بغداد (چې په انګليسي Baghdad /ˈbæɡdæd, bəɡˈdæd/، په عربي: بَغْدَاد[baɣˈdaːd]) د عراق پلازمېنه او په عربي نړۍ کې له قاهرې وروسته دویم تر ټولو لوی ښار دی. دا ښار د بابل لرغوني اکدی ښار کنډوالو ته او د فارس د ساسانیانو پلازمېنې تیسفون (المدائن) ته څېرمه د دجلې د سیند په اوږدو کې موقعیت لري. په ۷۶۲ز کال کې بغداد د عباسیانو د خلافت د پلازمېنې په توګه وټاکل شو، او د نوموړي خلافت د پام وړ لویه پراختیایي پروژه شوه. په یوه ډېره لنډه موده کې، یاد ښار د اسلامي نړۍ په یوه مهم کلتوري، سوداګریز، او علمي مرکز بدل شو. یاد ښار سربېره پر دې، د حکمت د کور (بیت الحکمه یا دارالحکمه) په ګډون یو شمېر علمي موسساتو، همدارنګه د بېلابېلو ملیتونو او بېلابېلو دینونو چاپېریال ته په ځای ورکولو سره، د زده کړې د مرکز په توګه خپل نړیوال شهرت حفظ کړی دی.
چټک مالومات پلازمېنه د, عمومي معلومات ...
بغداد (عربي
) ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png)
عامه معلوماتعمومي معلومات | |
---|
وګړو شمېر |
۸٬۱۲۶٬۷۵۵ [2] — ۶٬۹۶۰٬۰۰۰ [3] — ۳٬۸۴۱٬۲۶۸ — ۱٬۵۲۳٬۳۰۲ — ۴۹۰٬۴۹۶ ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
وګړنوم |
Baghdadi — Bagdadano — بغدادي — Bagdadien[4] — Bagdadienne[4] — багдадец — багдадка — багдадцы — bagadesi ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
غړی د | |
---|
اداري سیمه | |
---|
هېواد | |
---|
ځایناستی د | |
---|
کچه او لوړوالید ځای کچه |
۶۷۳ كيلومتر مربع ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
نور معلوماتوېبپاڼه | |
---|
پوسټکوډ |
10001–10090 ![ددې ځانګړني سمول پر ویکيډېټا](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/63/Arbcom_ru_editing.svg/10px-Arbcom_ru_editing.svg.png) |
---|
کورډينېشن | |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول![لاسوند وګورئ](//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/43/Test_Template_Info-Icon_-_Version_%282%29.svg/30px-Test_Template_Info-Icon_-_Version_%282%29.svg.png)
تړل
د پلازمینه بغداد
بغداد د اسلامي زرینې دورې په بهیر کې د عباسیانو د دورې په زیاتره برخه کې له یو میلیون څخه د ډېر نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې تر ټولو لوی ښار ګڼل کېده. یاد ښار په ۱۲۵۸ز کال کې د مغلو د سترواکۍ له لوري په لویه پیمانه ویجاړ شو، او پایله یې داسې یو زوال شوه چې د پرله پسې بدمرغیو او څو یو په بل پسې سترواکیو له خوا د لاس په لاس کېدو له کبله یې د پېړیو لپاره دوام درلود. په ۱۹۳۲ز کال کې په رسمي ډول د یو خپلواک هېواد په توګه د عراق له پېژندل کېدو سره (چې له هغې مخکې د بریتانیا د بین النهرین قیمومیت و) بغداد د عرب کلتور د یو مهم مرکز په توګه په تدریجي ډول د بېلابېلو اټکلونو له مخې د ۶ یا ۷ میلیونه څخه زیات نفوس سره خپل پخوانی شهرت بیا وموند. دا ښار د خپل زیات نفوس پرتله یو کوچینی مساحت لري چې یواځې ۶۷۳ کیلومتره مربع (۲۶۰میل مربع) دی.[8]
دا ښار د عراق د جګړې له امله له یو شمېر بنیادي ویجاړيو سره مخ شوی دی، هغه جګړه چې په ۲۰۰۳ز کال کې د امریکا په مشرۍ پر عراق باندې له حملې سره پیل شوه او تر ۲۰۱۱ز کال پورې یې دوام درلود، او ورپسې د پاڅونونو او له سره د جګړې د بیا پیل له امله چې په ۲۰۱۷ز کال کې پای ته ورسېده او پایله یې په لویه پیمانه د کلتوري میراث او تاریخي بناوو له منځه تلل وو. د دې دورې په بهیر کې بغداد د نړۍ په کچه د تروریستي حملو تر ټولو لوړ ګرافونه درلودل. په هر ترتیب، تروریستي حملې اوس لږ شوې او په ۲۰۱۷ز کال کې په عراق کې د اسلامي دولت د جنګیالۍ ډلې له ځمکنۍ ماتې وروسته د کمېدو خوا ته د راښکته کېدو په حال کې دي.[9]