فلسفه
From Wikipedia, the free encyclopedia
فلسفه (له یوناني ژبې نه اخیستل شوې: φιλοσοφία، فیلوسوفیا، 'د حکمت مینه') د عمومي او بنسټیزو پوښتنو مطالعه ده، لکه هستي/موجودیت (existence)، دلیل (reason)، پوهه (knowledge)، ارزښتونه (values)، ذهن (mind) او ژبه (language). ډېری مهال دا ډول پوښتو ته ستونزې وايي چې باید مطالعه او حل شي. ځینې سرچینې وايي چې د فلسفې اصطلاح فیثاغورث (۵۷۰-۴۹۵ قبل المیلاد) رامنځته کړله، ځینې نور بیا په دې اړه زړه نازړه دي او دلیل راوړي، چې فیثاغورثیانو یوازې له وړاندې موجوده اصطلاح کاروله. په فلسفه کې دغه مېتودونه شامل دي، پوښتنه کول (questioning)، انتقادي بحث (critical discussion)، منطقي استدلال (rational argument) او سیستماټیکه پېژندنه (systematic presentation). [1][2][3][4][5][6][7][8][9][10]
فلسفه |
---|
څانگې
ښکلاپوهنه ښکلاپوهان ادبيات
ښکلاپوهنه |
تانبه کتنه • خبرې اترې • سمول |
له تاریخي اړخه، فلسفه د پوهې ټولې برخې رانغاړي او په دې برخه کې بوخت کس ته به يې فیلسوف وایه. د لرغوني یوناني فیلسوف ارستو د زمانې نه تر ۱۹مې پېړۍ پورې، "طبیعي فلسفې" ستورپېژندنه، روغتیاپالنه او فزیک رانغاړل. د بېلګې په توګه: د نیوټن د ۱۶۸۷ز کال د طبیعي فلسفې ریاضیکي اصول وروسته بیا د فزیک د یوه کتاب په توګه ډلبندي شول. [11][12]
په ۱۹مه پېړۍ کې، د عصري څېړنیزو پوهنتونونو وده د دې لامل شوه، چې اکاډمیکه فلسفه او نورې څانګې لامسلکي او لاتخصصي شي. له هغه راوروسته، د څېړنو ګڼې برخې چې په دودیزه توګه د فلسفې برخې وې، په ځانګړو اکاډمیکو څانګو واوښتې ، یعنې ټولنیز علوم، لکه: ارواپوهنه، ټولنپوهنه، ژبپوهنه او اقتصاد. [13]
نن ورځ د اکاډمیکې فلسفې سترې فرعي څانګې میتافیزیک، پوهنپوهنه، علم الاخلاق او منطق رانغاړي. میتافیزیک د هستۍ او واقعیت په بنسټیز ماهیت پورې تړاو لري. پوهنپوهنه د پوهې او عقیدې ماهیت څېړي. علم الاخلاق یا اخلاقیات په اخلاقي ارزښتونو پورې تړاو لري. منطق د استنتاج هغه قواعد مطالعه کوي چې د سمو مفروضاتو نه پایلې راوباسي. نور د پام وړ فرعي څانګې يې دا دي: د ساینس فلسفه، سیاسي فلسفه، ښکلاپوهنه، د ژبې فلسفه او د ذهن فلسفه. [14][15]