ماوریتوس چې په رسمي توگه د ماوریتوس ولسمشریزه ده د هندي سمندر په سویل لویدیځې څنډې کې پروت یو هیواد دی.

چټک مالومات په نوم د, پلازمېنه ...
ماوريتوس
Mauritius (اېټاليايي )
Mauritius (انګليسي)
République de Maurice (فرانسوي)[1] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Thumb
Thumb
اړوند
په نوم د
پلازمېنه
ترټولو لوړه څوکه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۲۶۴٬۶۱۳[2] — ۶۵۹٬۳۵۱[3] — ۶۸۰٬۷۵۷[3] — ۷۰۰٬۳۴۹[3] — ۷۱۸٬۸۶۱[3] — ۷۳۶٬۳۸۱[3] — ۷۵۳٬۰۰۰[3] — ۷۶۸٬۸۱۳[3] — ۷۸۳٬۹۱۷[3] — ۷۹۸٬۴۱۳[3] — ۸۱۲٬۴۰۵[3] — ۸۲۶٬۰۰۰[3] — ۸۳۹٬۲۳۰[3] — ۸۵۲٬۰۵۳[3] — ۸۶۴٬۸۱۹[3] — ۸۷۸٬۰۴۲[3] — ۸۹۲٬۰۰۰[3] — ۹۰۶٬۵۰۷[3] — ۹۲۱٬۳۷۹[3] — ۹۳۳٬۴۹۹[3] — ۹۴۹٬۸۸۸[3] — ۹۶۶٬۰۳۹[3] — ۹۸۰٬۴۶۲[3] — ۹۹۲٬۵۲۱[3] — ۱٬۰۰۱٬۶۹۱[3] — ۱٬۰۱۲٬۲۲۱[3] — ۱٬۰۲۰٬۵۲۸[3] — ۱٬۰۲۸٬۳۶۰[3] — ۱٬۰۳۶٬۰۸۲[3] — ۱٬۰۴۳٬۲۳۹[3] — ۱٬۰۵۱٬۲۶۰[3] — ۱٬۰۵۸٬۷۷۵[3] — ۱٬۰۷۰٬۲۶۶[3] — ۱٬۰۸۴٬۴۴۱[3] — ۱٬۰۹۷٬۳۷۴[3] — ۱٬۱۱۲٬۸۴۶[3] — ۱٬۱۲۲٬۴۵۷[3] — ۱٬۱۳۳٬۹۹۶[3] — ۱٬۱۴۸٬۲۸۴[3] — ۱٬۱۶۰٬۴۲۱[3] — ۱٬۱۷۵٬۲۶۷[3] — ۱٬۱۸۶٬۸۷۳[3] — ۱٬۱۹۶٬۲۸۷[3] — ۱٬۲۰۴٬۶۲۱[3] — ۱٬۲۱۳٬۳۷۰[3] — ۱٬۲۲۱٬۰۰۳[3] — ۱٬۲۲۸٬۲۵۴[3] — ۱٬۲۳۳٬۹۹۶[3] — ۱٬۲۳۹٬۶۳۰[3] — ۱٬۲۴۴٬۱۲۱[3] — ۱٬۲۴۷٬۴۲۹[3] — ۱٬۲۵۰٬۴۰۰[3] — ۱٬۲۵۲٬۴۰۴[3] — ۱٬۲۵۵٬۸۸۲[3] — ۱٬۲۵۸٬۶۵۳[3] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
وګړنوم
mauritiusiMauritianMauricanoMoriseänanموريشيوسيموريشيوسيةموريشيوسيونмаврикийцымаврикиецמאוריציאנימאוריציאניתmauritienimauritianmauritianăমরিশাসীয়maurizianomaurizianamaurizianimaurizianemaurisianmauricienmauriciennemauriciensmauriciennesmauricianumauricianamauricianoMauricien[1]Mauriciennemaurisianamaurisianemaurisianimaurisianموريشيوسيموريشيوسيةموريشيوسيينموريشيوسيات ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
فزیکي ځای
غړی د
هېواد
ځایناستی د
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۲٬۰۴۰ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
نور مالومات
وېب‌پاڼه
govmu.org (انګليسي ژبه، فرانسوي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۲۰°۱۲′سویل ۵۷°۳۰′ختیځ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Thumb
تړل

موريس (/məˈrɪʃ(i)əs, mɔːˈ-/، فرانسوي: Maurice [mɔʁis, moʁis]، Mauritian Creole: Moris [moʁis]) په رسمي ډول د موريس جمهوريت دی، چې د ماداګاسکر ختيځ ته د افريقا لويې وچې له سويل ختيځ ساحل څخه نږدې ۲۰۰۰ کیلو متره (۱۲۰۰ ميل) لرې په هند سمندر کې يو ټاپو هېواد دی. دا هېواد اصلي ټاپو (چې موريس) هم ورته وايي، همدرانګه “Rodrigues”، “Agalega” او “St. Brandon” ټاپوګان رانغاړي. د موريس او رودرېګس “Rodrigues)) ټاپوګان له نږدې “Reunion” ټاپو (له هېواد د باندې د فرانسې څانګه) تر څنګ د ماسکريني ټاپوګانو (Mascarene Islands) برخه دي. پلازمېنه او ستر ښار پورټ لويس (Port Louis) په موريس کې پروت دی، چې د نفوس زياته برخه په کې متمرکز ده. دا هېواد ۲۰۴۰ کیلو متر مربع (۷۹۰ ميل ميل مربع) سيمه رانغاړي او يوه پراخه اقتصادي سيمه لري، چې ۲،۳ ميليون کیلو متر مربع سيمه پوښي. [21][22][23]

عرب کښتۍ چلونکي لومړني خلک وو، چې نږدې ۹۷۵ کې يې ياد نا اباد [] ټاپو وموند او ډينا اروبي “Dina Arobi” يې ونوماوه. تر ټولو لرغونې منل شوې موندنه په ۱۵۰۷ کې د پرتګالي بېړۍ چلونکو له لورې وه، چې په ټاپوګانو کې يې لږه لېوالتيا درلوده. هالنډ د نږدې ۱۲۰ کالونو څخه د زياتې دورې لنډمهاله اوسېدنو د يوې بريا په رامنځته کولو سره په ۱۵۹۸ کې د ټاپو ملکيت تر لاسه کړ، چې په ۱۷۱۰ کې يې د هڅو مخنيوی وشو. په ۱۷۱۵ کې فرانسې واک تر لاسه او د “Isle de France” نوم يې ورکړ. په ۱۸۱۰ کې انګليستان ټاپو ونيو او څلور کالونه وروسته په ۱۸۱۴ کال پاريس تړون کې فرانسې د موريس ټاپو هېواد او اړوند سيمې انګليستان ته پرېښودې. د موريس برتانوي مستعمره کې د Rodrigues, Agaléga, St. Brandon, Tromelin, the Chagos Archipelago او تر ۱۹۰۶ پورې Seychelles ټاپوګان شامل وو. موريس او فرانسې د “Tromelin” د واک يا حاکميت پر سر ځکه شجړه وکړه، چې د پاريس تړون يې په ځانګړي ډول په يادونه کې پاتې راغی. موريس په بنسټيز ډول ۱۹۶۸ کې تر خپلواکۍ پورې د انګليستان د کښت پر بنسټ مستعمره پاتې شو. [24][25][26][27]

د هېواد له خپلواکۍ اخيستلو څخه درې کالونه مخکې په ۱۹۶۵ کال انګليستان د موريس له سيمې څخه د “Chagos Archipelago” سيمه او همدرانګه يې د برتانيا د هند سمندر سيمې (British Indian Ocean Territory (BIOT)) د جوړولو په موخه له “Seychelles” ټاپو څخه د الدبرا “Aldabra”، فارکوهر “Farquhar” او ډيسروچيس “Desroches” ټاپوګان بېل کړل. سيمه ايز وګړي په زور سره له سيمې وشړل شول او د “Diego Garcia” په نوم تر ټوله ستر ټاپو متحده ايالتونو ته په اجاره ورکړل شو. انګليستان له سببي ګرځندويانو، رسنۍ او پخوانيو اوسېدونکو څخه پرته “Chagos Archipelago” ټاپو ته لاسرسی سخت کړی دی. د چاګوس حاکميت د موريس او انګليستان تر منځ کړکېچن يا لانجه يي دی. د ۲۰۱۹ په فبروري کې د عدالت نړيوالې محکمې د لارښودنې يا مشورې يوه نظريه خپره کړه. يادې مشورتي نظريې انګليستان ته امر کاوه چې د موريس د نه استعمار د بشپړولو په موخه دې ژر تر ژره چاګوس بېرته موريس ته ورکړي. [28][29]

د خپل جغرافيوي درک او پېړيو استعمار له امله د هېواد وګړي د توکم، کلتور، ژبې او عقيدې له مخې خورا بېلابېل (متنوع) دي. دا په افريقا کې يوازينی هېواد دی، چې هندوايزم په کې تر ټولو زيات منل شوی دين دی. د ټاپو حکومت نږدې د لويديځ دود له مخې پارلماني نظام پر بنسټ موډل شوی دی او موريس د بشپړې ديموکراسۍ په درلودلو سره د يوازېني افريقايي هېواد اوسېدلو تر څنګ د اقتصادي او سياسي خپلواکۍ له امله لوړ ځای لري. دا هېواد د انساني پرمختګ د خورا لوړ لړيال درلودلو له مخې د لويې وچې يوازينی هېواد دی. د نړيوال بانک د معلوماتو له مخې موريس د لوړ عايد اقتصادي هېواد په توګه ډلبندي کېږي. همدارنګه په افريقايي سيمه کې د تر ټولو زيات سيالي کوونکي او د خورا پرمختللو اقتصادونو له ډلې څخه ګڼل کېږي. ياد هېواد د هوساينې دولت دی. حکومت وړيا نړيواله روغتيايي پاملرنه، تر درېيمې درجې پورې زده کړې او زده کوونکو، د هېواد مشرانو اتباعو او معلولينو لپاره وړيا لېږد رالېږد برابروي. موريس په ۲۰۱۹ کې د سولې د نړيوال لړيال (Global Peace Index) له مخې تر ټولو سوله ايز افريقايي هېواد په توګه ډلبندي شو. [30][31][32][33][34][35][36]

د نورو مسکاريني “Mascarene” ټاپوګانو تر څنګ موريس د بېلابېلو تاريخي بوټو او ژوو له امله پېژندل کېږي. زياتې نوعې يا ډولونه يې په ټاپو کې تل پاتې دي. ياد ټاپو د “dodo” يوازينی پېژندل شوی کور [ځای] و، چې د نورو avian نوعو تر څنګ په ټاپو کې له استوګنې څخه لږ وروسته د انساني فعاليتونو له لورې ځانګړې شوه.

ريښه

د هغه ټاپو د شتون لومړني تاريخ ثبوت چې ننی موريس ګڼل کېږي، په ۱۵۰۲ کې د ايټالوي نقشه ويستونکي البرټو کېنټينو “Alberto Cantino” له لورې پر يوه نقشه باندې جوړ شوی دی. له دې ځايه څرګندېږي چې موريس د “Dina Arobi” نوم وزيږاوه. د زياتې شونتيا له مخې ياد نوم د نيمه وچې د کښتۍ چلونکو په واسطه له پرتګاليانو سره شريک شو. په ۱۵۰۷ کې پرتګالي کښتۍ چلونکو له نوموړي نا ابادې [چې خلک په کې نه وي اوسېدلي] ټاپو څخه کتنه وکړه. ياد ټاپو پر لرغونو پرتګالي نقشو باندې په پرتګالي “Cirne” يا “Do-Cerne” نومونو سره څرګندېږي، چې ښايي د ۱۵۰۷ په ټولګي يا ډله کې د يوې کښتۍ له نوم څخه اخيستل شوي وي. يو بل پرتګال کښتۍ چلونکی “Dom Pedro Mascaenhas” د ټاپوګانو دې ټولګې ته د “Mascarenes” نوم ورکړ. [37][38]

په ۱۵۹۸ کې يو هالنډي لښکر د سمندري ځواکونو د قوماندان “Wybrand van Warwyck” تر مشرۍ لاندې په ستر بندر (Grand Port) کې ښکته شو او ياد ټاپو يې د هالنډ جمهوريت د stadtholder شهزاده “Maurice van Nassau” په وياړ، موريس ونوماوه. نوموړی ټاپو وروسته د فرانسې مستعمره او نوم يې د فرانسې ټاپو (Isle de France) ته بدل شو. د ۱۸۱۰ کال د ډسمبر پر ۳ نېټه د ناپيليوني جګړې پرمهال فرانسې موريس ټاپو سترې برتانيې ته وسپاره. تر برتانوي واکمنۍ لاندې يې نوم بېرته موريس (Mauritius) ته بدل شو. موريس په فرانسوي ژبه کې په عام ډول د “Maurice” او “Ile Maurice” په نومونو او په “Mauritian Creole” ژبه کې د “Moris” په نوم هم پېژندل کېږي. [39]

تاريخچه

د موريس ټاپو کې د ۱۶ پېړۍ په پيل کې د پرتګالي کښتۍ چلونکو له لورې د لومړنۍ ثبت شوې کتنې څخه مخکې څوک نه وو اوسېدلي. د “Dina Arobi” نوم له هغو عرب کښتۍ چلونکو پورې اړه لري، چې په لومړي ځل يې ټاپو وموند.

پرتګالي موريس

د ټورډيسيلاس تړون (Treaty of Tordesillas) پرتګال ته د نړۍ د دې برخې د مستعمره کولو حق ورکول وړاندې (افاده) کړل. په ۱۵۰۷ کې پرتګالي کښتۍ چلونکي دې نا استوګن شوي ټاپو ته راغلل او د کتنې يو بنسټ يې رامنځته کړ. د “Diago Fernandes Pereira” په نوم پرتګالی بېړۍ چلونکی لومړنی پېژندل شوی اروپايي وګړي و، چې موريس کې ښکته شو. نوموړي ټاپو ته “Ilha do Cisne” (د قاز ټاپو) نوم ورکړ. پرتګاليانو په دې ټاپوګانو کې لېوالتيا نه درلوده، نو ځکه په کې اوږدمهاله پاتې نه شول. [40]

د مسکاريني ټاپوګان (Mascarene Islands) د پرتګالي هند پاچاهۍ د ځايناستي (نائب السلطنه) پيډرو مسکارينهاس (Pedro Mascarenhas) په وياړ ۱۵۱۲ کې له ټاپوګانو څخه د نوموړي له کتنې څخه وروسته ونومول شول.

د روډرېګز ټاپو (Rodrigues Island) د پرتګالي سپړونکي ډياګو روډرېګز (Diogo Rodrigues) په وياړ نومول شوی دی، چې په ۱۵۲۸ کې ياد ټاپو ته راغی.

هالنډي موريس (۱۷۱۰ – ۱۶۳۸)

په ۱۵۹۸ ز کال کې يو هالنډي لښکر د سمندري ځواکونو د قوماندان “Wybrand van Warwyck” تر مشرۍ لاندې په ستر بندر (Grand Port) کې ښکته شو او ياد ټاپو يې د هالنډ جمهوريت د ناساو د شهزاده مورېس (هالنډي: “Maurice van Nassau”)په وياړ، موريس ونوماوه. هالنډ په ۱۶۳۸ کې موريس ټاپو کې استوګن شو، چې له سيمې څخه يې د ابنوس ونې راوويستلې او ګنی، کورني ژوي او هوسۍ يې دود کړل. له همدې ځايه و چې هالنډي چلوونکي [د بېړۍ؟] ابيل تاسمېن “Abel Tasman” د تازمانيا (Tasmania)، اوټيروا يا نيوزيلېنډ او نوي ګينه د نقشو په رسمولو سره، د سترې سويلي خاورې (Great Southern Land) په لټه کې شو. د هالنډ لومړۍ استوګنې ۲۰ کالونه دوام وکړ. په ۱۶۳۹ کې له ماداګاسکر څخه موريس ته غلامان راورسېدل. د هالنډ د ختيځ هند شرکت دوی د ابنوس ونو د پرې کولو او تمباکو او ګني په نويو کښتونو کې د کار کولو په موخه سيمې ته راوړل. د پايلې په توګه د يوې تل پاتې مستعمرې جوړولو په موخه بېلابېلې هڅې وشوې، مګر اوسېدونکو هيڅکله دومره پرمختګ ونه کړ چې سيمه په برخو ووېشي؛ همدا د دې لامل شول، چې هالنډ په ۱۷۱۰ کې له موريس څخه ووتل. په انګليسي کې د (ليډز استخبارات: Leeds Intelligencer) تر سرليک لاندې د ۱۷۵۵ ز کال يوه مقاله ادعا کوي، چې ياد ټاپو د اوږدو لکۍ لرونکو “macaque” بيزوګانو له امله پرېښودل شو، چې په ټاپو کې هر څه يې ويجاړ کړل او دا چې هغه وخت ټاپو هم «د بيزوګانو ټاپو» په توګه پېژندل کېږي. يادې بيزوګانې د پرتګالي کښتۍ چلونکو له لورې له هالنډي حکومت څخه وړاندې په سويل ختيځې اسيا کې د هغول د پلرني استوګنځي څخه دې ټاپو ته راوړل شوې وې. [41][42][43][44][45]

سرچينې

Wikiwand in your browser!

Seamless Wikipedia browsing. On steroids.

Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.

Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.