ربات
From Wikipedia, the free encyclopedia
رباط یا په عربي ژبه کې الرباط د مراکش هېواد پلازمېنه او د دې هېواد تر ټولو ستر اوم ښار دی چې د اټکل له مخې په ۲۰۱۴ ز کال کې ۵۸۰۰۰۰ ښاري وګړو پکې ژوند کاوه چې د شاوخوا سیمو د وګړو په ګډون دا شمېر ۱.۲ میلیون وګړو ته رسېده. دا ښار همداشان د رباط سالي کینیترا د اداري سیمې ښاري مرکز دی. رباط د اتلانتیک سمندر پر غاړه د بو ریګریګ سیند په خوله کې پروت ښار دی.[6][7][8][9]
رباط | |
---|---|
د پنظم محمد قبر | |
Rabat city | |
د مراکش په نقشه کې د رباط موقیعت | |
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value). | |
کورډېناټونه: ۳۴°۰۲′ شمال ۶°۵۰′ لویدیځ | |
بنسټ ایښودنه | ۱۱۴۶ |
بنسټګر | موحدون |
اداري وېش | |
هیواد | Morocco |
د مراکش ولایتونه | 22px رباط سلا زمور زعیر |
پلازمینه د: | |
حکومت | |
• شهردار | فتحالله و العلو |
• پادشاه | شپږم محمد (مراکش) |
• ښاروال | Hassan Amrani |
پراخوالی | |
• شهر | ۱۱۷ کلوميټر٢ (۴۵ میله مربع) |
لوړوالی | ۷۵ ميټره (۲۴۶ فوټ) |
نفوس شمېرنه (۲۰۱۲) | |
• شهر | ۶۲۰٬۹۹۶ |
• ترتيب | ۳ ام |
• د نفوسو کثافت | ۵٬۳۰۰/کلوميټر٢ (۱۴٬۰۰۰/ميله مربع) |
• ستره ښاري سيمه | ۲٬۱۲۰٬۱۹۲ |
د گڼه گوڼې نوم | Rabatí |
وروستي مالومات | |
وخت زون | WET (ه.ن.و۰+) |
• د اوړي وخت | WEST (ت.ع.م ۱+) |
رسمي ژبه | عربي ژبه |
کدپستی | ۱۰۰۰۰ |
سيمه ييز د زنګ کوډ | 537 |
جيو کوډ | 2538475[1] |
خورلڼې ښارونه | |
رسمي وېبپاڼه | www.rabat.ma/portal/ |
سمول |
رباط په ۱۲مه پېړۍ کې د الموحدونو د سترواکۍ له خوا جوړ شو. دې ښار په چټکه توګه سره وده وکړه، خو د الموحدونو د سترواکۍ په نړیدو سره د یوه څه مودې لپاره له زوال سره مخ شو. په ۱۷مه پېړۍ کې، رباط د بربري سمندري غلو لپاره په یوه پټنځای بدل شو. فرانسویانو په ۱۹۱۲ ز کال کې مراکش تر خپل قیمومیت لاندې راوست او رباط یې د هغه اداري مرکز وګرځاوه. مراکش په ۱۹۵۵ ز کال کې خپله خپلواکي واخیسته او رباط یې خپله پلازمېنه وګرځوله.
رباط، تماره او سلا د څه باندې ۱.۸ میلیون وګړو یو شهرک جوړوي. د خټو او چیکړو د ستونزو له امله د رباط نقش د یوه بندري ښار په توګه را کم شوی دی. خو بیا هم، رباط او سلا د نساجي مهم صنایع، د خوراکي توکو تولید او ودانیز صنعت لري. سربېره پر دې، ګرځندوی او په رباط کې د ټولو بهرنیو سفارتونو شتون د دې لامل ګرځیدلی چې رباط د هېواد یو مهم مرکز پاتې شي. د هغې سروې له مخې چې د CNN له خوا په ۲۰۱۳ ز کال کې تر سره شوه، د مراکش پلازمېنه رباط «په ۲۰۱۳ ز کال کې د غوره سفر کوونکو مسیرونو» په توګه ټاکل شوې وه. دا ښار د مراکش د امپریالیستي څلورو ښارونو نه یو دی او د رباط مدینه بیا د نړۍ د میراث لرونکې سیمې په توګه هم ثبت شوې ده. رباط ته د ONCF سیستم له لارې په ټرین سره سفر کېدای شي او همداشان د الوتکو په مټ د رباط – سلا هوايي ډګر له لارې. [10]