From Wikipedia, the free encyclopedia
په لمريز غونډال كې، مريخ (سمبول: ) له لمر څخه د واټن له مخې څلورمه او تر عطارد وروسته دوهمه كوشنۍترينه سياره ده. د لرغوني روم له ادبياتو څخه يې د جگړې د خداى (god of war) نوم پر ايښى دى. مريخ زياتره د سرې سيارې (red planet) په نامه هم يادېږي ځكه چې پر مخ يې د اوسپنې اكسايډ (iron oxide) شتون مريخ ته سوربخن رنگ وركړى دى. مريخ يوه ځمكوزمه سياره ده چې نرۍ هواوېجه لري او کندې (craters)، درې، دښتې، او قطبي كنگلنۍ خولۍ (polar ice cap) يې موږ ته د ځمكې او سپوږۍ هغې را په يادوي. د مريخ چورلیزه موده (rotational period) او موسمي کړۍ (seasonal cycle) د ځمكې له هغې سره ورتهوالی لري. د درست لمريز غونډال دوهم جگ غر چې المپس (Olympus Mons) نومېږي په مريخ كې دى چې جگوالى يې كابو ۲۲ كيلو مترو ته رسېږي او د مريخ تر ټولو جگ غر دى. د مارينر (Valles Marineris) په نامه يوه دره لري چې د لمريز غونډال له غټو درو څخه ده او اوږدوالى يې كابو ۴۰۰۰ كيلو متره، پراخوالى يې ۲۰۰ كيلو متره، او ژوروالى يې ۷ كيلو متره دى. په شمالي نيمه كره كې، هوار بورياليس ډنډ (Borealis Basin) د سيارې ۴۰% تر پوښښ لاندې راولي. مريخ د فوبوس او ډيموس په نامه دوې پېژندل شوي سپوږمیانې لري چې كوشنۍ او غير منظم شكلونه لري. دا كېداى شي چې ۵۲۶۱ يوريكا (5261 Eureka) ته ورته سيارهوزمې (asteroid) وي.
په ۱۹۶۵ كال كې مريخ ته د مارينر ۴ (Mariner 4) تر لومړۍ كاميابې الوتنې پورې ډېر كسان د مريخ پر مخ د بهاندو اوبو پر شتون گوماني وه.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.