اخلاق
From Wikipedia, the free encyclopedia
اخلاق یا د اخلاقو فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده، چې نظام بندي، دفاع او د سمو او ناسمو کړنو د مفاهیمو سپارښتنه په کې شامېليږي. د اخلاقو څانګه د ښکلا پېژندنې سره یو ځای ارزښتناک مسایل سره رانغاړي. دغه برخې د فلسفې په هغو څانګو کې شامېلیږي چې د ارزښت پېژندنې په نوم بلل کېږي. اخلاق د بشر د اخلاقي پوښتنو لکه ښه او بد، حق او باطل، فضیلت او ناوړه توب او جرم او عدالت په لټه کې دي. د فکري پلټنو د یوې برخې په توګه، اخلاقي فلسفه د اخلاقي ارواپوهنې، توضیحي اخلاقو او د ارزښت تیوري سره تړاو لري.[1][2][3]
د مطالعې هغه درې اصلي برخې چې په اخلاقو کې پېژندل شوې دي.[2]
1. لوړاخلاق، د اخلاقو نظري مانا، د اخلاقو د مرجع سپارښتنه او د هغوی د ارزښت د ټاکنې (که کوم یو وی) ټاکي.
2. معیاري اخلاق، د اخلاقي سیر د ټاکلو د عملي وسایلو سره تړاو لري.
3. پلي شوي اخلاق، د هغه څه سره تړاو لري، چې یو شخص یې په یوه ځانګړي حالت، یا د عمل په ځانګړې برخه کې په ترسره کولو مکلف وي او یا یې د تر سره کولو اجازه لري.[2]