سياسي فلسفه
From Wikipedia, the free encyclopedia
سیاسي فلسفه یا سیاسي تیوري د حکومت فلسفي مطالعه ده، چې د حکومتي واکمنانو او بنسټونو د ماهیت یا څرنګوالي، محدودې او مشروعیت او همد راز د دوی ترمنځ د اړیکو په اړه پوښتنې ځوابوي. د سیاسي فلسفې په موضوعاتو کې سیاست، ازادي، عدالت، ملکیت، حقونه، قانون او د واک او ځواک له لارې د قوانینو پلي کول شامل دي: که اړین وي نو دا موضوعات څه دي؟ څه شی یوه حکومت ته مشروعیت وربښي؟ کوم حقونه او ازادۍ باید خوندي کړي؟ څه ډول بڼه باید ولري؟ قانون څه شی دی؟ او د یوه مشروع حکومت پر وړاندې د وګړو دندې څه دي – که یې لري؟ او که یې اړتیا وي، کله به په قانوني او مشروع توګه ړنګېږي؟[1]
سیاسي علوم په ټولیز ډول په مفرد بڼه کارېږي، مګر په فرانسوي او هسپانوي کې د جمع په بڼه (په ترتیب سره sciences politiques او ciencias políticas) هم کارېږي، چې ښایي د څانګو د ګڼوالي ښکارندوی يې وي.
سیاسي تیوري همدا راز د یوې پراخې ساحې پوښتنې هم رانغاړي او د هویت، کلتور، جنسیت، نژاد، شتمنۍ، د انسان او غیر انسان ترمنځ اړیکو، چاپېریالپوهنې یا ایکولوژي، دین او مذهب او نورو په څېر ښکارندو او کټګوریو له سیاسي ماهیت او څرنګوالي سره سروکار لري.
سیاسي فلسفه د فلسفې یوه څانګه ده، خو په ورته وخت کې د سیاسي علومو یوه لویه برخه هم ده، چې له تاریخي پلوه هم د سیاسي فکر پر تاریخ او هم پر معاصرې سیاسي تیورۍ (له معیاري سیاسي تیورۍ نیولې تر بېلابېلو تنقیدي چلندونو) کلک تمرکز په کې شوی دی.[2][3]