![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/f/fa/Joseph_McCarthy.jpg/640px-Joseph_McCarthy.jpg&w=640&q=50)
جوزف مک کارټي
امریکایي سیاستوال / From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف ریمونډ مک کارټي (زوکړه: ۱۴ نومبر ۱۹۰۸ – مړینه: ۲ می ۱۹۵۷ زکال) امریکايي سیاستوال و چې له ۱۹۴۷ زکال څخه یې په ۱۹۵۷ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د ویسکانسین ایالت د جمهوري غوښتونکي سناتور په توګه خدمت وکړ. مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په لومړیو کې په متحده ایالاتو کې د یوې دورې لپاره چې په پراخه کچه په کې د کمونېزم د پاشل کېدو په موخه د سړې جګړې ترینګالتیاو ته لمن ووهل شوه؛ په تر ټولو پېژندل شوې څېره واوښت. نوموړي د خپلې دغې ادعا له امله چې ګویا د متحده ایالاتو په فدرال اداره، پوهنتونونو، د فیلم په صنعت او نورو ځایونو کې ګڼ شمېر کمونېستانو او د شوروي جاسوسانو ځای موندلی؛ شهرت وموند. بالاخره د تور پورې کولو د هغو تاکتیکونو له امله چې ده کارول د متحده ایالاتو سنا نوموړی تنبیه کړ. د «مک کارټېزم» اصطلاح په ۱۹۵۰ زکال کې د هغه فعالیتونو ته په اشارې کولو رامنځته شوه او ډېر ژر د کمونېزم ضد فعالیتونو لپاره وکارول شوه. نن ورځ دغه اصطلاح په پراخه کچه د عامه افکارو د منحرف کوونکو، بې مورده او بې بنسټونو تورونو او همدارنګه د یو چا پر شخصیت او وطن پالنې باندې د برید کولو په معنا کارول کېږي.[12][13][14][15][16]
جوزف مک کارټي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۴ نومبر ۱۹۰۸[1][2][3][4][5][6][7][8] |
مړینه | 2 مې 1957 (49 کاله)[1][3][4][5][6][7][8] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۹۴۴–۱۹۵۷)[9]
ديموکراتيک ګوند (۱۹۳۶–۱۹۴۴)[9] |
واک | |
قاضي [10] ![]() | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۳۹ – ۱۹۴۲ | |
قاضي [10] ![]() | |
د واکمنۍ دوران ۱۹۴۵ – ۲ مې ۱۹۵۷ | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، پوځي افسر ، قاضي [10]، قانونپوه [10] ![]() |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [11] ![]() |
پوځي خدمت | |
مقام | جگتورن |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
مک کارټي چې د ویسکانسین په ګرانډ چوټ کې وزېږېد، په ۱۹۴۲ زکال کې سمندري ځواک ته شامل شو او هلته یې د بم غورځونکو الوتکو لپاره د اطلاعاتي افسر په توګه خدمت وکړ. د دویمې نړیوالې جګړې وروسته هغه د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړه. هغه په دواطلب ډول د توپچي - څارونکي په توګه ۱۲ عملیات ترسره کړل چې ډېری یې خوندي و. له یوه عملیاتو ترسره کولو وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوه چې څومره مهمات چې زړه یې غواړي کارولی شي، تر ډېره هم د نارګیل (کوپرې) په ځنګلونو باندې چې له امله یې هغه د «تعقیب کوونکي ښکاري جو یا Tail-Gunner Joe» لقب خپل کړ. وروسته بیا وویل شول چې د هغه د اتلولیو په یو شمېر ادعاو کې له جعل او مبالغې کار اخیستل شوی چې لامل وګرځېد منتقدین یې له دغې اصطلاح څخه په هغه د ریشخند وهلو په موخه کار واخلي.[17][18][19]
مک کارټي په ۱۹۴۶ زکال کې رابرټ ام. لا فولت جونیر ته په ماتې ورکولو د متحده ایالاتو سنا ته لار وموند. په سنا کې د دریو بشپړ ناڅرګندو کلونو په تېرولو سره مک کارټي د ۱۹۵۰ زکال په فبروري کې هغه مهال شهرت ته ورسېد کله چې یې په خپله یوه وینا کې ادعا وکړه چې د متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزرات کې د «کمونېست ګوند او د هغو د جاسوسي کړۍ د غړو» نوملړ له ځان سره لري. نوموړي په ۱۹۵۰ زکال کې له خپلې دغې وینا څو کاله وروسته په بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر هري اس. ټرومن په اداره، امریکا غږ او د متحده ایالاتو په پوځ کې د کمونیستانو د نفوذ اړوند بله ادعا وکړه. هغه همدارنګه په دولت کې دننه او بهر د یو شمېر سیاستوالو پر وړاندې د کمونېزم اړوند له بېلابېلو تورونو لکه له کمونېزم سره د ملتیا، دولت ته د نه ژمنتیا او همدارنګه د جنسي جنایاتو له تورونو کار واخیست. په دغو تورنو کې همدارنګه د همجنسګرایانو اړوند د باج اخیستنې ګواښ هم شتون درلود ځکه هغه مهال همجنس ګرايي د قانون له مخې منع وه او تصور کېده چې له وګړو څخه د باج اخیستنې ګواښ زیاتوي.[20][21][22]
په ۱۹۵۴ زکال کې د مک کارټي د پراخو تبلیغاتي ناستو نشرېدو او ورپسې په همدغه کال کې د وایومینګ د سناتور لسټر سي هانټ ځان وژنې د هغه محبوبیت او ملاتړ کم رنګه کړ. د ۱۹۵۴ زکال د ډسمبر په ۲ مه سنا په ۶۷ موافقو او ۲۲ مخالفو رایو سره نوموړی وغانده او له سنا څخه یې ویوست؛ له همدې امله نوموړی د هغو لږ شمېر سناتورانو په کتار کې راغی چې تر اوسه په دې ډول تنبیه شوي. له دې وروسته یې د خپلې مړینې تر مهاله د کمونېزم او سوسیالېزم پر خلاف ویناوو ته دوام ورکړ. نوموړی د ۱۹۵۷ زکال د مۍ په دویمه د مریلنډ د بتزدا سیمې په پوځي روغتون کې د ۴۸ کلونو په عمر ومړ. ډاکټرانو له دې وړاندې د هغه د ناوړه روغتیايي حالت اړوند راپور نه و ورکړی، خو یو شمېر ژوند لیک لیکونکي څرګندوي چې هغه په الکولو باندې د اعتیاد او یا هم زیات څښاک له امله مړ شوی.[23][24][25][26]
مک کارټي وروستنۍ جمهوري غوښتونکی و چې د متحده ایالاتو په سنا کې یې د ویسکانسین لومړۍ درجه څوکۍ خپله کړې وه.