![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/30/Mercury_in_color_-_Prockter07_centered.jpg/640px-Mercury_in_color_-_Prockter07_centered.jpg&w=640&q=50)
عطارد
عطارد / From Wikipedia, the free encyclopedia
عطارد (سمبول: ) په لمریز نظام کې تر ټولو کوچنۍ او لمر ته ترټولو نږدې سیاره ده. له لمر څخه په ۸۷.۹۷ ځمکنیو ورځو کې یوځل راڅرخي او په لمریزو سیارو کې تر ټولو لنډۍ سیاره ده. نوم یې د رومیانو د خدای مرکیوریس (Mercurius)، د سوداګرۍ د خدای، د خدای د پیغام رسونکي، او د خدایانو او فاني وګړو له اړیکه جوړونکي او یوناني خدای هرمز(Ἑρμῆς) له نومونو اخیستل شوی. عطارد د زهرې په څېر د ځمکې په مدار کې د یوې لاندینۍ سیاري په توګه د لمر په شاوخوا څرخي، او له لمر څخه یې ظاهري فاصله چې له ځمکې لیدل کېږي له ۲۸ درجو نه اوړي. لمر ته یې نږدېوالی په دې معنی چې په لویدیځ لمر پرېوتو کې یوازې د لمر لوېدو پر مهال او ختیځ لمر خاته کې د لمر له ختو وړاندې لیدل کېږي، په ځانګړې توګه په ماښام کې. په دغه مهال کې د یوه ځلېدونکي ستوري په ډول مالومېږي. خو ستونزمنه ده چې له زهره سیارې سره یې دې توپیر وشي. د زهرې او سپوږمۍ په څېر یې د مدار بشپړېدل له ځمکې څخه په تلسکوپي ډول څرګندېږي، چې په مدار کې خپله دوره په نږدې ۱۱۶ ورځو کې وهي.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/30/Mercury_in_color_-_Prockter07_centered.jpg/640px-Mercury_in_color_-_Prockter07_centered.jpg)
عطارد په لمریز نظام کې په ځانته ځانګړي ډول څرخي. چې له لمر سره د ۳:۲ رزنانس په مدار کې تړلی دی، دا په دې معنا چې د نورو ثابتو سیارو په پرتله چې د لمر په شاوخوا په دوه وارې تاوېدو (انتقالي حرکت) کې درې ځله له خپل ځان (وضعي حرکت) تاوېږي. لکه څرنګه چې له لمر څخه مالومېږي، په خپل ټاکلي مدار کې چې خپله هم مداري تاوېدل لري، داسې ښکاري چې له لمر څخه په دوه عطاردي کلونو کې یوازې یوځل څرخېږي. له دې امله په عطارد کې د یو څارونکي له نظره، هغه به وکولای شي په دوه عطاردي کلونو کې یو ځل بشپړه ورځ تجربه کړي.[3][4]
عطارد د نورو سیارو په پرتله تر ټولو لږ محوري انحراف (نږدې ۱/۳۰ درجې) لري. د مرکز له مدار څخه د هغو د وتلو کچه د لمریز نظام د ټولو پېژندل شوو سیارو په پرتله ډېره ده؛ له لمر څخه یې لنډه فاصله له هغو څخه د لرې واټن دوه په درې (۶۶ سلنه ) ده. د عطارد سطح په ښکاره بڼه د سپوږمۍ په څېرې کندې کندې ښکاري، چې له جیالوژیکي پلوه له میلیاردونو کلونو راهیسې غیر فعاله مالومېږي. د ګرمۍ ساتلو په موخه د اتومسفیر د نشتوالي له امله په لمریز نظام کې د بلې هرې سیارې په پرتله په کې د هوا درجه تغیر مومي، د شپې له خوا له K ۱۰۰ (-۱۷۳ سانتي ګراد درجې؛ -۲۸۰ درجې د فارنهایت) تر ۷۰۰ K (۴۲۷ سانتي ګراد درجې؛ ۸۰۰ فارنهایت درجې) د ورځې د هغو په استوايي سیمو کې رسېږي. قطبي سیمو کې یې د تودوخې درجه ۱۸۰ K (-۹۳ سانتي ګراد درجې؛ -۱۳۶ فارنهایت درجې) ته رسېږي. دغه سیاره هیڅ یو طبیعي سپوږمۍ نلري.[5]
تر اوسه دوه ستور مزلو توغندیو د عطارد څخه لیدنه کړې: مارینر ۱۰ (Mariner 10) په ۱۹۷۴ او ۱۹۷۵ ز کلونو او مسنجر (MESSENGER) چې په ۲۰۰۴ ز کال کې وتوغول شو، او په څلورو کلونو کې وړاندې له هغې چې سون توکي یې خلاص شي ؛ ۴۰۰۰ ځله په عطارد څرخېدلی او د ۲۰۱۵ ز کال د اپرېل په ۳۰ مه یې د دغې سیارې له سطحې سره ټکر وکړ. پلان دی چې په ۲۰۲۵ ز کال کې بیپي کولومبو (BepiColombo) فضایي توغندی عطارد ته ورسېږي.[6][7][8]