د امریکا متحده آیالاتونو دیمکرات ګوند
From Wikipedia, the free encyclopedia
دیموکراتیک ګوند په متحده ایالاتو کې له دوو لویو او معاصرو ګوندونو نه یو دی. د دغه ګوند بنسټ د ۱۸۲۸ ز کال په شاوخوا کې د اندرو جکسون د ملاتړو له خوا کېښودل شو، چې په نړۍ کې یو له پخوانیو فعالو سیاسي ګوندونو نه دی. له ۱۸۶۰ مې ز لسیزې راهیسې یې اصلي سیاسي سیال جمهوري غوښتونکی ګوند دی.[1]
دیموکراتیک ګوند له ۱۸۶۰ ز کال وړاندې د محدود دولت او ایالتي حاکمیت نه ملاتړ کاوه او د ملي بانک او لوړو تعرفو مخالف و. په ۱۸۶۰ ز کال کې د غلامۍ پر سر په دوو برخو ووېشل شو او له ۱۸۶۰ ز کال نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې دوه ځلې ولسمشرۍ ته ورسېد. د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې یې، هماغه ډول له لوړو تعرفو سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او د سرو زرو د معیار اړوند یې کلک داخلي بحثونه درلودل. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې سپینې ماڼۍ ته په ۱۹۱۲ او ۱۹۱۶ ز کال کې د ویډرو ویلسون (د امریکا ۲۸ ولسمشر و) په بریا سره له مترقي اصلاحاتو ملاتړ او له امپریاليزم سره یې مخالفت وکړ.[2][3][4][5][6][7][8][9][10]
د فرانکلن ډي. روزولټ له واکمنۍ او په ۱۹۳۲ ز کال کې د نیوډیل په نامه اقتصادي او ټولنیز پروګرام وروسته، دیموکراتیک ګوند د ټولنیزې آزادۍ یا ټولنیز لیبرالیزم د سیاسي ایدیالوژي چوکاټ رامنځ ته کړ. نیوډیل پروګرام په ښارونو کې د ګڼ شمېر کاتولیک اروپايي کډوالو د ملاتړ جلبولو لامل وګرځېد، خو د دغه ګوند د کار اوکسب ملاتړې محافظه کارې څانګې د کمزوري کېدو لامل وګرځېد. د ۱۹۶۴ ز کال کې د مدني حقونو او د ۱۹۶۵ ز کال د رایو ورکولو د حقونو له قوانینو وروسته د دواړو ګوندونو اصلي بنسټونو بدلون وموند، په دې ډول چې په ولسمشریزو سیاستونو کې سويلي ایالتونو په جمهوري غوښتونکي ګوند باور وکړ او شمال ختیځ ایالتونه بیا په باور وړ توګه دیموکرات شول. د کارګري اتحادیې عناصر چې یو مهال ځواکمن و له ۱۹۷۰ مې لسیزې وروسته کوچني شول، په داسې حال کې چې کارګره طبقه د دیموکراتو بنسټونو مهمه پایه پاتې شوه. ښځې، هغه وګړي چې په ښاري سیمو کې یې ژوند کاوه، ځوانو امریکایانو او د کالجونو فارغینو ډېری جنسي، مذهبي او نژادي لږه کیو لېوالتیا لرله، څو له دیموکراتیک ګوند نه ملاتړ وکړي.[11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21][22]
د دیموکراتیک ګوند د معاصر لیبرالیزم فلسفه، د مدني آزادیو او ټولنیز مساوات مفاهیم د ګډ اقتصاد نه په ملاتړ له یو بل سره ترکیب کوي. دغه ګوند په کانګرس کې له معتدلو، محافظه کارو او مترقي څانګو نه جوړ لوی ائتلاف لري. مشارکتي اصلاحات، د چاپېریال خوندیتوب، له سازمان یافته کاري قوې ملاتړ، د ټولنیزو چارو پراختیا، د کالج په اندازه فیس، د روغتیا پالنې اصلاحات، برابرې موکې او له مصرف کوونکو ملاتړ، د دغه ګوند د اقتصادي اجنډا هسته جوړوي. په ټولنیزه برخه کې بیا په ټاکنیزو مبارزو کې له مالي اصلاحاتو، د همجنس پالو له حقونو، جنايي عدالت، د کډوالۍ له اصلاحاتو، په وسلو له سختو قوانینو، د سقط له حقونو، د اعدام سزا له لغوه کولو او د مارجیوانا (چرسو) له قانوني کولو ملاتړ کوي.[23]
د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په ګډون، شپاړسو دیموکراتانو، د امریکا د ولسمشر په توګه خدمت کړی. له ۲۰۲۲ ز کال نه د فدرال دولت اکثریت د دغه ګوند په لاس کې دی (د دغه هېواد ولسمشري او په کانګرس او سنا دواړو کې اکثریت په واک کې لري)، ۲۲ ایالتي والیان، ۱۷ ایالتي قانون جوړوونکې جرګې، په ۱۴ ایالتونو کې حکومتي اکثریت (په دواړو حکومت او قانون جوړوونکو جرګو کې) او د لویو ښارونو ښاروالۍ په واک کې لري. د متحده ایالاتو د سترې محکمې له نهو قاضیانو نه درې یې د د دیموکراتیکو ولسمشرانو له خوا ټاکل شوي. د ثبت شویو غړو له مخې، دیموکرات ګوند په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوی او د نړۍ درېیم لوی ګوند دی.[24]