Source: U.S. Library of Congress. Archived from the original on 15 April 2021. نه اخيستل شوی 10 April 2021 .