![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/3d/Uranus2.jpg/640px-Uranus2.jpg&w=640&q=50)
اورانوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
اورانوس (سمبول: ) له لمر څخه اوومه سیاره ده. نوم یې د یوناني افسانو له مخې د یونانیانو د آسمان رب النوع اورانوس ده چې د اریس (مریخ) غور نیکه، د زیوس (مشتري) نیکه او د کرونوس (زهل) پلار و. په لمریز نظام کې درېمه لویه وړانګه او څلورمه لویه حجم لرونکې سیاره ده. اورانوس په جوړښت کې نیپتون ته ورته ده او دواړه د ګڼ شمېر کیمیاوي ترکیبونو لرونکې دي چې د مشتري او زهرې له ګازي سیارو نه توپیر لري. له همدې امله ساینس پوهان تر ډېره اورانوس او نیپتون " د لویو یخي" سیارو په توګه طبقه بندي کوي، څو له نورو ګازي لویو سیارو یې توپیر وشي. د اورانوس فضا ( اتومسفیر) د هغه د لومړني ترکیب له مخې چې له هیلیوم او هایدروجن ګاز نه جوړ دی، د زحل او مشتري په څېر دی، خو په پراخه کچه د اوبو، امونیا او میتان "یخونه" لري او نور هایدروکاربني ترکیبات لري. دغه سیاره په لمریز نظام کې تر ټولو یخ سیاروي اتومسفیر لري، چې لږترلږه تودوخه یې ۴۹ کالوین (-۲۲۴ سانتي ګراد درجه؛ -۳۷۱ فارنهایت درجه) ده،دغه سیاره د ورېځو پېچلی جوړښت لري او داسې ښکاري چې، اوبه د ورېځو وروستۍ او میتان یې پورتنۍ لایه جوړوي. د اورانوس دننه له یخ او ډبرو جوړ دی.
اورانوس د نورو لویو سیارو په څېر حلقوي سیستم، مقناطیسي ډګراو ګڼ شمېر سپوږمۍ لري. په ۱۹۸۶ ز کال کې د ویوجر ۲ ستورمزلي انځورونو اورانوس په شته روښنايي کې یوه بې خاصیته سیاره، پرته له دې چې د نورو لویو سیارو د وریځو له لړیو او توپانونو سره تړاو ولري وښودله. ویوجر ۲ تر اوسه یوازنۍ ستورمزلی توغندی دی، چې له دغې سیارې یې لیدنه کړې. په ۲۰۰۷ ز کال کې د اعتدال نقطې ته د رسېدو پر مهال، له ځمکې څخه په لیدنه کې د دغې سیارې موسمي(فصلي) بدلونونه او اقلیمي تغییرات لیدل شوي دي. د باد چټکتیا په کې، په ثانیه کې ۲۵۰ مترو (۹۰۰ کیلومتره په ساعت، ۵۶۰ مایله په ساعت) ته رسېږي.[4]