![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/f3/Grover_Cleveland_-_NARA_-_518139_%2528cropped%2529.jpg/640px-Grover_Cleveland_-_NARA_-_518139_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
سټیفن ګروور کلیولینډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیفن ګروور کلیولینډ (د ۱۸۳۷ز کال د مارچ ۱۸مه - د ۱۹۰۸ز کال د جون ۲۴مه) یو امریکایي قانونپوه او سیاستوال و، چې له ۱۸۸۵ز کال نه تر ۱۸۸۹ز کال او له ۱۸۹۳ز کال نه تر ۱۸۹۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۲م او ۲۴م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. کلیولینډ د امریکا په تاریخ کې یوازینی ولسمشر دی، چې د دوه نا پرله پسې دورو لپاره یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.
سټیفن ګروور کلیولینډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۸ مارچ ۱۸۳۷[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
مړینه | 24 جون 1908 (71 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | ديموکراتيک ګوند ![]() |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، ليکوال [12] ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1][13] ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
په ۱۸۸۱ز کال کې، کلیولینډ د بوفالو ښاروال او وروسته د نیویارک والي وټاکل شو. هغه د (pro-business Bourbon) ډیموکراتانو مشر و، چې د لوړو تعرفو، وړیا سپینو زرو، انفلاسیون، امپریالیزم، سوداګرۍ، بزګرانو او پخوانیو پوځیانو ته د سبسایډي مخالفت یې کاوه. د سیاسياصلاحاتو او مالي محافظه کارۍ لپاره د هغه مبارزه د وخت د امریکایي محافظه کارانو لپاره یو سمبول جوړ شو. کلیولینډ د خپلې ایماندارۍ، ځان بسیاینې، بشپړتیا او د کلاسیک لیبرالیزم اصولو ته د ژمنتیا له امله ستایل شوی. هغه له سیاسي فساد او بادارۍ سره مبارزه وکړه او د یوه اصلاح غوښتونکي په توګه یې دومره اعتبار درلود، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند همفکره څانګې چې «Mugwumps» نومېده د (GOP) د ولسمشرۍ ټکټ پرېښود او د ۱۸۸۴ز کال په ټاکنو کې یې د هغه ملاتړ ته مخه کړه. د هغه د دویمې دورې له پیل سره هېواد له داسې ناورین سره مخامخ شو، چې د ۱۸۹۳ز کال وحشت یو سخت ملي کړکېچ رامنځته کړ او ډیموکراټ ګوند یې له منځه یووړ.[14][15][16][17]
که څه هم کلیولینډ یو پیاوړی پالیسي جوړونکی و، خو پر وړاندې یې ځینې نیوکې هم کېدې، لکه د ۱۸۹۴ز کال په پلمن اعتصاب (Pullman Strike ) کې د اورګاډي پټلۍ د ساتلو لپاره د هغه لاسوهنې پر ګوند سربېره په ټول هېواد کې د کارګرو ټولنو غبرګون راوپاراوه او هم یې له طلايي معیار نه د نوموړي ملاتړ او له سپینو زرو سره مخالفت د ډیموکراټ ګوند ملکي څانګه جلا کړه. منتقدینو شکایت کاوه چې کلیولینډ لږ نوښت درلود او هغه په دویمه دوره کې د هېواد له اقتصادي ناورینونو، رکود او اعتصابونو نه اغېزمن شوی و. د هغه د دویمې دورې په پای کې، عامه انګیرنې دا وښوده، چې هغه د متحده ایالاتو یو له خورا نامنلي ولسمشرانو نه و او د ډېرو ډیموکراتانو له خوا رد شو، خو اوس کلیولینډ د ډېری تاریخپوهانو له خوا یو بریالی مشر ګڼل کېږي او د خپل صداقت، ریښتینولي، اخلاق او اغېزمن مشرتابه لپاره ستایل کېږي.[18][19][20]