![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/4/4a/Judith_Butler_al_CCCB_2018_%2528cropped%2529.jpg/640px-Judith_Butler_al_CCCB_2018_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
جوډيت بټلر
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوډيټ پاميلا بټلر (د ۱۹۵۶ ز کال د فبرورۍ په ۲۴ مه زېږېدلې) یوه امريکايۍ فيلسوفه او د جنسيت نظرياتي پوهانده ده، د چا آثارو په سياسي فلسفې، اخلاقياتو او د ښځمنپالنې د درېیمې څپې، «کوير» اند (کوير نظريه د هغو باورونو ټولګه ده چې وايي هويتونه ثابت نه دي او د يو انسان ځانګړتياوې نه شي ټاکلې) او ادبي اند يې اغېز پرېښي. په ۱۹۹۳ز کال کې، بټلر د کلیفورنيا پوهنتون، «برکلي» کې په استادۍ پيل وکړ، چېرې چې هغې له ۱۹۹۸ز کال راهيسې د «ماکسين اليوت» د پروفيسر په توګه د پرتليزو ادبياتو په څانګه او انتقادي نظريې په پروګرام کې خدمت وکړ. هغه د اروپايي بشپړيزو زده کړو په ښوونځي کې د «هانا انډريت» مشري هم کوي.[11][12][13][14]
جوډيت بټلر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ فبروري ۱۹۵۶[1][2][3][4][5][6][7][8] |
تابعیت | ![]() ![]() |
عملي ژوند | |
تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر ![]() |
کار/مسلک | فیلسوف [7]، ليکوال ، خبريال ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
د کړنې څانګه | د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريه ، جنسیتي مطالعات ، ټولنپوهنه [9]، ساپوهنه [9]، فلسفه [10]، فیمینزم ، سياسي فلسفه ، اخلاق ![]() |
مؤثر | میشل فوکو ![]() |
خوځښت | تر ساختمانيزم وروسته ![]() |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
سمول ![]() |
بټلر د خپلو کتابونو له امله هم شهرت لري چې هغه دا دي: د جنسيت ستونزه: ښځمنپالنه او د پېژندګلوي تخريب (ز کال) او مهم بدلونونه: د جنس د منطقي حدودو په اړه (۱۹۹۳ز کال)، په کوم کې چې هغې د جنس دوديز مفاهيم ګواښلي دي او د جنسيت د فعاليت په اړه يې خپل اند جوړ کړی دی. دې اند په ښځمنپالو او نااشنا پوهې ستر اغېز غورځولی. د هغې د کار په اړوند زیاتره د فلمي زده کړو په بحثونو کې مطالعه او تر بحث لاندې نيول کېږي، په کوم کې چې د جنسيت په مطالعو او په خبرو اترو کې د فعاليت په اړوند ټينګار کېږي.[15]
بټلر د ښځينه او نارينه همجنسبازانو د حقوقو د خوځښتونو ملاتړ کړی او هغه د اسرائيلي سياستونو په ګډون، د ګڼو اوسنيو سياسي موضوعاتوپه اړوند غږېدلې ده.[16][17]