ماوریتوس
د هند سمندر کې د ختځيې افريقا يو ټاپويي هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
ماوریتوس چې په رسمي توگه د ماوریتوس ولسمشریزه ده د هندي سمندر په سویل لویدیځې څنډې کې پروت یو هیواد دی.
په نامه د | |
---|---|
پلازمېنه | |
ترټولو لوړه څوکه |
عمومي معلومات | |
---|---|
د وګړو شمېر |
۱٬۲۶۴٬۶۱۳[2] — ۶۵۹٬۳۵۱[3] — ۶۸۰٬۷۵۷[3] — ۷۰۰٬۳۴۹[3] — ۷۱۸٬۸۶۱[3] — ۷۳۶٬۳۸۱[3] — ۷۵۳٬۰۰۰[3] — ۷۶۸٬۸۱۳[3] — ۷۸۳٬۹۱۷[3] — ۷۹۸٬۴۱۳[3] — ۸۱۲٬۴۰۵[3] — ۸۲۶٬۰۰۰[3] — ۸۳۹٬۲۳۰[3] — ۸۵۲٬۰۵۳[3] — ۸۶۴٬۸۱۹[3] — ۸۷۸٬۰۴۲[3] — ۸۹۲٬۰۰۰[3] — ۹۰۶٬۵۰۷[3] — ۹۲۱٬۳۷۹[3] — ۹۳۳٬۴۹۹[3] — ۹۴۹٬۸۸۸[3] — ۹۶۶٬۰۳۹[3] — ۹۸۰٬۴۶۲[3] — ۹۹۲٬۵۲۱[3] — ۱٬۰۰۱٬۶۹۱[3] — ۱٬۰۱۲٬۲۲۱[3] — ۱٬۰۲۰٬۵۲۸[3] — ۱٬۰۲۸٬۳۶۰[3] — ۱٬۰۳۶٬۰۸۲[3] — ۱٬۰۴۳٬۲۳۹[3] — ۱٬۰۵۱٬۲۶۰[3] — ۱٬۰۵۸٬۷۷۵[3] — ۱٬۰۷۰٬۲۶۶[3] — ۱٬۰۸۴٬۴۴۱[3] — ۱٬۰۹۷٬۳۷۴[3] — ۱٬۱۱۲٬۸۴۶[3] — ۱٬۱۲۲٬۴۵۷[3] — ۱٬۱۳۳٬۹۹۶[3] — ۱٬۱۴۸٬۲۸۴[3] — ۱٬۱۶۰٬۴۲۱[3] — ۱٬۱۷۵٬۲۶۷[3] — ۱٬۱۸۶٬۸۷۳[3] — ۱٬۱۹۶٬۲۸۷[3] — ۱٬۲۰۴٬۶۲۱[3] — ۱٬۲۱۳٬۳۷۰[3] — ۱٬۲۲۱٬۰۰۳[3] — ۱٬۲۲۸٬۲۵۴[3] — ۱٬۲۳۳٬۹۹۶[3] — ۱٬۲۳۹٬۶۳۰[3] — ۱٬۲۴۴٬۱۲۱[3] — ۱٬۲۴۷٬۴۲۹[3] — ۱٬۲۵۰٬۴۰۰[3] — ۱٬۲۵۲٬۴۰۴[3] — ۱٬۲۵۵٬۸۸۲[3] — ۱٬۲۵۸٬۶۵۳[3] |
پکښي شاملې اداري سیمي |
Rivière Noire District (en) — Flacq District (en) — Grand Port District (en) — Moka District (en) — Pamplemousses District (en) — Plaines Wilhems District (en) — Port Louis District (en) — Rivière du Rempart District (en) — Savanne District (en) |
رسمي ژبه | |
د سيمې اصلي ژبې | |
د حکومت مشر | |
وګړنوم |
mauritiusi — Mauritian — Mauricano — Moriseänan — موريشيوسي — موريشيوسية — موريشيوسيون — маврикийцы — маврикиец — מאוריציאני — מאוריציאנית — mauritieni — mauritian — mauritiană — মরিশাসীয় — mauriziano — mauriziana — mauriziani — mauriziane — maurisian — mauricien — mauricienne — mauriciens — mauriciennes — mauricianu — mauriciana — mauriciano — Mauricien[1] — Mauricienne — maurisiana — maurisiane — maurisiani — maurisian — موريشيوسي — موريشيوسية — موريشيوسيين — موريشيوسيات |
فزیکي ځای | |
غړی د |
ملگري ملتونه (۱۹۶۸ – ) ګډو ګټو لرونکي دولتونه[5] (۱۹۶۸ – ) د افریقا اتحادیه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د بيارغونې او پراختيا نړيوال بانک (۱۹۶۸ – ) نړيواله پرمختياېې ټولنه (۱۹۶۸ – ) نړيواله مالي مؤسسه (۱۹۶۸ – ) د پانګونې څواړخيز تضمين نړيوال اژانس (۱۹۹۰ – ) International Centre for Settlement of Investment Disputes (en) (۱۹۶۹ – ) African Development Bank (en) د افريقايي، کارابين او ارام سمندر هېوادونو سازمان د کوچنيو ټاپويي هېوادونو ټولنه نړيوال پوليس[6][7] (۱۹۶۹ – ) کېميايي وسلو نه د کار اخيستلو د مخنيوي سازمان[8][9] (۱۹۹۷ – ) International Hydrographic Organization (en) [10] يونيسکو[11] (۱۹۶۸ – ) Group on Earth Observations (en) Southern African Development Community (en) Indian Ocean Commission (en) [12] پوست نړيواله ټولنه[13][14] (۱۹۶۹ – ) مخابراتو نړيواله ټولنه[15] (۱۹۶۹ – ) Organisation internationale de la Francophonie (en) (۱۹۷۰ – ) International Civil Defence Organisation (en) [16] (۱۹۹۶ – ) هواپېژندنې نړيوال سازمان[17] (۱۹۶۹ – ) د روغتيا نړيوال سازمان[18] ګومرک نړيوال سازمان[19] (۱۹۷۳ – ) |
هېواد | |
ځایناستی د |
د ځای کچه |
---|
برخه د |
---|
وېبپاڼه | |
---|---|
کورډينېشن |
موريس (/məˈrɪʃ(i)əs, mɔːˈ-/، فرانسوي: Maurice [mɔʁis, moʁis]، Mauritian Creole: Moris [moʁis]) په رسمي ډول د موريس جمهوريت دی، چې د ماداګاسکر ختيځ ته د افريقا لويې وچې له سويل ختيځ ساحل څخه نږدې ۲۰۰۰ کیلو متره (۱۲۰۰ ميل) لرې په هند سمندر کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد اصلي ټاپو (چې موريس) هم ورته وايي، همدرانګه “Rodrigues”، “Agalega” او “St. Brandon” ټاپوګان رانغاړي. د موريس او رودرېګس “Rodrigues)) ټاپوګان له نږدې “Reunion” ټاپو (له هېواد د باندې د فرانسې څانګه) تر څنګ د ماسکريني ټاپوګانو (Mascarene Islands) برخه دي. پلازمېنه او ستر ښار پورټ لويس (Port Louis) په موريس کې پروت دی، چې د نفوس زياته برخه په کې متمرکز ده. دا هېواد ۲۰۴۰ کیلو متر مربع (۷۹۰ ميل ميل مربع) سيمه رانغاړي او يوه پراخه اقتصادي سيمه لري، چې ۲،۳ ميليون کیلو متر مربع سيمه پوښي. [20][21][22]
عرب کښتۍ چلونکي لومړني خلک وو، چې نږدې ۹۷۵ کې يې ياد نا اباد [] ټاپو وموند او ډينا اروبي “Dina Arobi” يې ونوماوه. تر ټولو لرغونې منل شوې موندنه په ۱۵۰۷ کې د پرتګالي بېړۍ چلونکو له لورې وه، چې په ټاپوګانو کې يې لږه لېوالتيا درلوده. هالنډ د نږدې ۱۲۰ کالونو څخه د زياتې دورې لنډمهاله اوسېدنو د يوې بريا په رامنځته کولو سره په ۱۵۹۸ کې د ټاپو ملکيت تر لاسه کړ، چې په ۱۷۱۰ کې يې د هڅو مخنيوی وشو. په ۱۷۱۵ کې فرانسې واک تر لاسه او د “Isle de France” نوم يې ورکړ. په ۱۸۱۰ کې انګليستان ټاپو ونيو او څلور کالونه وروسته په ۱۸۱۴ کال پاريس تړون کې فرانسې د موريس ټاپو هېواد او اړوند سيمې انګليستان ته پرېښودې. د موريس برتانوي مستعمره کې د Rodrigues, Agaléga, St. Brandon, Tromelin, the Chagos Archipelago او تر ۱۹۰۶ پورې Seychelles ټاپوګان شامل وو. موريس او فرانسې د “Tromelin” د واک يا حاکميت پر سر ځکه شجړه وکړه، چې د پاريس تړون يې په ځانګړي ډول په يادونه کې پاتې راغی. موريس په بنسټيز ډول ۱۹۶۸ کې تر خپلواکۍ پورې د انګليستان د کښت پر بنسټ مستعمره پاتې شو. [23][24][25][26]
د هېواد له خپلواکۍ اخيستلو څخه درې کالونه مخکې په ۱۹۶۵ کال انګليستان د موريس له سيمې څخه د “Chagos Archipelago” سيمه او همدرانګه يې د برتانيا د هند سمندر سيمې (British Indian Ocean Territory (BIOT)) د جوړولو په موخه له “Seychelles” ټاپو څخه د الدبرا “Aldabra”، فارکوهر “Farquhar” او ډيسروچيس “Desroches” ټاپوګان بېل کړل. سيمه ايز وګړي په زور سره له سيمې وشړل شول او د “Diego Garcia” په نوم تر ټوله ستر ټاپو متحده ايالتونو ته په اجاره ورکړل شو. انګليستان له سببي ګرځندويانو، رسنۍ او پخوانيو اوسېدونکو څخه پرته “Chagos Archipelago” ټاپو ته لاسرسی سخت کړی دی. د چاګوس حاکميت د موريس او انګليستان تر منځ کړکېچن يا لانجه يي دی. د ۲۰۱۹ په فبروري کې د عدالت نړيوالې محکمې د لارښودنې يا مشورې يوه نظريه خپره کړه. يادې مشورتي نظريې انګليستان ته امر کاوه چې د موريس د نه استعمار د بشپړولو په موخه دې ژر تر ژره چاګوس بېرته موريس ته ورکړي. [27][28]
د خپل جغرافيوي درک او پېړيو استعمار له امله د هېواد وګړي د توکم، کلتور، ژبې او عقيدې له مخې خورا بېلابېل (متنوع) دي. دا په افريقا کې يوازينی هېواد دی، چې هندوايزم په کې تر ټولو زيات منل شوی دين دی. د ټاپو حکومت نږدې د لويديځ دود له مخې پارلماني نظام پر بنسټ موډل شوی دی او موريس د بشپړې ديموکراسۍ په درلودلو سره د يوازېني افريقايي هېواد اوسېدلو تر څنګ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ له امله لوړ ځای لري. دا هېواد د انساني پرمختګ د خورا لوړ لړيال درلودلو له مخې د لويې وچې يوازينی هېواد دی. د نړيوال بانک د معلوماتو له مخې موريس د لوړ عايد اقتصادي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. همدارنګه په افريقايي سيمه کې د تر ټولو زيات سيالي کوونکي او د خورا پرمختللو اقتصادونو له ډلې څخه ګڼل کېږي. ياد هېواد د هوساينې دولت دی. حکومت وړيا نړيواله روغتيايي پاملرنه، تر درېيمې درجې پورې زده کړې او زده کوونکو، د هېواد مشرانو اتباعو او معلولينو لپاره وړيا لېږد رالېږد برابروي. موريس په ۲۰۱۹ کې د سولې د نړيوال لړيال (Global Peace Index) له مخې تر ټولو سوله ايز افريقايي هېواد په توګه ډلبندي شو. [29][30][31][32][33][34][35]
د نورو مسکاريني “Mascarene” ټاپوګانو تر څنګ موريس د بېلابېلو تاريخي بوټو او ژوو له امله پېژندل کېږي. زياتې نوعې يا ډولونه يې په ټاپو کې تل پاتې دي. ياد ټاپو د “dodo” يوازينی پېژندل شوی کور [ځای] و، چې د نورو avian نوعو تر څنګ په ټاپو کې له استوګنې څخه لږ وروسته د انساني فعاليتونو له لورې ځانګړې شوه.