From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیفن ګروور کلیولینډ (د ۱۸۳۷ز کال د مارچ ۱۸مه - د ۱۹۰۸ز کال د جون ۲۴مه) یو امریکایي قانونپوه او سیاستوال و، چې له ۱۸۸۵ز کال نه تر ۱۸۸۹ز کال او له ۱۸۹۳ز کال نه تر ۱۸۹۷ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۲م او ۲۴م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. کلیولینډ د امریکا په تاریخ کې یوازینی ولسمشر دی، چې د دوه نا پرله پسې دورو لپاره یې د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې.
سټیفن ګروور کلیولینډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۸ مارچ ۱۸۳۷[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
مړینه | 24 جون 1908 (71 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
د مړینې لامل | د زړه حمله (ناروغي) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 180 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ، ليکوال [12] |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1][13] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
په ۱۸۸۱ز کال کې، کلیولینډ د بوفالو ښاروال او وروسته د نیویارک والي وټاکل شو. هغه د (pro-business Bourbon) ډیموکراتانو مشر و، چې د لوړو تعرفو، وړیا سپینو زرو، انفلاسیون، امپریالیزم، سوداګرۍ، بزګرانو او پخوانیو پوځیانو ته د سبسایډي مخالفت یې کاوه. د سیاسياصلاحاتو او مالي محافظه کارۍ لپاره د هغه مبارزه د وخت د امریکایي محافظه کارانو لپاره یو سمبول جوړ شو. کلیولینډ د خپلې ایماندارۍ، ځان بسیاینې، بشپړتیا او د کلاسیک لیبرالیزم اصولو ته د ژمنتیا له امله ستایل شوی. هغه له سیاسي فساد او بادارۍ سره مبارزه وکړه او د یوه اصلاح غوښتونکي په توګه یې دومره اعتبار درلود، چې د جمهوري غوښتونکي ګوند همفکره څانګې چې «Mugwumps» نومېده د (GOP) د ولسمشرۍ ټکټ پرېښود او د ۱۸۸۴ز کال په ټاکنو کې یې د هغه ملاتړ ته مخه کړه. د هغه د دویمې دورې له پیل سره هېواد له داسې ناورین سره مخامخ شو، چې د ۱۸۹۳ز کال وحشت یو سخت ملي کړکېچ رامنځته کړ او ډیموکراټ ګوند یې له منځه یووړ.[14][15][16][17]
که څه هم کلیولینډ یو پیاوړی پالیسي جوړونکی و، خو پر وړاندې یې ځینې نیوکې هم کېدې، لکه د ۱۸۹۴ز کال په پلمن اعتصاب (Pullman Strike ) کې د اورګاډي پټلۍ د ساتلو لپاره د هغه لاسوهنې پر ګوند سربېره په ټول هېواد کې د کارګرو ټولنو غبرګون راوپاراوه او هم یې له طلايي معیار نه د نوموړي ملاتړ او له سپینو زرو سره مخالفت د ډیموکراټ ګوند ملکي څانګه جلا کړه. منتقدینو شکایت کاوه چې کلیولینډ لږ نوښت درلود او هغه په دویمه دوره کې د هېواد له اقتصادي ناورینونو، رکود او اعتصابونو نه اغېزمن شوی و. د هغه د دویمې دورې په پای کې، عامه انګیرنې دا وښوده، چې هغه د متحده ایالاتو یو له خورا نامنلي ولسمشرانو نه و او د ډېرو ډیموکراتانو له خوا رد شو، خو اوس کلیولینډ د ډېری تاریخپوهانو له خوا یو بریالی مشر ګڼل کېږي او د خپل صداقت، ریښتینولي، اخلاق او اغېزمن مشرتابه لپاره ستایل کېږي.[18][19][20]
کلیولینډ یو ژمن او نه لاس وهونکی وچې د پراختیا او امپریالیزم پر وړاندې یې کمپاین کاوه. هغه د پخواني حکومت د نیکاراګوا کانال تړون نه شاته شو او په عمومي توګه په بهرنیو اړیکو کې د پرمختګ غوښتونکی نه و. د کلیولینډ د بهرنیو چارو وزیر، توماس ایف بیارډ، د بریټانیې له جوزف چیمبرلین سره د کاناډا په اوبو کې د کب نیولو د حقونو په اړه خبرې اترې وکړې، او د نوې بریټانیا د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له مخالفت سره سره یې د پخلاینې یادونه هم وکړه. کلیولینډ په سنا کې د برلین کنفرانس له تړون نه په شا شو، چې په کانګو کې یې د متحده ایالاتو لپاره د خلاصو دروازو ضمانت کاوه.[21][22][23]
د کلیولینډ پوځي تګلاري له ځانه په دفاع او د پوځ په عصري کولو ټینګار کاوه. په ۱۸۸۵ز کال کې کلیولینډ د جګړې د مشاور وزیر ویلیم سی انډیکوټ تر څار لاندې یو پلاوی وټاکه ترڅو د متحده ایالاتو لپاره د نوې ساحلي کلا بندۍ سیسټم جوړ کړي، دا ځکه چې له ۱۸۷۰ ز لسیزې له وروستیو راهیسې د متحده ایالاتو ساحلي دفاع ته هېڅ کار نه و شوی. پلاوي د ۱۸۸۶ز کال راپور کې په ۲۹بندرونو کې د ۱۲۷میلیون ډالرو په ارزښت د یوه لوی ساختماني پروګرام (په ۲۰۲۰ز کال کې د ۳.۷ میلیاردو ډالرو معادل) وړاندیز وکړ، چې د نویو ټوپکونو، هاوانونو او سمندري ماینونو لپاره په کې ساحې په پام کې نیول شوې وې.[24][25][26][27]
یاد پلاوی او پروګرام په عمومی توګه د (Endicott Board and the Endicott Program) په نامه یادېده. د پلاوي ډېری سپارښتنې پلې شوې او په ۱۹۱۰ز کال کې له ۲۷ نه زیاتې سیمې له ۷۰نه د زیاتو کلاګانو په واسطه امن شوې. د جګړې وزیر انډیکوټ، کانګریس ته د پوځ د افسرانو د ترفیع لپاره د ازموینو یو سیسټم هم وړاندیز کړ او سمندري ځواکونو، چې مشري یې د سمندري ځواکونو وزیر ویلیم کولینز ویتني له خوا کېده، د کلیولینډ په حکومت کې د عصري کېدلو پر لور حرکت وکړ، که څه هم هېڅ ډول نوې بېړۍ جوړه نه شوه، چې له اروپایي جنګي بېړیو سره سیالي وکړي. د یادونې وړ ده چې د پخواني حکومت په وخت کې هم د څلورو پولادو جنګي بېړیو بشپړول د اداري فساد له امله ځنډول شوي وو، خو وروسته له پلټنو بیا دا بېړۍ د سمندري بېړیو په کارخانو کې د وخت په تېرېدو سره بشپړې شوې.[28][29][30][31]
د ۱۸۸۸ز کال په پای کې د ۱۶اضافي پولادو جنګی بېړیو د چمتو کولو وړاندیز وشو، چې د ۱۸۹۸ز کال کې د هسپانیا او امریکا په جګړه کې یې مهمه ونډه درلوده او له نورو نه یې په لومړۍ نړیواله جګړه کې کار واخیستل شو.[32][33]
کله چې کلیولینډ واک واخیست هغه د هاوایی د الحاق کولو له پوښتنې سره مخامخ شو. هغه په خپله لومړۍ دوره کې، له هاوايي ټاپوګانو سره د ازادې راکړې ورکړې ملاتړ کاوه او هغه طرحه یې، چې له مخې یې متحده ایالاتو ته په پرل هاربر کې د ډبرو سکرو او سمندري سټیشن ورکړ، منلې وه. د نوموړي د څلورو کلونو په اوږدو کې، د اروپا او امریکا هونولولو سوداګرو، ملکه لیلیووکلاني، چې د اساسي قانون حاکمیت یې رداوه د یوې ظالمې په توګه وغندله. چې وروسته د ۱۸۹۳ز کال په لومړیو کې یې له واکه وغورځوله او د سانفورډ بیډولي په مشرۍ یې د هاوایې حکومت جوړ کړ، چې لهمتحده ایالاتو سره یې د یوځای کېدو غوښتنه کوله. د پخواني ولسمشر هریسون دولت په چټکۍ سره د هاوایی د نوي حکومت له استازو سره د ضمیمه کولو په تړون موافقه وکړه او سنا ته یې د تصویب لپاره وړاندې کړه، خو د ۱۸۹۳ز کال د مارچ په ۹مه د واک تر اخیستلو پنځه ورځې وروسته کلیولینډ له سنا نه دغه تړون بېرته واخیست او د کانګرس پخوانی غړی جیمز هینډرسن بلونټ یې هاوایي ته د حالت د څېړلو لپاره واستاوه.[34][35][36]
کلیولینډ د بلونټ له راپور سره، چې څرګندوله يې چې خلک د الحاق مخالف دي، موافقه وکړه. لیلیووکلاني په پیل کې په مقام د بېرته پاتې کېدو د شرط په توګه د عمومي بښنې نه انکار وکړ او ویې ویل: په هونولولو کې به اوسنی حکومت یا اعدام کړي یا یې به یې له مینځه یوسي، همدا وه چې بلونټ د واک له سپارلو څخه انکار وکړ. د ۱۸۹۳ز کال تر ډسمبر پورې دا حل نه شوه، هماغه و چې کلیولینډ دا مسئله کانګرس ته راجع کړه او کانګرس ته یې په خپل پیغام کې د الحاق نظر رد کړ او کانګرس یې وهڅاوه، تر څو د نه لاسوهنې تګلارې ته دوام ورکړي. کلیولینډ د ملکې د بیا راستنېدلو ټولې خبرې لغوه کړې او د هاوایي له نوي جمهوریت سره یې ډیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړ.[37][38][39][40]
کلیولینډ د لاتیني امریکا هېوادونو سره د استعماري یرغل د مخنیوي په موخه ودرېد او کوښښ یې وکړ، چې د امریکا له سویلي ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړې په ورته مهال یې له بریټانیې سره هم د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره خبرو ته لېوالتیا وښوده.[41][42][43][44][45][46]
د کلیولینډ دویمه دوره د پوځ عصري کولو ته ځانګړې شوې وه، نوموړي د داسې لومړیو سمندري کښتیو د جوړولو امر وکړ، چې د برید وړتیا لري. د انډیکوټ ساحلي کلابندۍ د پروګرام ساختماني کار د هغه د دویمې دورې پر مهال هم دوام درلود، چې د لومړي حکومت پر مهال یې پیل شوی و.[47][48][49][50]
د ۱۸۹۵ز او۹۶ ز کلونو تر منځ د سمندري ځواکونو وزیر هیلري اې هربرټ، چې په وروستیو کې یې د کپتان الفریډ تایر ماهان په مرسته یوه تهاجمي سمندري سټراټیژۍ غوره کړې وه، په بریالیتوب سره د پنځو جنګي بېړیو او شپاړس تورپیډو کښتیو د رانیولو وړاندیز وکړ. د دې کښتیو په بشپړېدو سره د سمندري جنګي کښتیو کچه دوه چنده شوه او نوې تورپیډو کښتۍ یې، چې پخوا یوازې دوه کښتۍ وې رامنځته کړې. دغه جنګي او اووه تورپیډو بېړۍ د هسپانیا – امریکا تر جګړې وروسته، له ۱۸۹۹تر ۱۹۰۱ ز کال پورې بشپړې شوې نه وې.[51]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.