![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/e/ea/8423_20181_1saturn2016.jpg/640px-8423_20181_1saturn2016.jpg&w=640&q=50)
زحل
From Wikipedia, the free encyclopedia
زحل (سمبول: ) له لمر څخه شپږمه او له مشتري وروسته د لمریز نظام دویمه لویه سیاره ده. د دغې ګازي سیارې شعاع په منځني ډول د ځمکې د هغو له ۹.۵ ځله سره برابره ده. کثافت یې د ځمکې د کثافت یو پر اتمه دی؛ په داسې حال کې چې د خپلې لویې اندازې له امله له ځمکې ۹۵ ځلې لویه ده. په زحل سیارې د رومیانو د سرمایې او کرنې د رب النوع نوم (ساترون) اېښودل شوی و. د ستور پوهنې سمبول یې (♄) یوناني پاپیري Oxyrhynchus ته اړوندېږي، چې لیدل کېږي، له یوې متقاطع کرښې او یوناني kappa-rho کلیماتو څخه جوړ دی او د دغې سیارې لپاره د هغو د یوناني نوم Κρονος (Cronos) لنډیز دی. چې وروسته د یوناني eta توري(حرف) کوچني ډول ته ورته شو او په شپاړسمه پېړۍ کې ورباندې صلیب هم زیات شو.[4][5][6][7][8][9]
په نامه د |
---|
عمومي معلومات | |
---|---|
وګړنوم | |
ځای |
مهمې پېښې |
|
---|
القطر |
۱۲۰٬۵۳۶ كيلومتر[1] ![]() |
---|---|
د ځای کچه |
۴۲٬۷۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ كيلومتر مربع[2] ![]() |
الحجم |
۸۲۷٬۱۳۰٬۰۰۰٬۰۰۰٬۰۰۰ کيوبيک کيلوميتر[2] ![]() |
وزن |
برخې | |
---|---|
برخه د |
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b4/Saturn_%28planet%29_large.jpg/640px-Saturn_%28planet%29_large.jpg)
رومیانو د اونۍ اومه ورځ د Saturday، Sāturni dies یا ("Saturn's Day") په نوم له زهل یا سترون سیارې سره په اړوندېدو ونوموله.[10]
په ډېر احتمال سره د زحل دننه برخه له اوسپنې- نکل او ډبرو (د سلیکان او اکسیجن له ترکیب) څخه جوړه شوې ده. هسته یې د فلزي هایدروجن د یوې لایې په واسطه پوښل شوې چې منځنۍ لایه یې د مایع هایدروجن او هیلیوم څخه جوړه ده او وروستۍ یې بیا ګازي هغه ده. د زحل په پورتنۍ فضا یا اتموسفیر کې د امونیا د کریسټلونو لرلو له امله کم رنګه ژېړ رنګ لري. داسې اټکل کېږي چې د فلزي هایدروجن په لایه کې برېښنايي چارج لرل په دغه سیاره کې د مقناطیسي ډګر د جوړېدو لامل شوی چې د جذب قوه یې له ځمکې کمه ده، خو د زحل سیارې د لویوالي له امله، د هغو مقناطیسي دوران له ځمکې ۵۸۰ چنده زیات دي. د دغې سیارې د مقناطیسي ډګر پیاوړتیا د مشتري د هغو یو پر شلمه برخې سره برابر دی. باندنی اتموسفیر په معمول ډول ملایم او د تضاد (کنتراست) نه لرونکی دی، خو کېدای شي اوږد مهالې ځانګړنې یې ښکاره شي. په دغه سیاره کې د باد چټکتیا په ساعت کې ۱۸۰۰ کیلومتره (۱۱۰۰ مایله په ساعت، ۵۰۰ متره په ثانیه کې) دی، چې له مشتري زیات دی، خو له نیپتون څخه کم دی.[11][12]
د دغې سیارې تر ټولو څرګنده ځانګړنه، د هغو څرګند کړه ییز(حلقوي) سیستم دی چې د یخ له ذرو، د ډبرو له پاتې شونو او کیهاني دوړو(ګرد) نه جوړ دی. د زحل په مدار کې ۸۳ سپوږمۍ پېژندل شوې، چې په ۵۳ یې په رسمي ډول نومونه اېښول شوي دي؛ چې د دغې سیارې په مدارونو کې، له سلګونو نورو سپوږمکیو جلا دي. تیتان د زحل تر ټولو لویه او په لمریز نظام کې دویمه لویه سپوږمۍ ده، چې له عطارد سیارې لویه ده، خو کثافت یې لږاو په لمریز نظام کې یوازنۍ سپوږمۍ ده چې د پام وړ فضا ( اتموسفیر) لري.[13][14]