لمريز غونډال
From Wikipedia, the free encyclopedia
لمريز غونډال، چې شمسي نظام یې هم بولي، لمر او هغو هسکني پژیو (اسماني اجرامو celestial bodies) ته ويل كېږي چې پر لمر را چورلي—لکه سیارې، سپوږمیانې، سیارهوزمې (asteroids)، سیارهگیانې (dwarf planets)، لکیورې (comets)، او هسکاڼيوزمې (شهابوار meteoroids). لمریز غونډال د اسمانلار (Milky Way) په نامه کهکشان کې دی. په دې کې اته لویې سیارې، چې ټولگه يې سيارنى غونډال (planetary system) بلل كېږي، په نېغه پر لمر را څرخي او نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱- عطارد (Mercury) ۲- زهره (Venus) ۳- ځمكه (Earth) ۴- مريخ (Mars) ۵- مشتري (Jupiter) ۶- زحل (Saturn) ۷- اورانوس (Uranus) ۸- نيپټون (Neptune)
د پورته سیارو سربېره، ځینې سیارهگیانې لکه پلوټو (Pluto) او سېریز (Ceres) هم په خپل مدار کې پر لمر را چورلي. د سیارو، سیارهگیانو، او سیارهوزمو تر مېنځ پر توپیر به وروسته په تفصیل سره وغږېږو.
داسې اټکل کېږي چې لمریز غونډال کابو ۴.۶ ملیارډ کاله مخکې را مېنځته شوی دی. لمر د دې غونډال (نظام) په مېنځ کې دی چې تر ټولو لوی او د خپل راکښنیز ځواک (جاذبه قوې gravitational force) په زور ټولې سیارې او پژي (اجرام) پر ځان چورلوي. په دې کې ډېرې سیارې، سیارهگیانې، او ان ځینې سپوږمیانې لا خپلې هواوېجې (اټموسفیرونه) لري.
د لمریز غونډال اته غټې سیارې پر لاندې ډلو وېشل کېږي:
- دنننۍ سیارې
- بهرنۍ سیارې